له تا سره مينه لرم——دچارلس ډي ليکنه

دزرلشت حفيظ ژباړه

 له تا سره مينه لرم

هو مونږ ټول سره را ټوليداى شو په زړونو کی يقين وکړئ چې ژوند ډير ښايسته دى په يو ټکی او هغه ټکی مينه ده

دا ډيره خوږه کليمه ده په ټوله نړۍ کې

خداې ج هر کله خپلو بندګانو ته امر کړى چې يو د بل سره مينه وکړئ

مينه په لاس لمس کيداې نه شي خو په زړونو کی زر حس کيداى شي

خدای ج فرمايلئ دی چی لری کړی ټول بديانی دزړونونه

خو يو څه ته په زړه کی ځاې ورکړئ او داسې ورته هرکلې ووايي لکه دلمر زرينې وړانګي او پسرلى چې خپل راتګ سره طبيعت ته ژوند او ښکلاورکوي

دا زړه ده چې مونږ ته د مينې لاره ښايي او مونږ ته دا اجازه راکوي چی مينه حس کړو مينه زمونږ دژوند رهنما ده مينه هغه څه ده چی مونږ ته د ژوند خواږه را په برخه کوي

موږ مينه حس کولاى شو په ميوزيک کې ،رسامي کې،ليکلو او لوستلو کې، ماشومانو کې ، په حيواناتو کې ، او بلاخره په مينه ناکو دوستانوکې

مينه زمونږ ارمان دی مينه مونږ حس کولاى شو دژوند په ارمانونو کې دطبيعت په ښکلا ګانو کې

راځئ چې په دې سوچ وکړو چې نن مو څومره کسانو ته ويلي چی تاسره مينه لرم تاسې يقين وکړئ چې مينه له مينې پيدا کيږي او په مينه مينه خوښوونکي کسان ښه پوهيږي او زر يي حس کولاى شي خو هغه څوک چې دمينې په قدرنه پوهيږي او يا دا چې پخپل زړه کی مينه نه لري نو بيا دبل مينې ته هم ډير اهميت نه ورکوي ولو که هرڅومره ژوره مينه هم وي

خو دا په دې معنی نه ده چې زړه دمينې محتاج نه ده هر زړه مينه غواړي او هر مغز دا حساس کوي او مينه ناکو خبرو اوريدو ته محتاج وي د بخيل او زشت کسانو په زړونو کی تاسی کولاى شئ چې ځاله جوړ کړي صرف چې په رښتني توګه ورته دزړه د اخلاصه ووايئ لتا سره مينه لرم مينه د ژوند لذت ده مينه زمونږ د ژوند ارمان دى مونږه نشوکولاى چې دا دوه شيان دژوند د ډګر نه لری وساتو بې له دې شيانو اوسيدل په معنی په ژوند کی مرګ ده مينه د مور له غيږی شروع کيږي د مور او اولاد مينه بې ساري او حقيقي مينه ده په

دو نيا کې لا داسې مينه نه ده پيدا شوې چې دمور دمينې ځاې ونيسي زړه او عقل دمينې پيچلې رشتې لري

هو درنو لوستونکو:کله وه هغه وخت چی تاسې به چا ته وويلی وي زه لتا سره مينه لرم او بيا په دی يقين وکړئ چې دغه کليمه د هغه په زړه کی به داسې معنی ولري لکه دسهار دلمر هغه زرينی وړانګی چی دسهار په اول ګل کې دغرونو تر شاه په طلايي رنګ را ښکاره شي او پر طبعيت خپل وزرې داسی وغوړوي چی هرڅه به لکه لمر ګل په شان په ورين تندې ورته هرکلې ووايي

طبعيت مونږ ته ښودلې چې مين د مينې په قيمت ښه پوهيږي خداى يو مينه ده له خداې سره مينه وکړئ

بخښنه زده کړي او دخلکو څخه بخښنه وغواړئ دالله (ج) رضايت د هغه د بندګانو د زړونو رضايت دى، که مونږ بخښنه و نکړو او دخلکو نه بخښنه ونه غواړو ځان مو په زحمت کی اچولې وي، نو موړى بايد په دې پو شي چې د انسان ژوند په نړۍ کی ډير لنډ دى هر څه به پر ځاى وي مونږ به نه يو نو را ځئ چې هر هغه روا څه ته چی زمونږ د ژوند ډګر پرې ښکلې کيږي لکه دوستي،صميميت، رښتينولي، او محبت ته هر کلې ووايو راځی چی يو بل ته خپل زړونو کې په اخلاص دمينې ور خلاص کړو او د ژوند دښکلا ګانو نه برخوردارشو او ژوند ته ووا يوچې له تا سره مينه لرم.