مورنۍ ژبه د هویتونو مور ده:حليم فدايې
د مورنۍ ژبي لپاره ګڼ مترادفات په ګڼو ادبیاتو، کلتورونو او هېوادونو کې کارول کېږي. ځیني یې په لاندې ډول دي: مورنۍ ژبه (Mother Tongue)، اوله ژبه (First Language)، فطري یا طبیعي ژبه (Native Language) ، کورنۍ ژبه (Home Language)، د چاپیریال ژبه (Environment Language)، ا صلی ژبه (Original Language)، د زانګو ژبه (Cradle Language ) او د اکثریت ژبه (Majority Language). په افغانستان کې ورته مورنۍ ژبه او اوله ژبه هم وايي. د عالمانو ترمنځ ددې په تعریف کې هم توپیرونه شته. د ځینو له نظره مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې یوه کس له پیدایښت څخه زده او دهېواد د اکثریت وګړو ژبه وي.
په ځینو هېوادونو کې مورنۍ ژبه په یوه ایتنیکی (نژادي) ګروپ پوري ځانګړې کوي. کله نا کله شاید مورنۍ ژبي له یوې ژبي څخه زیاتي وي. کله چې مور او پلار په دوو مختلفو ژبو خبري کوي، ددوی دواړو ژبو ته هم مورنۍ ژبه ویل کېدای شي.
مورنۍ ژبه د اسلام، اساسي قانون، نړیوالو میثاقونو، دښووني او روزني او ټولنیزو علومو له نظره مهمه او د وګړو د فردي، ټولنیز، سیاسي او تعلیمي ژوند په وده کې ځانګړی مقام لري. الله جل جلاله په سورت ابراهیم کې فرمايي ((و ما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه لیبین لهم)). مفهوم یی دادی چې موږ هر پیغمبر د هغه د قوم په ژبه استولی دی، ددې لپاره چې هغوی ته د الله تعالی دین په څرګند او واضحه توګه بیان کړي. په دي ایت شریف کې د (رسول) کلمه اسم نکره ده. یعني هر پیغمبر. دوهمه، (بلسان قومه)، د هغه پیغمبر د قوم ژبه، او دریم (لیبین لهم). دوي ته یې څرګند او واضحه بیان کړي. له دغه آیت شریف څخه څرګندېږي چې له خپلې (مورنۍ) ژبې پرته انسان نشي کولاي مفاهیم، پیغامونه او حتی دعوت په سمه توګه بیان کړي او ولس په سمه بڼه و پوهوي. که چیري په مورنۍ ژبه څوک حاکمیت ونلري، نو د هغو وګړو په وړاندې چې دده مخاطبین دی، د نوموړي شخصیت او هویت هم تر پوښتنې لاندي راځي او دده سمه پیروي شاید ونکړي او نه یي د خپل مشر او رهبر په توګه ومني. ځکه د رهبر او یوه ارګان تر ټولو مهمه ځانګړتیا ((موثره مفاهمه او ارتباطات دي)). په مدیریت کې مفاهمې او ارتباطاتو ته ((Blood of Organization)) یا د ارګان وینه وايي.
همدا وجه ده چې قرآن کریم په عربي ژبه او محمد صلی الله علیه وسلم هم عربي او هم قریشی وو. تورات او زبور په عبراني ژبه، انجیل او د ابراهیم علیه السلام صحیفی په سریاني ژبې خپل قوم ته نازلې شویدي. تاسو یوه ټکي ته ځېر شي چې د اسلام دین د ټول عالم لپاره استول شویدی، په داسې حال کې چې عربي ژبه د ټول عالم ژبه نه ده، اما د اسلام دین نړیوال دی، د پیغمبر (رهبر) ژبه عربي وه، نو ځکه په ټولو خلکو لازمه ده چې په عربي ژبه قرآن تلاوت، لمونځ، خطبي، نور عبادتونه او دعا ګانې تر سره کړي. په همدي خاطر زه وايم چې د یوې ټولني د اصلي وګړو چې کومه ژبه وي، ولو که په هغه سییمه کې نورې ژبې هم موجودې وي، هلته ضروري ده د ټول هیواد ژبه هماغه د اکثریت ژبه وي. البته د نورو لږکیو ژبو وده، د هغوي د پراختیا لپاره زمینه برابرول د دولت دنده ده او هغه ژبې باید ورکې یا تتي نشي.
د ولسواکۍ له نظره هم مورنۍ ژبه اړینه ده. په ۱۹۴۸ میلادي کال کې محمد علی جناح چي د پاکستان ګورنر جنرال وو، د مارچ په ۲۱ مه یی اردو د پاکستان یوازیني رسمي ژبه اعلان کړه، په داسې حال کې چې د مشرقی پاکستان (اوسني بنګلادیش) د اکثریت ژبه بنګالي وه او قاید اعظم د مغربي او مشرقي پاکستان ۷،۰۵ سلنه وګړو ژبه د رسمې ژبې په توګه اعلان کړه او بالاخره بنګالیانو ګڼې مظاهري وکړي، په نتیجه کې پاکستان په مظاهره چیانو چې په کې د ډاکې د پوهنتون زده کوونکې هم شامل وو، د وسلو خولې ور وګرځولې او تقریبا تر شل زرو زیات وګړي یې ووژل.
د بنګالیانو سره د همدغه انساني حق او د ژبو د خوندیتوب په موخه د فرورۍ ۲۱ نېټه د یونیسکو له خوا د مور د نړیوالې ژبې په توګه اعلان او دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۷ نوامبر ۱۹۹۹ کې رسما د نړیوالې ورځې په توګه ومنله. ځکه چې د ولسواکۍ یوه ځانګړتیا تنوع (Diversity) دی او د ژبې او کلتور د خوندیتوب او ودې په موخه دا ورځ اوس نړیوال ملاتړ لري. د افغانستان په اساسي قانون کې هم د مورنۍ ژبي اهمیت او پر هغې د ښووني او روزني لپاره د زمینو برابرول د دولت دنده بلل شویده.
ځکه چې مورنۍ ژبه د ماشوم د شخصی، ټولنیز، کلتوري او ملي هویت برخه ده. مورنۍ ژبه د ماشوم د ذهنی، اخلاقي، فزیکي او علمي اړخونو د ودي لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده. مورنۍ ژبه یو مضمون نه دی، ځکه په بل هر مضمون کي کمزوري په هماغه مضمون کي کمزوري ده، اما په مورنۍ ژبه کې کمزوري د فکر، عواطفو، احساساتو، عقیدي، هویت، ملی تشخص او وینا د کمزوري په مانا ده. هغه هېواد چې بې ژبې وي، هغه یو ګونګ هیواد دي. البته هویت (Identity) ګن ډولونه لري لکه ملي هویت (National Identity)، شخصي هویت (Personal Identify)، قومي هویت (Tribal Identity)، کلتوري هویت (Cultural Identity)، سیاسي هویت (Political Identity)، دیپلوماتیک هویت (Diplomatic Identity)، جغرافیايي هویت (Geographic Identity)، ټولنیز هویت (Social Identity) او اقتصادي هویت (Economic Identity )، مذهبی هویت (Religious Identity)، نژادي هویت (Ethnic Identity)، سیمه اییز هویت (Regional Identity)، ژبه او کلتور هم بیل او هم ددغو ټولو هویتونو نه بېلېدونکې برخه ده، بلکې ویلای شو د ټولو هویتونو مور ده.
البته دوهمه ژبه، رسمي ژبي او ملي ژبي ددي متقابلي او په ځینو حالاتو کي مورنۍ ژبه هم ملي وي او هم رسمي وي. په اسلام کې ددوهمې ژبې زده کولو سپارښتنه هم شویده. رسول الله صلی الله علیه وسلم زید بن ثابت ته لارښوونه وکړه چې هغه عبراني ژبه زده کړي.
د افغانستان په اساسي قانون کې پښتو او دري ددغه هیواد رسمي ژبې دي. په قانون کې د کلماتو مخکې والی او وروسته والی په دې مانا ده چې هماغه ترتیب باید د ژبو په استعمال او وده کې هم په نظر کې ونیول شوي. متاسفانه په افغانستان کې مورنۍ ژبه (پښتو) سره له دې د اکثریت ژبه ده، په قانون کې لومړي ذکر ده، نړیوالو میثاقونو دا حق ورکړیدی، اما تر ټولو ژبو محرومه او مظلومه ژبه ده. ددې په مظلومیت ساتلو کې هم حکومتونو او هم خپله ولسونو ناغېړي کړېده. په داسې حالت کې چې د چا قوم او ژبه مظلومه وي، هلته دولس او دولت توجه را اړول د هر افغان دیني او ملي مکلفیت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((له خپل قوم څخه په داسې حالت کې دفاع کول چې انسان ګناه کار نشي، روا عمل دی)). یعني د خپل مظلوم قوم او مظلومې ژبې دفاع په داسې حالت کې چې له نورو قومونو سره ظلم و نشي او هغوي ته د تعصب او نفرت په سترګه ونه کتل شي، د انسان اسلامي، انساني او بشري حق دی. په اصل کې د جهاد مفهوم هم له ځانه مشروع دفاع ده.
د ناټو، سفارتونو او بهرنیو نړیوالو موسسو ډیری ژباړوونکې په پښتو ژبه نه پوهېږي. ما داسې ډېر ریپورټونه اورېدلي دی، چې د متهمینو او بندیانو اعترافات به یو ډول ول، اما ژباړل شوي به په بله بڼه ول. همدارنګه د قاضي پر وړاندې د متهم یو حق دادی چې پوښتنې د هغه په مورنۍ ژبه او یا هغه ژبه چې بشپړ تسلط ورباندې لري وشي، اما بدبختانه، ډیری متهمینو او بندیانو ته دا زمینه نه ده برابره شوي. زما لپاره په یوه غونډه کې چې د میدان وردګ د عامې روغتیا ځیني مسوولینو په کې ګډون درلود، یوه ډاکټر امریکایانو ته په پښتو ژبه وویل: ((موږ داسې وسایلو او روزنو ته اړتیا لرو چې مریضان په مسلکې ډول تداوي کړای شي))، ژباړن چې په پښتو سم نه پوهېده، دا جمله یی داسې و ژباړله. ((موږ داسې وسایلو او روزنو ته اړتیا لرو چې مریضان په مسلکې ډول تهدید کړای شي)). بالاخره ما مداخله وکړه، او د نوموړي ژباړه مي ورسمه کړه. نوموړي د تداوي (Treat) ژباړه (Threaten) یعني تهدید وکړه.
د محاکمو ټول حقوقي او جزايي پرېکړي، قبالې، ددوسیو څېړنه، استعلامونه او د متهم دوسیه د نوموړې په مورنۍ ژبه نه لیکل کېږي، چې دا په خپله د عدالت او د متهم دحق تلفي ده.
د ولسواکۍ د تحقق، د بشري حقونو ددرناوي، د اسلام د مبین دین احکامو او د افغانستان د اساسي قانون د رعایت او تطبیق لپاره زه لاندې سپارښتني لرم:
1. د ټولو تجارانو، سوداګرو او صنعتکارانو څخه هیله کېږي، چې د خپلو دکانونو لوحې په خپله مورنی ژبي کړي. هڅه وکړي چې د خپلو تولیداتو او صنایعو لپاره بروشورونه او له هغوی څخه د استعمال لارښوونې او تبلیغات په مورنۍ ژبه کړي.
2. د اساسي قانون مطابق پښتو او دري دواړه رسمي ژبي دی او کم ترکمه یوه کمېټه د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا او بله د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې په تشکیلاتو کې په رسمي ډول جوړه او ټول اسناد په دواړو ژبو ولیکي او مرکزی او محلي اداراتو ته په عادلانه ډول استول یقیني کړي. په لومړی ځل د د وزیرانو د شورا مصوبې د په دواړو رسمي ژبو ولیکل شي، له یوې ژبي بلي ته و نه ژباړل شي، بلکې له اساسه په مورنۍ ژبه پیل شي.
3. د ټولو دولتي دوایرو ثابتي فورمې، کتابونه، قوانین، طرزالعملونه کم ترکمه په دواړو رسمي ژبو ترتیب او چاپ شي.
4. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په آزموینه کي دا شرط لازمي کړي چې یو دولتي مامور باید په دواړو ژبو پوهه وي او که دا نه وي، نو نوموړي ته د هغې ژبي چې ورباندي نه پوهېږي کورس دایر کړي او په زده کړه یي مکلف کړي او بالاخره دشپږ میاشتني او کالنۍ آزمویني پروخت چي د والیانو او وزیرانو له خوا په ګډه کېږي او یا د بل مسوول آمر له خوا دا نیمګرتیا ددوي پر اجرااتو کي محاسبه کړي.
5. د دولتي پوهنتونو ټول درسي کتابونه او نوټونه په دواړو ژبو چاپ کړای شي. د لوړو زده کړو وزارت ددې لپاره په خپل کلنۍ پلان کې بودجه ځانګړي کړي او یا یی د پروژې په بڼه نورو متخصیصنو ته ورکړي چي د خپلې ژبې پوهان یې تهیه و ترتیب کړي. ولسي جرګه دا یقیني کړي چې د پوهنتونونو ټول کتابونه او نوټونه په دواړو ژبو موجودیت لري او په مساویانه او عادلانه ډول ټولو پوهنتونو ته واستول شي.
6. د پوهني وزارت د تالیف او ترجمي او تعلیمي نصاب له دولتي متخصصینو سره سره د غیر دولتي کارپوهه کسانو ډله هم وګمارل شي.
7. د پښتو ژبي ټول هغه کتابونه چې د علومو اکادمي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت په اړونده ادارو کې ناچاپه پاته دي، په عاجله توګه چاپ او په خپله کالنۍ بودجه کې یې ونیسي.
8. ولسي جرګه، مدني ټولنه او د ځوانانو ټولنې د ټولو وزارتونو ویبپاڼي، مکاتیب، مراسلات او ریپورټونه و ارزوي او ولس ته خپل بې طرفه تحلیلي ګذارش ورکړي.
9. د بهرنیو چارو وزارت ټول سفارتونه په ځانګړې ډول فرهنګې آتشې او ددوي خپرونې او ویبپاڼې وارزول شي او د انساني حقوقو د متقابل احترام او ودې پر بنسټ که له هرې ژبې سره ظلم شوی وی، هغه سم او عدالت تامین کړي.
10. د پورته ټولو وړاندیزونو د تطبیق لپاره د هېواد په کچه دمختلفو سطوحو رهبران او مشران سیاسې پرېکړه وکړي، سیاسي اراده جوړه کړي او د تطبیق لپاره یو غښتلي، مسلکي او متخصص مدیریتي ټیم جوړ او دا کار له ټولو سیاسي ملوحوظاتو پورته د اهلیت او مسلک پر بنسټ عملي کړي. دا یوه مسلکي او حقوقي موضوع ده، د سیاسي معاملو قرباني نشي.
11. ستره محکمه او لویه څارنوالۍ د ثابتي فورمي او قباله جات او نور اسناد لکه څنګه چې د وګړو حق دی، هڅه وشي کم تر کمه په رسمي ژبو شي ترڅو په ناآګاهانه توګه عدالت زیانمن نشي.
له ټولو سوچه افغاني سیاسي ډلو، مدني ټولنې او اپوزیسیون هیله لرم چې هر څوک د افغانستان په جغرافیايي محدوده کې ژوند کوي، ستر شوي وي، له هوا او فضا څخه یې ګټه پورته کوي، د افغانستان تابعیت لري او دلته د سیاسي واک لپاره هلې ځلې خپل حق ګڼي، دغه مظلوم قوم او مظلومې ژبې ته نجات ورکړي، ملي یووالی ټینګ او سیاسیون له ټولو پولو پورته د افغانستان د سیاست کعبه سمه کړي. ځکه د یوه لوی اکثریت چې تر ۸۰ میلیونه یې نفوس اوړي، هم په بر او هم په لر کې په خپل ټاټوبې کې ځان ورته پردی ښکاري، کلتور یې مسخ کېږي او سره له دې چې ولسواکۍ او ټاکنې هم وجود لري، اما بیا هم د مظلومیت چیغې وهي. زما وېره داده چې دا چیغې به بالاخره به یوه فزیکي عکس العمل بدلې شي او بیا به اوبه له ورخه تېروي. نه اکثریت او نه اقلیت باید د بلې ژبې په زوال کې خپل عروج ونه لټوي، ځکه دا هرڅه سرچپه کېدای شي او بیا به هیڅوک مصوون نه وي.
په پای کې زما له نظره د مزبوت ملي پراخ بنسټه او پراخ فکره سیاسي حاکم او اپوزیسیون حزب چې د فکر په محور جوړ شوی وي، نشتوالی او د فکرونو او ارمانونو د تطبیق لپاره د قوي مدیریتي ټیم نشتوالی یا کمزوري یې بنسټیزې ستونزې دی. داسی یو حزب او مدیریتي ټیم چې له ټولو قومي، ژبني، سمتي، ایدیالوژیکي پولو پورته په ملي او اسلامي محور را ټولې او هیڅوک که اقلیت دی او یا اکثریت د محرومیت احساس ونکړي. که چېري موږ دغه هدف ته ورسېدلو بیا به د جګړې ټغر له دغه هېواد ټول او ټول به د ملي یووالي په غولې ناست یو او بهرنیان به هم دا توانایی له لاسه ورکړي چې له دغو تنګو منفذونو او سوړو څخه زموږ ځینو هېوادوالو ته د بې اتفاقي سترګګ ووهي.
ليکوال:محمد حليم فدايې