لیکوال : سا هو بر لاس
په موږ کښي هيڅ څوک هم د يوې ځانګړي جغرافيې څخه نه وتلې شي او نه ترې ځان خلاسولې شي. نه د دې جغرافيې لپاره رواني جګړي څخه آزاد پاته کيدی شي. دا جګړا (مبارزه) ډېره پيچلې او په زړه پوري ده. د ايواځي د توپ او پوځ مبارزه نه ده. دا ده مفکورو، هيتونو، انځورونو او تخئيل مبارزه ده. “ايډورډ ډبليو سيډ
قلندر وئيل “څومره کارونه مي په سر پراته دي” دومره پېچلې، هر اړخيزه مبارزه راته ګوري او موږ څنګه بې غمه پراته يو. د نوي دور د نوي غوښتنو څخه بې پرواه يو. په خپله خاوره دومره نه يو غمجن لکه چي د پريدئ خاوري لپاره د اندېښنو خړسيلاب وړي يو. څومره چي مو د ليري وطنونو په غمونو اوښکي توئ کړې، غاړي شنې کړې دومره که مي د خپل کلي په غم ژړلي وای اوس به کلې ودان وو، وران به نه وو.
څوک چي بيا مېدان ته رواتلي دي، په مبارزه بوخت دي هغه بيا د بابا د ښې توري (چي اوس په کور پاته ده او کور يې وران دې) په وهم کښي د سايو سره په جنګ دي او د سايو په ځای يې ځانونه مړه کړل.
څومره به ښه وای که زموږ له تېرو وختونو سره مينه په دې وه چي څه ترې زده کړو او د سبا لپاره نوې لاره وټاکو. خو دلته کښي دا مينه د غني خان په ژبه “جانانه د عاشق مينه تش د زړه وينه څټل دي”
لا به ښه وای که فرشتې زموږ په غم کښي په ژړا له آسمانه راتلې او له موږ سره، زموږ په غم کښي له ژړلو پس زموږ اوښکي پاکولې او بيا يې راله ټول وران کارونه سمول. خو دا بې رحمه تاريخ موږ ته بېل سبق وائي او هغه دا چي د تاريخي عمل په بهير کښي انسان يواځينی او آخري عامل دې چي هم تاريخ ورانوي، هم يې جوړوي (طبعي عناصر له دې ماورا دي).
چي نه له غمه خلاسېده شته او نه بې له موږه څوک د دې غم درمان کولې شي بيا د مسيحا انتظار څه معنیٰ؟ اوس هم د هغو په خولو باور کول پکار دې چي يې را ته ټول عمر د پردئيو خلګو کيسې کولې. د پردئيو خلګو زموږ له خاوري سره تړون هم بس دومره دئ چي خپله خاوره، د دې خاوري په لوټلوڅومره ودانه کړي او په دې بې رحمه لوبه کښي چي راته د بل جهان د ښو او ښادئيو سندري وائي هغه زموږ څومره خوا خوږي دي؟ هغو په خپل بې صبره ژوند کښي د بل جهان د شې برخي لپاره څومره صبر کړېدئ؟
موږ به دخپل تاريخ په رڼا کښي، د خپل کلتور، او د رڼا سباوؤن لپاره څه مبارزه وکړو چي تر اوسه مو ذهن د تنقيد له وسلې (اسلحه) څخه بې برخي دئ. چي څوک څه راته وائي موږ پرې سرونه ښوروؤ. د تنقيدي شعور کيسه به بيخي بې ډوله شي موږ خو په نارمل انساني شعوري سطح هم ژوند نه کوؤ.