خير ورکول / حميدګل شېرزی
حميدګل شېرزی
مياشت وړاندې پکتيا ته تللی وم نو له هغې خوا چې راتلم په لوګر ولايت کې يوه هوټل ته ورغلم ډوډۍ يې راوړه، دې ته ناست وم خوړله مې ګورم چې يو کوچنۍ هلک راغی او کوښښ يې کاوه چې هوتل ته رادننه شي.
په لاس کې يې يو بکس وو چې په هغه کې د بوټونو د رنګولو شيان وو، د هوټل کارکوونکي دی نه پرېښودو کې د ننه راشي خو دې ماشوم ورته په ډېر عاجذانه ډول وويل چې:
يو ځل د ننه کېږم که کوم څوک وو چې بوټه يې ورته رنګ کړم. زما همداسې ورته پام وو د هوټل کارکوونکي کوښښ کاوه چې هغه د راتللو نه منع کړي خو ما ورته وويل چې راپرې يې ږده!
ماشوم راغی ډېر خوښ شو زما بوټونه يې رنګ کړل ما ورته وويل:
– څو افغانۍ دې شوې؟
– ۲۰ افغانۍ.
– دا دي واخله.
د شلو په ځای مې پنځوس ورکړې، ده جيب ته لاس کړ او غوښتل يې چې باقي افغانۍ بيا راکړي خو ما ورته په لاس، لاس کېښود ورته ومې ويل چې ځه بخښلي مې دي.
دی ډېر خوښ شو، په شونډو يې مسکا خوره وه په منډو منډو له هوتل نه ووتو، تر ډېره چې روان وو مخ يې زما خواته رااړولو ډېر په بل ډول به يې راته کتل. په سترګو کې مې د ده څېره پاتې شوه…
کله چې په لاره کې روان وم نو د تېری سيمې ته چې ورسېدم د غر پر سر راپسې موټر وخويدو زه له ډېرې وېرې خولې شوم ايله مې دومره وکړل چې موټر اداره کړم، کله چې موتر ودرېدو ما ته ځای پر ځای هغه د ماشوم څېره ياد شوه…
نو په لومړي ځل په دې وپوهېدم چې له پاک زړه نه او د الله(ج) د رضا لپاره خير ورکول يانې څه؟.