غزل

خراب

abdul Hadi Hadi

خراب یمه ملګرو! سخت خراب یمه خراب یم
په ژوند یاره په مړو خلکو حساب یمه خراب یم
د چا د خوږو سترګو، مړه کاته مې ژوندی ساتي
والله ګنې له ژونده په عذاب یمه خراب یم
دا زړه کابل به وخته لا، له سیالو سره سیال وو
له لاسه د، کافر یهود پنجاب یمه خراب یم
هر وخت چې مې تکل د پرمختګ کړی ملګرو!
تکفیر دغه ملا خانه خراب یمه خراب یم
زمان به مې راسپړي، خیر که هیر یم له ملګرو
اوس ګرد، د زمانې وهلی باب یمه خراب یم
دا ستا له حافظې نه ، چې باد بلې خواته یووړم
اخیستی دریابو لکه حباب یمه خراب یم
هادي چې غنمرنګې صفایي منلې نه وي
ګناه شم سرتر پایه که ثواب یمه خراب یم