ډاکټر لمر
تاسو به وایی، چې زه اوس څه اپلتې ليکم، نه اپلتې نه دي، مګر د دغه مېرمنې شفيقه قارقين يوې ليکنې زه دې ته وهڅولم، چې دغه څو کرښې تورې کړم. ما يو ځلې لوستي ول، چې يو پوه ويلي: که غواړې د خپل دوست او دوښمن په اړه پياوړی نظر ورکړې، نو د هغوی ذهني حالت وڅېړه او د تفکر شاليد ته يې پام وکړه، ځکه د دغو پېښو په اړه پوهه تاسو ته د مبارزې يوه ښه اپورچونيتي (چلوتې) درکوي، نو ما هم د دغه مېرمنې څو کرښې ولوستې، چې پرته له اپلتو او سپکاوي مې هېڅ هم پکې ونه ليدل.
دغه مېرمنې به وروسته له خپلې دغه ليکنې حتمآ ډېرو ته احوال هم ورکړی وي، چې: لويه توره يې کړې ده! نو دغه مېرمنې د عقبګرا، قبيله ګرا او فاشيست په نامه پښتنو ته سپکې سپورې ليکلې دي او د افغانستان د واکمنو نوم يې له سدوزيو را نيولې تر امير المؤمنين ملا محمد عمره پورې يې په رنګونو او بنګونو ستايلي دي، چې ګواکې د افغانستان په قومونو يې خپله قبيلوي واکمني چلولې او د عبدالرحمان خان او آن امان الله خان واکمنۍ يې هم تر خپله برېده سپکې کړې دي، چې د دې په ګومان د شمال ځمکې يې غصب کړې دي او پښتانه يې د کوچي، ناقل او غاصب په نامه د شمال ولايتونو لوري ته لېږدولي دي، ښه ويل شوي: مرګ مېخواهي کندوز برو! خو دا ليا هم نه پوهېږي، چې د شمال ولايتونو ښاري ژوند همدغو پښتنو رامنځ ته کړی دی، ځکه چا تجارتي مرکزونه پکې جوړ کړل، چا هم درملتونونه او چا يې شاړې ځمکې ورته شنې کړې.
د مېرمن قارقين څېره د منګوليا وګړو ته ورته ده، خو دا ځان بيا د سيمې بومي خلکو کې شمېري. که ازبکه ده، نو د ازبکو اصلي ټاټوبي کې چې ازبکستان دی تر ۲۷ ميليونو خلک اوسېږي او د ۳ ميليونو شاوخوا کې ازبک بيا په افغانستان کې اوسي، چې د بلشويکانو له راتګ سره تر يو ميليون يې ليا د ۲۰ پېړۍ په پيل کې افغانستان ته رااوښتي ول، خو که هزاره وي، نو بيا خو د منطقوي مغولي جګړو پاتې شوني يې په مرکزي افغانستان کې مېشت شوي دي او داسې انګېرنه کېږي، چې د افغانستان ۹ سلنه نفوس هزاره دي، نو خپل اقليتي شاليد ته دې پام وکړي که نه نو د کوټې ورېځې به په افغانستان کې هم درباندې خپرې شي! تورکمن نه يادوم، ځکه تورکمنو هېڅکله افغاني ضد دريځ نه دی خپل کړی او د نورو ټبرونو سره د ورورولي ژوند کوي، نو نه پوهېږم، چې مېرمن قارقين ذهن په کومه قبيلوي بړبوکې کې لاهو دی.
ريښتيا د مېرمن قارقين په ليکنه کې د ۱۳۴۳ ليږديز کال د دلوې د ۲۳ نېټې يوې پېښې ته نغوته شوې ده، چې د دې په نظر ۶ تنه ازبک د سرپل ولايت د بوغاوي په سيمه کې د اسحاقزيو خانانو لخوا وژل شوي او بيا بزکشي پرې شوې ده. د دغه ليکنې په لوستلو مې ډېرې نورې پېښې سترګو ته ودرېدلې. په شمال کې د ملا قره لخوا تر سره شوې ډلوژنې، چې زياتره يې د سيمې پښتانه ول او ازبکو به ورته «پشتون غلجيي» ويل، خو په رټلو به يې خوشالي کوله، چې «اوغان غول ازينجه ګُم شوند». بيا مې د رسول پهلوان نخرې په ذهن کې تېرې شوې او د ۱۹۹۷ د مالک جان د دوو ورځو ډلوژنه مې هم په خاطر کې راغله او د جوره بېګ د انسانوژنې بړبوکۍ مې هم سترګو ته ودرېدله. په ۲۰۰۱ ميلادي کال د ليلا د دښتې، د بلخ د کانتېنرونو او د مزار د جنګي قلا قتل عام مې هم تر سترګو شو، په روزګان کې د شجاعي نخرو هم سرګردانه کړم او بيا مې د دغه آغلې قارقين د ۶ ازبکانو مړي هم تر سترګو تېر شول، چې دغه معلوملحالې ليکوالې يې په شاليد کې د پښتنو ټول قوم په سپکه ياد کړی دی.
د سرپل د بوغاوي پېښه په پښتني ضد برېښناپاڼو کې تل يادېږي، خو هېڅوک دا نه وايي، چې دغه پېښه ولې رامنځ ته شوې وه، ځکه فارسي کې يو متل دی، چې وايی: شمال نباشد شاخه شور نمېخورد! آغلې قارقين هم د مرحوم محمد اکبر خان اسحاقزي او ښاغلي کمال الدين خان اسحقزي نومونه د پېښې په اړه اخيستي دي، چې د دغه پېښې پړه يې پر هغوی پورې تړلې ده، خو دغه بدمرغه ليکواله نه پوهېږي، چې يوازې په سرپل کې تر دېرش زرو کورنۍ اسحاقزي اوسمهال هملته اوسېږي او ۲۰ زره کورنۍ يې له سيمې ايستل شوي او د هلمند او کندهار په برخو کې مهاجر دي، خو د جوزجان، فارياب، مزار شريف او نورو سيمو اسحاقزي به نه يادوم، مګر که دپښتنو نور خېل او خټک ورسره وشمېرل شي، بايد دغه آغلې پوه شي، چې د شمال ۴۵ سلنه نفوس اوس هم پښتانه دي او په ي، شمېر شمال ولايتونو کې غوڅ اکثريت هم دي، نو د فارسي خبره: با شاخ ګو سر ته جنګ نه تې که سوراخ مېشه! چې هم به ځان غرق کړې او هم د افغانستان ټول قومونه.
له ننه څو لسېزې مخکې ما د کمال الدين خان اسحاقزي يو کشری زوی په يو بهرني ملک کې ولېدلو، چې نوم يې سليمان وو، خو کورنی نوم يې اسحاقزی نه وو. سليمان په يوه پښه ګوډ وو. هغه مهال يې زما سره د زړه خواله وکړه، چې آيا په نننۍ روغتياپالنه کې به داسې امکانات وي، چې زما پښه راته تداوي کړي، چې اوږده يې کړي او زما د پښې غوښو ته وده ورکړي. سليمان دغه خبره په ډېره مآيوسانه ژبه ما ته وکړه. نوره يې ډېره ښه ځواني وه، خو زه هم ورته د زړه سواندې په احساس ځير شوم.
ښۍ پښه يې تر پنځه لسو سانټي مترو ډېره لنډه وه، په حجم کې د چپې پښې په پرتله ډېره ضعيفه وه او ډېره ډنګره وه، چې سليمان به ګرځېدلو نو هم نګوښېدلو او هم به ګوډ تللو. هغه مهال سليمان د ۱۵ يا ۱۶ کلونو وو، په شونډه يې نوي د ځواني ليکې راغلې وې، خو ډېر د مايوسي احساس يې درلود. ما ورته وويل، چې د اورتوپيدي له کوم ډاکټر سره دې وګوري، ځکه په افغانستان کې ما آورېدلي ول، چې ډاکټر موسی وردګ هم د هډوکو په اوږدولو کې خپله دوکتورا اخيستې ده، نو په بهر کې به ډېر تکړه ډاکټران وي، چې ستا سره مرسته وکړي.
زما او د سليمان خبرې وغزېدې، نو د خبرو په ترڅ کې مې ترې وپوښتل، چې دا پښه دې ارثي همداسې ده او که څنګه! نو سليمان د خپل ژوند يوه زړه بوږنوکې کيسه راته بيان کړه، چې زما د ژوندون خاطرات يې پرې تياره کړل، نو خپله کيسه يې داسې راته بيان کړه: کله چې يو کلن وم، نو دغه پښه مې د يوې پېښې په ترڅ کې عیبي شوې ده. زموږ په کور کې يوه ازبکه مزدوره وه، چې د کور کارونه به يې کول، نو زموږ په کور کې څو نور ماشومان هم له دا ډول برخليک سره مخامخ شوي دي، چې د هغوی پښې هم معيوبې دي او لکه ما غوندې ګوډ دي.
دغه ازبکې مزدورې زموږ پښې د کټ تر پايې تېرولې او بيايې زموږ د کوناټيو مفصلونه بې ځايه کول، پښې مو يې راته ماتولې! کله چې زه هم يو کلن وم، نو زما پښې يې هم د کټ تر پايې راکش کړې وې، چې زما يوه پښه له همغه مودې رايسې عيبي شوې ده. په هغه ورځ چې هغه ازبکې زما پښه ماتوله، نو زما کاکا محمد اکبر خان بلفعله ليدلې وه، چې له ډېر عصبانيته يې دغه مېرمن په ټوپک وويشتله او مړه يې کړه، خو زموږ او ازبکو اوږدمهاله لانجه هم له همدې ځايه پيل شوه.
سمدستي په ازبکو کې آوازه خپره شوه، چې اکبر خان خپله ازبکه مزدوره ووژله. زموږ د ځمکو پرسر د غنمو ټولولو او لو موسوم وو، نو درمند ته نيژدې هلته زما کشر تربوران او نور خپلوان ول، چې ازبکو حمله پرې کړې وه او هغوی يې په سوټيو وهلي ول، چې سرونه يې هم ورته مات کړي ول او بې سيکه زموږ پرځمکو پراته ول، وروسته له دغه پېښې زما کاکا اکبر خان ته احوال راغی، چې ورېرونه او خپلوان دې ازبکانو وژلي دي! د کاکا سترګې مې له وينو ډکې شوې، عصاب يې نور هم خراب شول او ټوپک يې غاړې ته کړ او پر آس سپور مخ پردرمنده ولاړ، دپښتو متل دی، چې وايي: کږه خوله په سوک سمېږي!
په لاره کې يې چې د پېښې ازبکان مخې ته ورغلي ول، نو ټول يې په ټوپک ويشتلي ول، يو شمېر ازبک دهقانان له وېرې د غنمو په درمنده کې ننوتلي ول، چې د ډزو په ترڅ کې درمنده اور واخيست او په اور کې درې وژل شوي ازبک وسوځېدل. هغه درې نور مړي، چې په لاره کې وژل شوي ول، هغه يې هم پر آسانو پورې تړلي راوړل او په درمنده کې يې ورواچول، بس ټول يې وسول، بيا نو د اسحاقزيو او ازبکو دوښمني اوږدمهاله شوه، چې تر نننه روانه ده.
په ۱۳۶۷ لېږديز کال د کمال الدين خان اسحاقزي څلور زامن، څلور ورېرونه او يو شمېر نور خپلوان هم د ازبکو لخوا بېرحمانه ووژل شول، چې خپل ټولنيز داغ يې په پښتنو کې پرېښود. له اسحاقزيو سره دغه جګړه ليا هم روانه ده. هغه مهال سليمان له يوې روسۍ نجلۍ سره واده وکړ او يو زوی يې ترې پيدا شو او بيا له روسيې په تېښته پټ ولاړ، ځکه د جنبشيانو په موده کې د انسان وژنې بړبوکۍ له افغانستانه بهر هم خپل اغېز وشنلو، چې په يو او يا بل نامه بهر هم ځينې خلک ووژل شول، نو مېرمن قارقين هم په خپله دغه ليکنې د انسان وژنې اور ته هم لمن وهلې او هم يې غوړ ورشنلي دي، چې ليا يې هم له وينتويدېنې زړه نه دی صبر شوی.
پايله
درنو لوستونکو! دا منم، چې په افغانستان کې د تاريخ په اوږدو کې ظلم شوی، نا حقه وينه تويې شوې او د خلکو شتمني او عزت لوټ شوی، نو د افغانستان په دغو بدمرغيو کې يوازې يو ټبر ګرم نه دی، بلکې د افغانستان ټولو قومونو تر خپلې وسې د افغانستان په ناخوالو کې خپل ناغېړه اغېز پرېاېښی دی او نامطلوبه برخه يې پکې اخيستې ده، نو په زړو پېښو شخوند وهل صرف زخمونه تازه کول دي، مګر د افغانستان د ستونزو درمل نه شي پرې کېدلی، ځکه افغانان بايد د افغانستان اداري سيستم ته څانګپوه خلک وګوماري او د اقتصادي ودې پروګرامونو ته دې وده ورکړي. له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ د افغانستان اقليتونو ته د افغانستان واکمني ورسېدله، خو وينه د ټول ولس پکې تويې شوه، چې پرهارونه يې ليا اوس هم زموږ په ټولنيز ژوند کې ليدل کېږي، نو د امريکا له تګ سره د طالبانو راتګ ته ځان چمتو کړی او يا ليا اوس يو بينالافغاني حللاره د افغانستان ستونزې ته وموندی، پرته له هغې به افغانستان د هجر پېړيو ته ورواوړي، چې نه به بيا عجم او نه هم معجم ترې خوندي پاتې شي.
http://www.ariaye.com/dari9/siasi2/yarqin.html