ژبه او کلتور / عیدمحمد لیوال

۱۵-۱۱-۱۳۹۱، کابل

 ژبه او کلتور

 

Eid Mohammad Liwalژبه او کلتور د یوملت او قوم په ژوندانه کې ډیر ژور دخل لري او هیڅ وګړی یی له تاثیره نه شی وتلی. ژبه او کلتور دهر قوم ډیر پخوانی او ځنډنی پس منظر لری او نسل په نسل دواړه ژبه او کلتور تر مونږ را رسیدلي، که څه هم ځینې دودنه،رواجونه اودوستورنه شته چې په ځینو ترقي لرونکو او پرمختللو ټولنو کی ځینو خلکو ته ناوړه ښکاري،خو په کلي توګه یی پریښودل ورته ناشونی دې او اسانه هم نه دې او په پښتون قوم کی هم بعضې دودونه دي چې پښتانه پوهان ورته په ښه سترګه نه ګوري، مګر لاس ترې لنډول هم ورته سوکه نه ښکاري. همدغه ژبه ده چې دی ملتونه،قومونه،پرګنې،ټبرونه او قبیلې له یو بله پرې بیلیږی او جلا کیږی،دا هیڅ امکان نلری چې د نړۍ تول وګړي او قومونه دې په یوه ژبه خبرې وکړي بلکې دا یو فطری او منل شوی قانون دی چې هر ملت او هر قوم به په ځانګړې ژبه ګړیږی اوکلتوري ځانګړنې به یی د دود او دوستور ښې څرګندویی کوی. دیو ملت ژبه هغه څه ده چې مشرانو یی له ډیرو پخوانیو زمانو نه د تاریخ په مختلفو پړاوونه کې خپل تاریخی پس منظر، خپلې تاریخي افسانې او ادبیات نسل په نسل یو بل ته څه په شفاهی او څه هم په لیکلی ډول تر نن پورې په خپل چوکاټ او رنګ کې تر مونږ را رسولی او د خپل اند او فکر پر فانوس یی د خپلې ملي او ګډې ژبې لپاره او د خپلو وګړو لپاره یی د هغوی دذهنی ویښتیا، او معنوی ویښتیابه د اصلاح او سمون لپاره څه په یو او څه په بله بڼه د ادب دیوې الې په توګه کارولې اوتر نن پورې یی همدغه وسیله د خپل ملت او قوم د نوم په ژوندی ساتلو کې رغنده رول لوبولی دې او همدغه لړۍ او ګړۍ اوس هم زمونږ د ځوان نسل په ولولو او جذبو ده.همدغه ژبه ده چې مونږ له خپلو تاریخی واقیتونو، داستانونو، تاریخي او کلتوری کیسو او افسانو څخه خبروي او خپل هدف او موخې ته موجګه کوي، اویود بل په مقصد مو پوهوي. همدارنګه قومونه په خپلو کلتوری او فرهنګی برخو کې هم بیل بیل دودونه، رواجونه، عنعنات او په خپلو ملي خویونو او عادتونوکې چې مونږ یی په پښتونواله تعبیروو او دې خپلې مورنۍ ژبې پښتو اصلی توکی یی بولو هم جوت او ښکاره ځانګړتیاوې او خصوصیات لری، چې له نیکه مرغه زمونږ پلارنۍ او مورنې ژبه پښتو په دې لوی نعمت کې ترنورو ژبو ډيره غني ده،که څه هم د نړۍ نورې ژبې په فن او صنعت کې له پښتو ژبې څخه ډیرې پرمختللې او وړاندې دي، لکن پښتو ژبه په معنوي، کلتوري،تاریخي او عنعنوی توګه ډیره شتمنه او اصیله ده. دا د اصلی او نجیبو خلکو ژبه ده چې په خپله پښتونواله،رسومو، ملي خویونو، محلي خویونو، په ملي روایاتو، ملي ذوقونو او ننګونو ډير کلک ولاړ دی او پرې ویاړي او د نړي دی نورو قومونو غوندې خپل ځان نه ښکاره کوی، چې دا د دوی د کلتوراو دوستور یو له ننګ او غیرت ډک ثبوت دې. دیوې ژبې او کلتور په ژوندی ساتلو کې په خپله هماغه قوم مسول دې چې خپله ژبه ژوندۍ وساتی، په خپله ژبه خبرې وکړي، په خپله ژبه وغږیږی ولیکي او لیک لوست پرې وکړي او خپله دغه سلسله ګرمه توده تر خپله راتلونکی ځوان کهول پورې اوږده کړی. د نړۍ هر انسان په خپله مورنۍ ژبه ښه علمی او معنوی ارتقا کولای شی همدا وجه ده چې هر سړی په پردۍ ژبه کی ښه لیکوال، ښه شاعر او ادیب نشي کیدای او نه هم د خپل زیار او زحمت ثمره هغسې چې اهل ژبویونکي یی په لاس راوړي دوی یی نشی راوړئ. ځکه دبلې ژبې کلمې دده د ذهن او فکر په قالب کې هغسې نه شی ځای نیولی او دقیقا ترې مطلب په اسانۍ نه شي اخیستلای نو ضرور ذهن بندیږی او وړاندې تګ ته یی فکری قوه نه جوګه کیږی.مونږ که د خپلې ژبي دی ادب زانګو د خپل ادب په رنګین ګلبڼ کې ونه زنګوو اوخپل ویده ذهنونه دعلم او پوهې په معبر یون نه کړو او خپله مخه په خپل مشال رڼا نه کړو، نو لیرې نه ده چې دغه ژبه دې د خپل قوم تل پاتې او دی پښتنو ژبه شی، قوم نه ورک کیږی خو که د قوم ژبه مړه نه شي همدغه د قوم د لاس ډیوې یانې د یوې ژبې مینه او الفت دې چې د یوملت په کلتور، فرهنګ، دود عنعناتو د ملت په اجتماعي شعور، په دماغی انکشاف لوړتعلیم او عالی تربیی ښه تهداب او اساس بلل کیږی ،او د قوم نوم ورسره ژوندی پاتې کیږی. ددغې ډیوې شغلې او پلوشې لومړی ددوی دقوم په زړه وړانګې اچوی چی وروسته یی ددوی د اولادې د لارې مشعل ګرځي او په ځان کې د خپلې ژبې او کلتور خویونه پیداکوی او په ځان یی عملي کوي.په دې خو ټول پوهیږو چې کلتور د یوې ټولنې د خلکو عاداتونو، دودونو، رواجونو، عنعناتو او رسومو ته وایی، چې زمونږ کلتور ځانته خصایص او ځانګړنې لري، دودونه مو ډیر دي ان دا چې د پښتني کلتور او رواجونو باندې ځان پوهول په پښتونوالې باندې ځان پوهولو ته لومړی اړتیا ده چې ددغې پراخې لمنې د راټولو او په یو وړکي لیکنه کی یی ځایول نا شونی دې او یو پوره د کتاب لیکلو ته ضرورت دې. کلتور په مجموع کې د یوقوم د ملا دتیر حیثیت لري. کله چې یو انسان د بل ملت اوقوم په کلتور ځان خبر کړي،نو لومړی باید دهغوی پر ټولو دودونو، رسومو، رواجونو، اخلاقو، خویونو او عاداتو باندې ژوره او پراخه مطالعه ولری. دیو قوم او ملت حقیقی او معنوی څیره هم د هغوی په کلتور کی پرته ده، که یوڅوک وغواړي چی د هغوی حقیقي شکل او بڼه ځانته ښکاره او معلومه کړی نو دهغوی رسم او رواج، کتلوراو فرهنګ کې دې وسیع زده کړه وکړی. هیڅوک هم له خپلو پلارنیو عاداتونو،اخلاقو او ادابو څخه سر غړونه نه شی کولی او نه یی هم مخالفت کولای شی، خو چی ځان په نوموړی قوم په تړلی بولي. مونږ چې پښتانه ځانونه بولو نو که رښتینې پښتانه و اوسو، ښه او بدسړی، پښتون او نا پښتون ځان ته وایو نو د همدې کلتور اودوستور په هنداره کی معلومیږو. دیو قوم او ملت ذهني او روحي پیژندګلوي هم له دود، دوستور، ژبې او کلتور سره پیوسته دي او همدغه ژبه او کلتور دې چې یو ملت او قوم له بل ملت اوقوم څخه په معنوي او کلتوري ډول بیلوي. دهغوی په ریښه د ژبې او کلتور له درکه پوهیږی او د هغوی په نسب او شجره بر لاسی کیږی