غزل
ستا ښکلاپه زیاتیدوده خونظرزما کمیږي
عجیبه غوندې مقام دی دسفرلارې بیلیږي
له کوکارودتڼاکوډکه لپه مې نیولې
دعاګانوته مې خدایه پکې ځای نه پیداکیږي
ژوند،ده زدکړه دکرکیلې ددماغ په کرونده کې
دتقدیرحاصل دقکرله تخمونوزرغونیږی
څه جذبوده سربداله څه مې روږدې غیږ کې نه ده
لکه نوې نیول شوې مرغکۍ داسې رپيږي
غمجن زړه ته ورکومه ټوله شپه درمل داوښکو
په ژړايې غم نشه شي سحربیرته راپاڅیږي
ته له زوردزورورونه خبرنه يې (حسنه)
معناګانې له لفظونوهم په زوره لوټل کیږي
ډاکترحسن