کله چی پوه شوم

مینه رښتا ده

په زړه کښې هو شوم

پټ په مسکا وم

یوازی زه پری پوهیدم

یوازی زه

نور هیڅوک

هیڅوک

یوازی زه

یوازی زه

لږ څه په مینه

بیا لږ څه وروسته

دیو خیالی پسرلی

په مینځ کښې

لږ بارانی غوندې

په نیمایې کښې

له لرې، لری

ما ښه ښکلا ولیده

هغه زما په زړه کښې وتخنیده

وخندیده

او په مسکا یې لږ راوکتل

څه دنیاګۍ وه

څه ښکلی مسته

نجلی نجلی وه

په تیره بیا

په تور پیکي یې

څومره ښایسته وه

له زرو ډکه

ګرده راګرده

په دی وریښمینو ویښتو

په خوند او خوند

ښي او کیڼ خواته

خوزیده او نازیده

دا مشدۍ له ښکلا ډکه پکه

دمشدۍ رڼا یې ما ولیده

چی سور ټیګری یې

نیم یې په غاړه

نیم په ټټر بریښیده

له مینې ډکه

د ښکلا زرکه

له مسکا ډکه

له خنداپړکه

څه یې ته بولې

که ښاپیرۍ

یا ګل مکۍ

یا دراڼه اسمان

په مینځ کښې

په رڼو ستورو کښې روڼ ستوری

ښه به همدا دا وي

زما دسترګو

دمینتو ب زړګی ته وګوري لږ

بیا د هغې د پیغلتوب دهیلو ډکه ډولۍ

مه ښوروي مه ورانوي

اوس راڼه شوی

دتنکیو هیلوو

ښکلي ستوري

هم یې ښکلا ګوري

اوس ښکلی ښکاري دټتر یې بخۍ

دتودي مینې یې

وړې تودي سپرغۍ

ښکلی ښکلا رڼه سپوږمۍ

همدا به ښه وي

دا به ساده وي

څومره نازکه دا له ګله

غوټۍ ،غوټۍ

زماپه لاس کښې

ماته هم ښکلی

څنګه سپړیږي

زما دمینې په ورغوي کښې اوس

څنګه سپړیږي

خپله تخنیږي

خوږه خوږه ده

همدا ده مینه

همدا ده مینه

لکه لانځکه

دازاد و هسکو غرونو

داغرڅنۍ ده په ما ګرانه

دغټو سترګو هوسۍ

دا ده زما کوچۍ

یوازی زما ګل مکۍ

دا له ما ورکه وريځو لاندی وه

نوي رڼه

دشنه اسمان په زړه کښې

زما سپوږمۍ

مسکو ۲۲ -۲ – ۲۰۱۳

Door Guest