نه غواړم او لادونه مې خپه وويني

ليکوال : ګل رحمن رحماني

ګل رحمن رحماني

یادونه : دا دکابل ښار په یوه باراني ورځ له یوه ځوان کراچيوان سره زما دزړه خواله ده ، چې دواړه تر یوه چتر لاندې له بارانه پټ وو او ډېر څه مې ترې زده کړل .!

ــــــــــ

ګل رحمن رحمانيدکب دمياشتې په يوه ساړه او باراني ماسپښين يې دکابل ښار ، ماموت خان

( محمود خان ) ته نږدې ديوې سوداګريزې تابلو وسپنيزې پايې ته ډده هلې وه ، خېرنې اوږدې جامې يې په تن او يو خړرنګه پټو يې له ځانه تاو کړی و ، یواځې سترګې يې ښکارېدې ، په غوږونو يې يوه توره خولۍ راښکته کړې وه ،چې معمولا دکابل ښار اوسېدونکي يې دژمي په یخنيو کې په سرکوي .

له ميده باران سره سوړ باد هم لګېده او هر لاروي هڅه کوله ، چې خپله لاره په سختۍ سره وويني او لار لنډه کړي ، خو هغه یوازې لارويانو او تر مخ ولاړې لاسي کراچۍ ته کتل ،هر موټر به چې ودرېده ، نو ده به په دی به په دې تمه ورته څک شو ، چې ګني کوم لاروی به دخپلو کاليواو سودا دوړلو لپاره دهغه لاسي کراچۍ ته ضرورت ولري ، خو چې دهغوی سره به سودا نه وه او همداسې به تېر شول ، نو ده به هم خپلې سترګې په خټينه ځمکه وګنډلې او دخپلو زړو بوټونو څوکو ته به یې کتل .

زه دخپل ملګري د راتلو لپاره تر تابلو لاندې هغه ته نږدې تم شوم ، چې هم له باران بچ وم او هم مې له هغه سره یو دوې خبرې وشي ، شا وخوا نور لاسي کراچيوانان نه ښکارېدل او ده مناسبه ګڼله ،چې نن دهغوی له نه شتون نه پوره ګټه واخلي .

سلام مې پرې وکړ ، هغه په خوښۍ پاڅېد او فکر يې کاوه ،چې څه سودا راسره دی ، خو هغه چې زما خالي لاسونه ولیدل ، لېوالتيا یې کمه شوه ، غلی کښناست ، دمخ تور سوي ، رنګ ، لنډې ببرې ږيري او وچو تورو ګوتو یې د ژوند دستونزو کیسه کوله ، زړه مې راټول کړ او ورته ومې ویل :

څنګه یې له کارو بار سره ؟

ويې خندل او راڅک شو ، پاسني دوه غاښونه یې اوږده او دخولې پټولو په مهال هم راوتي ښکارېدل ، جیب ته یې ته يې لاس کړ او دافغانيو یو شلګون نوټ یې راویوست .

بس له سهاره تر يوې نیمې بجې مې همدا شل اوغانۍ کار کړی ، خدای مهربانه دی…”

غلی شو ، خو ما پرېنښود او ورته ځير نه شته

ایله همدا شل ؟

هو ! دنصيب او قسمت کارونه دي ، دا په بخت ده ، پرون مې لا تر ماښامه شل اوغانۍ نه وې ګټلې ، څنګه یې کوې روره … دپوليسو په دغه پوسته کې يو پوليس ډېره ښه انسان دی ، هر ماښام په تياره کې يوه کيلو غوښه راکوي او کور ته يې وړم ، څه وکړم ، که ته زما په ځای وی ، ووايه څه به دې کول ؟

هېر مې و چې دنوم پوښتنه ترې وکړم ، ورته ومې ویل نوم دی څه دی ؟

اودرشيد ( عبدالرشید ) ، دننګرهار دخوګيانو ، اوس کابل کې اوسم او بس بچو ته یو کپ حلاله روزی پيدا کوو نو

کابل کې چېرته اوسېږې ؟

دلته دارلمان ( دارالمان ) کې ، په یوه کرايي کور کې او

زه پرې مخکې شوم

څو کرایه ورکوې ؟

درې زره اوغانۍ ، یوازې یوه کوټه ده ، چندان کور نه دی خو زموږ دغریبۍ جونګړه ده ، ګوزاره پکی کوو ، بس په همدې کراچۍ مې ګوزاره روانه ده ، اولادونه مې وايي چې پلاره موږ ته هم کراچۍ واخله له تاسره به مرسته کوو ، خو زه ورته وايم چې : نه بچو سبق او سبق ، قران شريف ياد کړئ ، دا زما لپاره هرڅه دي ….

مايې یې هم خبرې ونيولي

ښه به نه وه ،چې یوه بل کار ته دې مخه کړې وای ؟

سوړ اوسېلی يې وکړ :” ورکوه يې روره ، پټې سترګې يم ، پټې …څه مې لوستې نه دی ، بل کارو بارو خو په پیسو کېږي .”

له هغه سره مې خبرې اوږدې شوې ، ډېر زړه راښکوونکي ټکي او اشارې پکې وې ، دېرش کلن عبدالرشيد وايي ،چې اصلا دننګرهار دخوګيانو اوسېدونکی دی ، یو بل ورور هم لري ، تر ده مشر او ترې بېل دی ، اړیکي نه سره لري ، ده اوس دیوې له پرته ديوې نهه کسيزې ډلې مشري ور دغاړې ده ، مشر زوی يې دوولس کلن او ورپسې یې یوولس کلن دی ، دکوټه سنګي په کومه دارالحفاظ کې حفظ کوي ، یوه یې اته ويشت او بل پنځه ویشت سيپارې حفظ کړی ، دی وايي ، په هغوی کار نه کوي ، یو ماښام بل ماښام له نانوايۍ نه شل ډوډۍ اخلي او هره ورځ که تر غرمې پورې هم دشلو ډوډيو پيسې پيدا کړي ، نو په همغه شېبه کور ته ځي ، خو کله کله داسې هم وي ،چې تر ماښام یوازې بېرته دتګ کرايه تر لاسه کوي او نور څه نه وي .

د دېرش کلن عبدالرشيد ژوند له ستونزو او ناخوالو ډک دی ، خو دهغه سترګې داوښکو او زړه يې ددرد په ځای له هیلو ، صبر او کلک هوډ نه مالامال دی ، هغه بې سواده دی ، خو له خپلو اولادونو يې ډېر قراني آيتونه ياد کړي دخبرو پر مهال يې څو ايتونه راته وویل ،چې دانسان دحوصلې ، استقامت او پر خدای ويسا په اړه و ، دی وايي ،چې ځان به خرڅ کړي ، خو اولادونه به له حفظ را ونه ګرځوي ، دی له ښوونځي سره مخالف دی وايي ،چې یوازې دين او قران کريم پرې زده کوم او بس !

دی سره له دې چې خپل نوم هم نه شي لیکلی ، خو په تقدير او ازل کلک باور لري ، دی وايي ،چې که ځان هم مړ کړم ، له هغه څه چې راته مقرر وي ، زيات څه نه شم تر لاسه کولای .

هغه وويل ، داسې ورځ راغلې ، چې درې څلور زره افغانۍ يې ګټلې او ان درې ورځې وړاندې خو راته يوه کس چې ظاهرا انجينر ښکارېده دخپل بیک دوړلو په بدل کې سل ډالر راکړل او ويل يې چې بچيانو ته دې څه پرې واخله .

عبدالرشيد همدا راز يوې بلې پېښې ته اشاره وکړه او ويې ويل : ” کريه ورځ انتظار وم ، خو بار مې پیدا نه کړ ، یوازې څلويښت روپۍ کار مې کړی و ، مازديګر ناوخته روان شوم ، دکابل عيدګاه جومات ته څېرمه روان وم ،چې يو صرف موټر راته ودرېد ، یو دوو کسانو سر راويوست ، چې بار وړې ؟ ما ویل هو ، ویل يې څو وادې دې کړی ؟ او ماهم ورته هر څه ريښتيا ريښتيا وویل ، هغه په تندي لاس کېښود راته ويل ويې راځه زما بار دی ، دموټر مخکې يې روان شوم ، یو دوکان ته ودرېد ، درې بوجۍ اوړه ، دوې بوجۍ وريجې ، دوه پيپه غوړ ، یو من مالګه ، بوره او څه صابون يې واخيست ، ما ورته وویل ،چې صیب زه دا نه شم وړلای زما کراچۍ وړوکې ده ، هغه وویل تم شه خیر دی ، یو موټر يې ودرواه ، ماته يې وکتل او راته ويې ويل ،چې دخپل کور پته سمه ورکړه ، زه حیران شوم ، پته مې ورکړه ،بیا صرف موټر واله ورته وویل ،چې په څو يې وړې ، هغه وویل په څلور سوه افغانۍ ، ورته ويې ويل سمه ده شپږ سوه واخله خو ددروازې خولې ته به يې رسوې ، خو ګوره چې ده ته یې ورپه شاه نه کړې او دده شاه بايد سپېره نه شي ، بیايې درې زره افغانۍ ماته راکړې او راته ويې ويل ، ځه بچو دا دخدای په نوم واخله دعا کوه او له همدې سره روان شو ، زه دکور په خوا په داسې حال کې روان شوم ، لکه خوب چې ګورم .”

نوموړي وويل ، چې پخوا يې اقتصادي وضعه ښه وه ، دطالبانو دواکمنۍ په دوهم کال يې له یوې کابلۍ سره واده وکړ اوس اولادونه لري او دیوې ګڼې کورنۍ پلار دی ، کله مې چې ورته ولې دې دومره ډېر اولادونه راوړي ؟ لږ په قهر کې موسکۍ شو

وروره ! دا دی خدای تالا( تعالی ) کارونه دي ، هغه روزي ورکوي ، زموږ په واک کې نه ده ، ما خو چرته هم له لوږې نه مړو ( مرده ) هدير نه ده ليدلې ، هر وخت چې دبنده روزې خلاصه شي ، نو خدای پاک يې روح اخلي ، په دې باور نه لرم ، مال دی خدای دی، زه وايم چې زامن مې قاريان شي ، یوه سيپاره قرانکريم او ختم راباندې وکړي ، نو دا زما لپاره لویه سرمایه ده .”

عبدالرشيد ، کلونه وړاندې په ننګرهار کې اوسېده ، هغه وويل : ” هغه وخت مې دشيريخ دوکان درلود ، پيسې مې درلودې ، دجلال اباد په انګور باغ کې مې یو تيا جوړ پوخ کور په ۱۴لکه کلدارې واخيست ، خو اوس مې په شپږ زره افغانۍ په کرايه ورکړی ، درې لکه قرضداره هم یم ، خو په تېرو دوو کلونو کې مې نږدې خلاصې کړې او سږ کال به ترې بیخي خلاص شم ، دکور کرايه ماته لاس ته نه راځي ، اخلم يې او دقرضه دارانو په خوله کې یې ور اچوم ، نه غواړم ،چې هغوی مې دروازه ټک ټک کړي .”

هغه زياته کړه ،چې پسرلي ته بېرته جلال اباد ته ځم ، ددې کور مالک ځواب راکړی او زه بل کور په دې بيه نه شم پیدا کولای ، مجبور يم ، چې قرضونه خلاص کړم ، بېرته به خان شم او خپل کور به تر لاسه کړم ، خو ددې سره سره هر څه خپګان په ځان په پټه تېروم ، نه غواړم ، چې اولادونه مې اولادونه مې خپه وويني .

دباران څاڅکې تېزېدل او زه هم په یخنۍ کې دهغه هیلو او همت ته حيران وم ، لارويانو هم زموږ ګرمې مرکې ته کتل او تېرېدل ، له جلال اباده مې د راتګ په اړه ترې وپوښتل ، هغه وخندل او له یوه سوړ اه سره يې وويل : ” داهم یو مجبوريت و ، خو زما په ګټه شو ، خدای پاک ويي ، په تاسې چې سختي راغله هجرت وکړئ ، خبره داسې وه چې په جلال اباد کې زموږ دکوڅې یوه هلک زما زوی په لوبو کې په پيچکاري وواهه ، دهغه سترګه يې خرابه کړه ، وينې ترې راغلې او يوه اونۍ وروسته ، ړنده شوه ،ما دزړه وينې وڅښې ، په زړه مې ډبره کېښوده ، ومې بخښل ، خو نور مې نه غوښتل ، همغه هلک زما په مخکې تېرو بېر شي ، ښه مې دا وګڼله ،چې مخ په کابل کډه وکړم ، همداسې مې وکړل ، یوه ورځ سهار له جلال اباده مخ په کابل راغلم ، خو دزوی سترګه مې نه وه . “

دعبدالرشيد زړه ډک و ، ډېر څه يې وويل ، خو دخبرو پر مهال يې یوکس په اوږه لاس کېښود ، ورته ويې ويل ، هلکه بار وړې ؟

ده بې له دې چې ماته څه ووايي ، په خوښۍ پاڅېد ، څادر یې په ځان برابر کړ او د يوه درېدلي موټر خواته ور روان شو ، زه تر ډېره هلته پاتې وم او د دېرش کلن عبدالرشيد د ژوند ، همت او حوصلې په اړه مې سوچونه کول ، باران هم ديخ له سړو څپو سره په تېزۍ روان و .

۲۰۱۳فبروري ۲۲

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-qformat:yes;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0cm 5.4pt 0cm 5.4pt;
mso-para-margin:0cm;
mso-para-margin-bottom:.0001pt;
line-height:115%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,”sans-serif”;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}