مینه او خپګان

ژباړه او زیاتونه: عطاء الله خان حیران

 

نه یې ملک، نه یې لښکر، نه يې ګنجونه

ترخانانو دماغي دي ښکلې نجونه

سترخوشال

Ataullah Khan Hairan Hairan

دمینې له ښو پړا ونو څخه یو د عاشق او دمعشوقې ترمنځ دخپګان پړاو دی، چې په نه خبره یامسله باندې د دومینانو ترمنځ پیداکیږې، دغه خپګان دواړو ته دزغملو وړ نه وي، کله، چې تاسې له کومې نجلۍ سره مینه کوئ او ترمنځ مو په کومه خبره باندې خپګان منځ ته راشي که چېرې مین دغه خپګان وزغمي یانې برداش یی کړي او د پخلا ینې هڅه ونه کړي نو نجلۍ ته دا فکرپیداکېږي چې دهلک ورسره دزړه له کومې مینه نه وه، په داسې حال کې، چې دهلک به ورسره ښه رښتنې مینه وي خو په دغه سې یوحساس وخت کې هغې ته اتمن داسې یوفکرپیداکیږې خو له زړه نه یی نه شي ایستی ،خوپه دې کې شک نه شته، چې خپګان یی یوپه سله ډېریږي.

خپګان دمینې په اړیکوباندې بده اغیزه کولی شي خو مینه له منځه نه شي وړی، دوی ته به هروخت او په هرموړ کې دیوبل یادونه مخې ته و لاړوي، دو ی به هروخت خپل ارمانونه ژړوي .

دکویټې د پوهنتو دجرمني څانګې د ارواپوهنې پروفیسور او دمینې په هکله دمشهورکتاب ( دمینې فلسفه) لیکوال ډاکتر کیتهراین وایی:

دانسان شخصیت هغه وخت خپل اصلي تصویر ښایی، چې کله دی په غوصه کې وي او یاپه ښه خوشحالیوکې ډوب وي، په دغه وخت کې دانسان اصلې څېره ښه مالومېدای شي خوښي په خپل ذات کې یو انمول یانې یوقیمتي شی دی خو دغوصې پروخت دانسان حالت اوکیفت برعکس وي، کله، چې یوڅوک خپه وي او یاپه کومه پرېشانۍ کې را ښکیل وي نو په دغه وخت کې یی مزاج خراب وي، په مینه کې یوالي ا و ختلافاتوته یو ډول زمینه برابره وي، پو یو وخت کې ښه ملګري په یوکلی کې، لکه دلمر راوځلیږي خو په یو وخت کې لکه دسپوږمۍ يې دغم تندر ونیسي په یوڅه شي یی سره اختلافات پیدا شي غوصه یی پرعقل باندې واکمنه شي ذهینې کیفت یې هم دغوصې تابع شي په خپلوکې سره وران شي دوی دغه وخت په ظاهره خو سراه خپه وي اوکوښښ کوي، چې یوبل سره هېر کړي خو دوی نه شي

ځکه،چې دوی یووخت یوروح او دوه جسمونه ول دغه وخت ددوی روحونه په یوبل کې سره اوبه شوي وي ،ددوی چې بله چاره نه وي نودخپلې ناپوهۍ نه پرځان سختې تېروي خویوبل ته سره ځانونه کم نه راولي یو وایی چې هغه دې راشي له مانه دې بښنه وغواړي او بل وایی چې ناهغه دې راشي په داسې حال کې، چې دمینې او دخلوص غوښتنه ده، چې لومړی خو باید مینان دخپګان پړاو ته ځانونه سره ونه رسوي بایدله ځینوشیانو نه هغه او له ځینوشیانونه دی ورتېرشي ترڅو په ښه توګه له مینې نه خوند واخلي.

ماته مې دیوه مین ملګري کیسه راپه زړه شوه هغه له خپلې مینې سره ډېره زیاته سپېځلې، اورنۍ او رښتنې مینه لري زه بیا له دواړو سره اړیکه لرم کله کله چې سره خپه شي نو ترمنځ یې ځینې وخت چې ورباندې خبرشم روغه جوړه یی هم کوم یوه ورځ داسې و، چې زه او دی په یوځي کې دګپ په پلمه پاتې شو نو دغه وخت مې ملګري ته پرلپسې مسکالونه راتلل دبه نه ځوابه ول نه یې غوښتل چې خبرې ورسره وکړي ځکه دته دغه وخت مناسب نه ښکارېده دغوښتل چې دشپې په ورستیوشیبوکې ورسره اړیکه ټینګه کړي خوار یی چې ډېرپه تنګ کړنو له خونې ووت ماته یی ځان چېلی چیلی کړ،چې څنګه چل وکړم ماهم ورته وویل، چې ورشه حال سره وکړئ دلږ ځنډ ورسته مې له مبایله چغې پورته شوې ګورم چې د ورندار ټلېفون مې دی نو په ړزه کې مې ټکه شو، چې بیایی لکه سې سره خوړلي دي نو مایی موبایل ته ځواب ورنه کړ په همدا وخت مې ملګری هم خونې ته راننه وت رنګ یی الوتی او ساړه ساړه اسویلي اوباسي زماترڅنګ کېناست زه خو ورباندې پوی شوم، چې شی خو ډېربدپه غوصه کې دی زماموبایل چې دمیزپرسرپورت و، راویخست ویی کوت چې هغې خو ماته هم ټلیفون کړی دی بیا مې ملګري یو او ږد سوړ اسویلی ویست نو دغه وخت دی په دومره شدیده غوصه کې دی چې هېڅ اټکل یی نه شم کولی زه ورنه ځینې وخت پوښتنه هم وکړم، چې یاره هغه شی داسې وی او دابه داسې شي ددله زړه نه خو یوخدای (ج)خبردی ماخو غوښتل چې ددپام په بله کړم نونه پوهیږم چې په دبه دغه وخت زماخبرې څومره بدې لږیدې خو زه هم چې ډېرورباندې ګران یم نو زمادخوشحالۍ لپاره به یی وویل ښاښا ډېرعلي نور زه پوی شوم نورمې زړه په سینه کې راتنګ شوی و ورته مې وویل : وروره سه چل خیر خودی کنه دبه راته وویل خیرڅلي دي پیره خپله پوښتنه مې چې څووارې تکرار کړه راته یی ویل : مړه سه وزه وزړه کېږې ځینې خبرې داسې وي چې سړی یی چاته نه کوي ماته دې خبرې سخت زور راکړ چې خوار شې ته خوزما ورور یی زماخوله تانه هېڅ شی پټ نه دي زه دې خبرې نور هم ورخطاکړم ماویل چې دا څه پېښه شوې ده دا به څه کیږي نوملګری خو دملګري په خپګان خپه کیږي نو په دغه وخت کې له دنه زما فشار لوړ وخت

نور چې دی هم پوی شوچې خپه کیږم نو یی راته وویل ته ټلیفون ورته وکړه له هغې نه پوښتنه وکړه ماورته وویل ګوره ته یی راته ووایه په هغې یی ولې راته وایی هلک نور په غوصه شو هغه دشینوارو خبره راته یی کړه : بس ډیرغږیږه مه چې زه درته څه وایم هغه سې وکړه هغې ته ټلیفون وکړه هغه

به دې پوی کړي ماهم دده خبره ومنله .

له هغې نه مې وپوښتل چې څه پېښه ده هغې خوارې راته په ژړا ژړا کې وویل : چې ده راته دا سې داسې وویل دا له ماسره رښتنې مینه نه کوي ماته یې داهم وویل چې زه ستا او ستادمینې قابل نه یم ماله ډېرونجونوسره مینه کړې او ډېرنخرې مې ورسره کړي دي خیر دی ده ته ووایه چې پروا نه کوي ته راسره ددروغومینه کوه او یایی مه کوه زه خو درسره رښتنې مینه لرم زه درسره دزړه له کومې مینه کوم اوکړې مې ده اودژوند ترپایه به درسره همدډول مینه کوم.

ده ته مې وویل وهلکه تاته څه ضرورت چې داسې خبرې دې ورته کولې دراته وویل یاره که رښتیادرته ووایم زما ورسره ډېره پاکه او رښتنې مینه ده ماله ځان سره پرېکړه وکړه چې دژوند په اوږ دوکې رانه کومه تېروتنه شوې ده چې بل څو ک یی ورته سباوایی او هغه وخت دا مخ راته راوړوي چې ولې دې دا کیسې رانه پټې ساتلې وې نو هغه وخت به بیا ورته بې ځوابه وم نو بهتره مې وبلله چې له هرڅه نه یی مخکې له مخکې نه خبره کړم.

نو ده خوار خوداهرڅه له ښه نیته کړي و خو مقابل لوري ورنه غلط برداش اخیستی و ددوی په کیسه مې چې ښه سرخلاص شو دخپل ملګري په حال هم خنداراتله او هم ژړا خنداپه دې راتله چې وګرانه تاته داسې نکیرمنکرراغلي و، چې تاورته داسې سپينې سپینې کولې خو لکه مخکې مې چې وویل دا هرڅه ده له ښه نیته کړي و او ژړا په دې راتله چې اوس به په ده او هغې باندې شپه څنګه سباکیږي دواړو ته مې اندیښنه وه موبایل کې مې چارج هم نه و بس له یوبل چانه مې بیټرۍ راو خسته مسج مې ورته ولیکه چې ګوره هغه دهرڅه له ښه نیته کړي ستاورباندې سرنه دی خلاص شوی ته باید همدا اوس ټلیفون ورته وکړې که نا زه به درنه خفه شم فورآ دې راته په ځواب کې ولیکل( زه له پردوخلکوسره خبرې نه کوم تاسې ته ښه شپه ورور جانه )

مسج مې ولوست له ځان سره مې وویل چې دا به سه کیږي ټلیفون مې ورته وکړ چې کیسه داسې نه داسې ده له هغې نه وروسته بیادواړ و سره اړیکه کړې وه او یوبل ته یی قناعت سره وکړی و.

نو پردې اساس نجونې ډېرې حساسې، نرم دله او کمزوره وي په وړو وړو خبروباندې ډېرژر خپه کېږي ددوی غوښتنه وي، چې له دوسره دې مینه او په مینه چلندوشي او ددوی ناز او نخرې بایدواخستل شي همدا ددوی له خپل مین څخه دمینتوب پروخت اساسه غوښتنه وي.

ډېری مینان دخپلو مینو دغه ډول غوښتنې تریوه حده پرځای کوي خو بس انسان دی بیایی هم په یوڅه ناڅه خبره سروارنه شي په دې کې اکثره نجونې ژر خپه کیږي ځکه، چې نجونې ډېرې کم حوسلې او بې زړه وي نو دوی له یوې وړې ستونزې ته په ذهن کې ځای ورکوي او په کم وخت کې ورنه یوه غټه ستونزه جوړه کړي چې بیادحل لار له دواړو نه ورکه وي، په داسې حال کې، چې غلطي به له نجلۍ نه شوي وي خو ښځه داسې شی دی چې خپله تېروتنه نه مني په هرڅه کې خپل خاوند یاملګری ملامت بولي دا هم دنجونودناز او دنخورو یو ډول دی

په دې هکله سترفیسوف ننګیالی دزمانې خوشال بابا څه ښه ویلي:

نه یې ملک، نه یې لښکر، نه يې ګنجونه

ترخانانو دماغي دي ښکلې نجونه

په یاد ولرئ په مینه کې جنګونه او خپګان په حقیقت کې دا دمینې دلیل وي نوپه دغه سې یوحساس وخت کې باید له یوبل نه بښنه وغښتل شي او وبښل شي که داسې ونه شي اړیکه مو سره غوڅیږي.

کله چې له تاسې خپله معشوقه خپه شي نوکوښښ وکړئ، چې ژرترژره یی پخلاکړئ ځکه، چې خپګان د یوناروغۍ په څېرده باید پروخت یی درملنه ونه شي.