په خپله مورنۍ ژبه پښتو زده کړې غواړو!

فريد احمد تسکين

فرید احمد تسکین

د طالبانو له حکومت وروسته د ديني زده ترڅنګ عصري زده کړو هم ښه وده وکړه، دنړيوالې ټولنې په مرسته د ښوونې وزارت لخوا د هيواد په ځينو سيمو کې د نجونو او هکانو لپاره بېلابېل ښوونځي او مرکزونه پرانيستل شول.

د دې شعار په ليدو به ډېر خوښ وم (راځئ چې سبق ووايو) کلونه تيريدل د نورو پرمختيايي کارونو ترڅنګ پوهنې هم ښه وده وکړه،له کله نه چې د موقتې ادارې بنسټ کيښودل شو او ولس مشر حامد کرزی د دې ادارې مشر وټاکل شو؛نو شمالي ټلوالې او همدا ډول نورو قومونو خپل کسان دولس مشر حامد کرزي سره يو ځای د موقتې ادارې په حکومت کې ننه ايستل او ترې خپلو خلکو ته د کار کولو ژمنې يې ترې واخیستې پښتون ولس خو هسې هم ويل چې زموږ مشر پښتون دی او پخپله خوښه به پښتانه له ځانه سره ونيسي؛خو خبر نه وو،چې دوی به پريږدي اود خپلو شخصي ګټو لپاره به له مفسدو کړيو سره يوځای کيږي او د دوئ پرسر به لکه د فوټبال لوبه کوي.

همداسې شول د نورو وزارتونو ترڅنګ ښوونې وزارت چې اوسمهال يې پوهنې وزارت بولي د يونس قانوي په نوم يې وزير پيدا کړ د قانوني نه راپيل تر حنيف اتمر پورې د پوهنې په نوم ډېر کارونه وشول یونس قانوني خو له خپلو خلکو سره د ژمنې کولو زيات نور ډېر کارونه هم وکړل او د خپلو خلکو اتفاق او زور يې و چې پوړۍ په پوړۍ د افغانستان په حکومت کې مخ پر وړاندې روان و،چې اوس هم د خپلو خلکو په زړونو کې ځای لري.

حنيف اتمر خدای ج شته د هغه وخت د کموامکاناتو په درلودو سره بياهم وکولای شول نه يوازې د خپل پښتون ولس لپاره بلکې د نورو قومونو لپاره يې هم ښه خدمت وکړای شو، په هماغه وخت کې د افغان کلتوري ټولنې د ګډې جرګې په نوم يو مرکز هم جوړ شو چې ګڼو پښتون ميشتو ليکوالو او روڼ اندو د مورنۍ ژبې د زده کړې د حق چيغه پورته کړه په هماغه وخت کې د ښوونې وزير ښاغلي حنيف اتمر له دوی سره د هر راز مرستو وعدې وکړې او ان تر دې چې د مورنۍ ژبې د زده کړې په غونډو کې يې هم ورسره ګډون کاوه.

د وخت په تيريدو داسې خلک د افغانستان په حکومت کې ځای پرځای شول چې د پښتو،اسلام او ګڼو نوروپه نومونو يې ګټې وکړې او د خدای ج او د خپلو دندو د مکلفيتونوپه توګه يې يو ګام هم نه دی ايښی.

فاروق وردګ صيب به د پوهنې په برخه کې کارونه کړي وي،خو د اوس وخت په ډېرو امکاناتو په درلودو سره يې دومره کار نه دی کړی لکه حنيف اتمرچې د خپلې دورې په کمو امکاناتو ډېر څه کړي وو.

د دې ښاغلي په شتون کې د پکتيا په ګڼو لرو او پرتو ولسواليو کې پښتانه زده کوونکي بياهم په سړو او ګرمو سيمو کې پرته له کومې ودانۍ زده کړې کوي.

که په پکتيا کې دا ستونزه ډېره ده خو د ننګر هار په ځينو ولسواليو کې هم دا ډول ستونزې د هيرولو نه دي.

که د خپل ټاټوبي ميدان وردګو په ولايت کې د جنګ او جګړې له امله د دوئ ښوونځي تړل شوي نو د پکتيکا غريب ولايت هم بايد له ياده و نه باسل شي.

که په مزار کې پښتانه د مورنۍ ژبې له زده کړې بې برخې دي خو کابل او همدا ډول نور ولايتونه هم له داسې ستونزوسره مخ دي.

که څه هم په مزار کې ځينو با احساسه پښتنو د مورنۍ ژبې د حق لپاره مبارزه کړې خو لکه څرنګه چې لازمه ده هماغسې کار نه دی ورته شوی.

هر کال چې د ولسي جرګې لخوا د وزارتونو د بوديجې خبره را پورته کيږي نو ښوونې او روزنې وزارت هم خپله بوديجه څنګه چې د سيمو ورته اړتيا ده نه ده لګولې.

يوه يادونه چې بايد وشي هغه دا چې دافغان کلتوري ټولنې د ګډې جرګې ځينو غړو او د مورنۍ ژبې تش په نوم نارو وهونکو پښتنو دخپل حق ناره تر دې ورسوله چې د و زير صيب د مشاورينو ځای يې خپل کړ.

اوس هماغه فعالين چې د مورنۍ ژبې د زده کړې د حق چيغې يې وهلې په غوړو ډوډيو خوړلو بوخت دي او اوس دې ته نه دي خلاص چې زما د خوار پښتون بچي د حق غوښتنې نارې واوري.

زه له ټول پښتون ولس هيله او غوښتنه کوم چې راځئ نور د لټۍ او بې غورۍ له خوبه را ويښ شئ.

راځی د خپل حق د غوښتلو لپاره په ريښتيني او صداقت سره کار وکړو ترڅو د پښتنو په سر د ځينو لوبغاړو مخه ونيسو چې د در بدره پښتون ولس پر سر لوبې کوي.

راځئ نور په خپلو کې له کرکې او بدبينۍ نه تېر شو د يووالي بيرغ لاندې د خپل خواره واره اولس په راټولولو د ګران زخمي افغانستان په ټپونو د ملهم پټۍ ولګو او دلانديني شعار په ورکولو دخپل اولس لپاره د خدمت مټې را بډ وهو.

( له امو تر مارګلې د لوی افغانستان او په خپله مورنۍ ژبه پښتو د زه کړې غوښتونکي يو)