بسم الله الرحمن الرحیم
موږ په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو
په مورنۍ ژبه د زده کړې د ارزښت په اړه غونډه چې د نن ځوانانو د مدني ټولنې په نوښت او د ژوندون ټلویزیون په کوربه توب جوړه شوې وه ، د ځوان ځواک ملي خوځښت سربیره پکې د دیارلسو بیلابیلو مدني ټولنو استازو ، د ولسي جرګې غړیو ، قومي مشرانو ، ځوانانو او د پوهنتون محصلینو ګډون کړی ؤ . په یاده غونډه په مورنۍ ژبه د زده کړې په ارزښت هر اړخیزې خبرې وشوې . مورنۍ ژبه د هر انسان اساسي حق وګڼل شو او د دې حق غوښتنه وشوه .
د غونډې پرانیستونکې وینا د نن ځوانانو مدني ټولنې مشر ډاکټر فیض محمد ( ځلاند ) وکړه ، نوموړي وویل : په مورنۍ ژبه زده کړې څخه په قرآن کریم کې یادونه شوېده ، د افغانستان د اساسي قانون په 43 مه ماده کې په مورنۍ ژبه زده کړې د هر افغان حق ګڼل شوی دی . ډاکټر ځلاند دغه راز د ارواپوهنې له مخې هم په مورنۍ ژبه د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل : که یو ماشوم په خپله مورنۍ ژبه له زده کړې څخه محرومیږي ، درک او شخصیت یې تر اغیز لاندې راځي ، په خپل چاپیریال کې ځان پردی احساسوي او له خپل کلتور څخه لیرې کیږي . د غونډې دوهم ویناوال پوهاند اسمعیل (یون) ؤ . ده وویل کله چې پښتون په خپله ژبه د زده کړې حق غواړي ، یا په دولتي ادارو کې په پښتو ژبه لیکل کوي ، د متعصب ټاپه پرې لګول کیږي . یون زیاته کړه ، د پښتو ژبې ستر مخالفین پخپله پښتانه او پښتانه چارواکې دي ، چې په سیاسي بهیر کې د پښتنو استازیتوب کوي . یون په هیواد کې د پښتو ژبې او پښتنو د مخالفینو په هکله وویل چې بهرنیو مغرضو کړیو او د سیمې هیوادونو ته د پښتنو د ځپلو زمینه برابروي .
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ( ایوبي ) په مورنۍ ژبه زده کړې یواځې د ماشومانو حق نه بلکه د دوي د میندو هیلې وبللې ، ترڅو اولادونه یې په خپله ژبه زده کړې وکړي . ایوبي زیاته کړه ، په تیرو څو کلونو کې پښتانه په دې نه دي توانیدلي ، چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره یو زړه سواند او محبوب مشر ولري ، ده دغه راز زیاته کړه چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره باید عملي هڅې او مبارزه وشي . د غونډې بل ویناوال د میدان وردګو پخوانی والي حلیم ( فدایي ) ؤ . نوموړي وویل : هر قوم ته پیغمبر د هماغه قوم په ژبه لیږل شوی ، دغه راز زبور او تورات په عبراني ، صحیفې په سریاني او قرآن کریم په فصیحه عربي ژبه رالیږل شویدي . فدایي زیاته کړه چې په خپله ژبه کې د مفاهیمو ادراک سم کیداې شي . او په مورنۍ ژبه کې کمزوري د فکر ، عواطفو ، احساساتو او وینا د فلج کولو په معنی ده .
په یاده غونډه کې د لوګر د ولایتي شورا رئیس ډاکټر عبدلولي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې پښتانه د تیلو او پطرولو پشان سوځول کیږي او له رڼا یې پردي ګټه اخلي .
د ځوان ځواک ملي خوځښت مشر محمدانور ( اتل ) هم په مورنۍ ژبه زده کړه د هر افغان په ځانګړې توګه د هر پښتون حق وباله . نوموړي له حکومت څخه هرچاته د دوي په ژبه د زده کړې د زمینې د مساعدولو غوښتنه وکړه ، اتل دغه راز زیاته کړه چې پښتانه په تیرو دریو پیړیو حاکمیت کې محکوم او له خپلو حقونو څخه محروم پاتې شویدي . د غونډې نورو ویناوالو هم په خپل وار ارزښتناکې ویناوې واورولې ، غونډه د مازدیګر مهال د پریکړه لیک په اورولو سره پاې ته ورسیده .
په درنښت
منصور احمد ( نیکمل )
21/11/1391 کابل – افغانستان