افغانستان اودسیاسي اکثریت تشه

څېړندوی عبدالغفور لېوال

Abdul Ghafoor Liwal

سیاسي اکثریتونه یا قومی ـ ژبني ـ مذهبي وي یا فکري ( ګوندي ) او یاهم اقتصادي . کېدای شي نورډولونه هم ولري ، خو هغه ډولونه یې په دې لیکنه کې ډیر دپام وړنه دي ، بلکې دالیکنه غواړي دافغانستان له یوې داسې نیمګړتیا څخه پرده واړوي ، چې دراون کړکېچ یوه لویه برخه ریښې په کې خښې دي ، دانیمګړتیا په افغانستان کې دسیاسي ارادې دګډې کارونې لپاره دیوه اکثریت تشه ده .

په افغانستان کې ولې سیاسي اکثریت نه شته ؟

له قومي پلوه دافغانستان لوی اکثریت ( پښتانه ) له بده مرغه سیاسي اکثریت نه دي ، ځکه یوه برخه یې غرونو ته تمبول شوي او دداسې څه لپاره جنګول کیږي ، چې دافغانستان دسیاسي راتلونکي ، جوړولو او بیا پخپله ددوی دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره په درد نه لګیږي . نړیوالې سروې ګانې ښيي ، چې تر ټولو ډیر ټوپکونه دپښتنو په سیمو کې ډزیدلي او تر ټولو ډیر یې پښتانه وژلي دي .

یوه لویه برخه پښتانه په کلیو او لرې پرتو سیمو کې دبېوزلۍ ، بېخبرۍ او محرومیت ژوند تیروي له ښوونځیو او پوهنځیو څخه لرې پاتې دي ، له مدني حقونو بې برخې ساتل شوي او لویه برخه جغرافیه یې تر جګړې او وژنو لاندې ده . ځکه ،نو ویلای شوچې دسیاستونو پر ټاکلو او تګلوري یې اغیز په هېڅ شمار دی .

په ښارونو کې لږ شمېرسوداګر، کسبه کار ، لوستي او په اداري چارو بوخت پښتانه لاندینۍ ستونزې لري :

یا دسیاسي پېښو په اړه بېتفاوته دي او یاهم دپېښو په وړاندې احساساتي فکر و عمل کوي ، دمعقول سیاست پر لاره روان پښتانه ډیر لږ او تیت وپرک دي .

تر ټولو ډېر همدا پښتانه دي ، چې دخپل برخلیک دټاکلو په اړه سره ویشل شوي دي ، دایډیولوژیکې ، نظریاتي او پخوانۍ تړلتیا له کبله اوس هم په مجاهد، کمونیست، پرچمي ، خلقي ، افغانملتي ،حزبی ، جمعیتي ، طالب او څه وڅه سره ویشلي دي ، ددوی په وړاندې نورو لږه کیو په پوره هوښیارۍ ترخپلو منځونو داپولې نړولې دي او په دې توګه یې له قومي پلوه دسیاسي اکثریت موازنه بدله کړې ده . پښتانه ګڼې نورې سیاسي ستونزې هم لري ، ملي مشري یې رامنځته نه شوه کړای ، داسې سیاسي ادرس لاهم نه لري ، چې په ملي او نړیوالو سیاسي معادلو او تعاملاتو کې ددوی استازیتوب وکړای شي ، دسرکار په باډۍ کې یې ونډه ډیره کمزورې او پاشلې ده ، پښتانه اداري چارواکي یوازې افراد دي او لاهم کومه هماهنګه ملي ټولګه نه لري ، ځکه خو په دې ډګر کې هم میدان ورڅخه نورو ګټلی دی .

افغانستان له فکري ـ ګوندي پلوه هم سیاسي اکثریت نه لري . دګوندونو شمېر لسګونو ته رسیږي ، خو اغیز یې پر سیاسي بهیر هېڅ دی . هغه پخوانۍ پوځي ډلې چې اوس دحاکمو سیاسي ګوندونواکټ کوي ، فکري محور نه لري او ټول سیاسي پروګرام یې دادی چې څنګه دسرکار په باډۍ کې خپله ونډه ډیره کړي ، ډیرې څوکۍ راخپلې کړي ، له څوکیو څخه پیسې ، وسلې او زمکې وګټي او بیا ددې ګټو یوه برخه بېرته دواک دساتلو لپاره وکاروي، په دې او هغه نامه له ګاونډیو یا لویو قدرتونو څخه ونډه ولوټي او خپل پوځي وهم ورعب ډیر کړي . دسیاسي ادبیاتو له مخې دوی ته ګوندونه نه شو ویلای ، بلکې انحصاري ډلګۍ دي چې ځواک او واک یې یرغمل کړي دي . دغه ډلګۍ دخپل کاذب نفوذ دساتلو لپاره یا پرخپلو پخوانیو ایډیولوژیکو جګړو تکیه کوي ، یا قومي ، سیمه ییز ، ژبني او مذهبي اختلافات ددې لپاره ژوندي ساتي ، چې دوی یې دګټو دساتونکیو په توګه خپل مشرتوب او کاذب استازیتوب ته دوام ورکړي .

داسې فکري ، نظریاتي او سیاسي ـ ملي محور نشته چې ګڼ خلک پرې راټول شي او دیوه ملي معقول نهضت په جوړولو سره یو فکري ـ ګوندي سیاسي اکثریت جوړ کړای شي ، چې دافغانانو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره علمي ـ عملي پروګرام ولري او دهغه پربنسټ په دیموکراتیکه بڼه واک راخپل کړي .

افغانستان له اقتصادي پلوه هم سیاسي اکثریت نه لري . شل مېلیونران له ځواک ، واک ، وسلو او پېسو څخه پړسېدلي دي او هرڅه یې انحصار کړي ، دټول هېواد دپانګې اتیا په سلو کې هرڅه دهمدې شلونه تر پنځوسو مېلیونرانو په واک کې دي ، دمنځني اقتصاد خاوندانو، منځنيو چارواکیو، زمکوالو او وړو سوداګرو شمېر چې په پوره سخاوت ډیر وګڼئ ،نو دټول نفوس لس سلنه هم نه جوړوي ، په دې توګه وینو چې دبېوزلانو ، محرومو ، وږیو ، وزګارو یو لوی انساني اکثریت هاخوا پاتې کیږي ، چې له بده مرغه سیاسي اکثریت نه دی ، ځکه خپله سیاسي اراده نه شي کارولای او دوضعیت پر بدلون هېڅ اغیزه نه لري .

راځئ وګورو ، چې په ملي سطحه د سیاسي اکثریت داسې تشه څه نادودې راپېښولای شي، بلکې راپېښې کړې یې دي ؟

تر هرڅه وړاندې د یوه سیاسي اکثریت له ارادې پرته ،یو ملي او خدمتګاره حکومت نه شي رامنځته کیدای . هر هغه حاکمیت چې دیوه لوی سیاسي اکثریت ملاتړ له ځانه سره ونه لري، نو یا کمزوری ،مصلحت غوښتونکی ، لړزانده او بې ارادې وي او یا هم ډیر ژر په یوه استبدادي جوړښت بدلیږي .

دوهمه ستونزه داده چې پر وړو وړوسیاسي ټاپوګانو ویشلی ولس دبهرنیانو له لاسوهنو څخه نه شي خلاصیدای ، همدا اوس ګاونډیان او هرهغه هېواد چې دخپلو ګټولپاره په افغانستان کې لاسوهنې کوي ، دوړو وړو سیاسي ډلګیو پر اخیستلو او پلورلو لګیادي ، وړې او ویشل شوې سیاسي ډلې ددې لپاره چې ځان وساتلای شي ، دبهرنیانو دام ته په اسانه ورلویږي ، د سیاسي اکثریت نشتوالي ګاونډیو ته جرئت ورکړی ، چې دلته لسګونه تلویزیونونه ، راډیوګانې ، اخبارونه او دخپلو ګټو ساتندویه کاذب شخصیتونه او ډلې وګوماري او ترستوني پورې دافغانستان پر ګټو ورننوځي .

درېیمه ستونزه داده چې دهر ملي کړکېچ ( بحران ) پرمهال ځوان نسل نه پوهیږي ، چا ته ورشي او له چا څخه له کړکېچه دوتلو لار وپوښتي ، همدااوس که موږ پینځه مېلیونه ځوان کادرونه ولرو چې افغانستان له اوسني کړکېچه راایستلای شي ، نو پوښتنه دلته ده چې دوی چا ته ورشي او په کوم سیاسي اکثریت پسې ودریږي؟

څلورمه ستونزه دا ده چې کوچنۍ ډلې دخپلو هویتي ارزښتونو، په ناطبیعي بڼه، دلویولو هڅه کوي او غواړي په دې توګه له ملي هویت څخه ووځي ، دملي هویت او ارزښتونو دبنسټونو له کمزورتیا سره ملت کمزوری کیږي او په دې توګه ددې زمینه له منځه ځي ، چې هیڅکله هم سیاسي اکثریت رامنځته نه شي .

دسیاسي اکثریت تشه دخدماتو ، طرحو او عمل په وړاندې د رايیو دورکولو فرهنګ له منځه وړي او دپیسو ، وعدو او ډارولو په وړاندې درايې دورکولو ټولیز عادت رامنځته کوي ، تر دې وروسته خلک فکر کوي ،چې دیموکراسي زورورو، پيسووالا او ثبات ماتوونکیو ته درایې ورکولو په مانا ده .

دې ټولو ته په کتلو سره د ټولنپوهنې او سیاستپوهنې له نظره موږهمدااوس دسیاسي مشروع اکثریت د تشې په تیاره کنده کې دسقوط په حال کې یو .

که ژر تر ژره دملي ګټو او دافغانانو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي پر محور یو سیاسي اکثریت رامنځته نه شي او داهېواد له دې سقوط څخه ونه ژغوري ، نو خدای دې مل شي دوطن او دملګرو