افغانه ښځه په يويشتمه پيړۍ کې— زرلشت حفيظ بشیريار
زرلشت حفيظ بشیريار
زه دژونددفلسفې پوره کتاب يم
سل توصيف زه ته دهويوه ځواب يم
ماته سل ځلې دحسن تعريف مکړه
په ويښ نه راځم دپټ زړه انقلاب يم
***
يوارمان مې پټ په زړه کې دی ساتلی
سرترپايه يې خيالوکې يم نيولی
خلک وايي زندګي ده زندګي ده
زه وايم نه تش دخيالونو بندګي ده
***
زه ارواح يمه رښتينې دنيا نه يم
ګنګار ه دژوندون دښکلا نه يم
زه چې سل ځله قربان اوصدقه شوم
زه مورنشوم چاته خور اوليلا نه يم
***
په رڼا ورځ کې ناپاک لاسونه راشي
زما دژوندسپينې لمنې ته ګناه شي
پس چاړه راپسې اخلي ما حلال کړي
دننګونو په وطن جوړه غوغاشي
***
زما تصويرخوستاټولنې ته ګناه ده
ځکه سترګونه دې زما وجود پناه ده
مونږ تور سرې دحيا په نوم مړه کيږو
ستاهيوادکې خودښځوژوندون داده
***
يوشتم پيړۍ هنداره کې زه نشت يم
زه خو موريمه يوه زيری دبهشت يم
حق مې غواړم دې تياروته رڼاراکړئ
دافغان خوږو بچو ته سرنوشت يم
***
تصوير مه راځنې غواړه چې بدرنګ يم
د خيرنې زمانې په تهمت رنګ يم
نورسوالوکې دديدن ارمان مې مکړه
زرلشت وايي ځکه ژوندسره په جنګ يم

ډالۍ زمادليکنو هغه مينه والوته چې په کراتو زمادليدوهيله يې کړې