غزل
په سفر یو لکه باد نه پاته کېږو
د ښایسته خلکو په یاد نه پاته کېږو
د ګوډۍ غوندې د عشق په تار الوځو
که له تا شولو ازاد نه پاته کېږو
د مخ لمر ته دې کرل غوندي ویلېږو
ښکاري دغسې جماد نه پاتې کېږو
نور په شونډو ستا د شونډو چلم نږدو
تر اخیره یې معتاد نه پاتې کېږو
ډګر نه پرېږدو فساد ته موږ که څه هم
چې ملګري د فساد نه پاته کېږو
ایره کېږو، پر ویاړلي هویت مو
د پردو د سون مواد نه پاته کېږو
موږ سرونه په ځواني خورو، چې د کار یو
تېرېدو ته تر میعاد نه پاته کېږو