ماشومه مينه

حميدګل شېرزی

—————–

 Hamid Gul Sherzai

مازديګر وو، زه د کور په دوهم پوړ کې خپله کوټه کې وم، غږ شو

ماشومه مينه

– ننګياليه!

– وا ننګياليه!

– ها څه وايې؟

– دا ګوره!

زه ورغلم ګورم چې لاندې هغه ولاړه ده.

 

– ته بيا څه وايې چې راغلې يې؟ يو خو مې ته نه پرېږدې.

– نه کار درسره لرم ته خو راښکته شه! قران ته ګوره کنه.

– ښه دا دی درغلم.

 

لاندې چې راغلم نو شيما راته وويل چې

– راځه چې ځو لاندې پټي کې به لوبې وکړو

– ښه سمه ده ځه چې ځو

 

له کورونو او کلي نه مو لاندې يو پټی وو چې زياتره فصلونو کې به شنډ وو هلته لاړو

دې ويل چې

– راځه پټ پټونی کوو

– ښه ځه سمه ده

 

ما سترګې پټې کړې.

– کړي کړي مات؟

– نه صبر وکړه زه خو دې پټه شم.

– کړي کړي مات؟

– اوووو نه کنه!!!!

– هاهاها ښه سمه ده.

 

– هیییی دا دی پيدا مې کړې.

 

خو ورځې او شپې تېرېدې کله به څنګه وو کله څنګه.

پلار مې غږ راوکړ.

– ننګياليه

– ها بابا څه وايې؟

– راشه دا رمې پټي ته بوزه!

– ښه دا دی بابا راغلم.

 

رمې مې روانې کړې پټي ته ورسېدم ګورم چې هلته د هغې پلار هم دی.

– سلام تره!

– وعليکم سلام ورحمت الله وبرکاته ستړی مه شې بچيه!

– خيرو يوسې تره

 

زه شوخ ماشوم وم غوښتل مې چې د هغې پوښتنه ترې وکړم.

– ښه تره تاسو رمې نه راولئ؟

– نه بچيه لور مې مريضه ده.

زه ډېر وارخطا غوندې شوم ځکه چې د لوبو کس مې بيا ورکېدو او د زړه نه راته ګرانه غوندې وه نه پوهېږم چې ولې خو بس بې له هغې به ورځې خوند نه راکولو. په وارخطا غږ مې ورته وويل:

– ولې تره!؟ څه پرې شوي دي؟ هغه خو به ښه وي کنه؟

– نه بچيه ته ولې خفه شوې ښه ده هسې لږه تبه يې وه.

لږه مې زړه ښه شو.

 

سهار وختي له کوره راووتلم لينده مې په غاړه کې وه د دوی د کور لاندې تېرېدلم راباندې غږ يې کړ.

– ته مرغيو پسې ځې؟ زه هم ځم

– نه ته مه راځه څه به وکړې؟

– نه په قران که يې ومنم مرغۍ درسره وړم، ته يې وله زه به يې وړم.

– ښه سمه ده نو راځه.

زموږ يو باغ وو هغه ته لاړو. دې زياتره وخت راته پوره نوم نه اخيستلو په ټيټ غږ يې وويل:

– هله ننګه دا ده مرغۍ، چيغې ونه کړې!!!

– کومه ده؟ کومه ده؟

خو مرغۍ په ونه کې نه وه ما ورپسې وخندل چې کومه ده مرغۍ؟

– هاهاهاهاهاها

خپه شوه رانه وړې وړې ډبرې يې په لاسو کې وې هغه يې په ځمکه واچولې منډې يې کړې ويې ژړل، کله به چې رانه خفه شوه يا به غصه شوه نو ماته به يې د “ننګيالي” په ځای “ننګی” ويلی، په منډو، منډو او ژړغوني غږ يې داسې ويل:

– ته په ما پورې خاندې! بيا نه درسره راځم، زه به مې پلار ته ووايم چې ننګي په ما پورې خندل.

 

هغې مخکې منډې وهلې ما ورپسې خو په لاره کې ستړي شوو دواړه کېناستلو، ما ته بيا هم خندا راتله خو پټه مې کړه. غصه يې لاړه بيا پخلا کېدله نه، خو په يوه چل سره پخلا شوو.

کور ته راغلو.

 

ژوند تېرېدو ورو ورو يو وخت وو چې بې له هغې به مې داسې احساس کوو لکه دا ټوله نړۍ چې نه وي، خو کله به چې راغله بيخي داسې احساس به مې کاوه کله دا ټوله نړۍ چې دلته وي او خاندي ټول خوښ وي، دا ژوند مې ټول په هغې پسې تړلی غوندې وو. رښتيا هم چې ماشومه مينه خوږه وي.

 

مازديګر راغله داسې خفه غوندې وه پوښتنه مې ترې وکړه.

– ولې خفه يې؟ څه شوي دي؟ ولې ماته نه وايې؟

– نه شم يې ويلی

– دا څه وايې ولې يې نه شې ويلی داسې څه دي چې ته يې ماته نه شې ويلی، زما سترګو ته اوګوره ووايه کنه په ما باور نه لرې؟

– نه خدای دې نه کړي باور درباندې لرم خو نه پوهېږم چې څه ډول يې درته ووايم؟

– داسې راته ووايه لکه دا خبرې چې کوو.

– زززز زمووو زموږ کډه بل کلي ته ځي.