توبه : يوازاد شعر—-زرلشت حفيظ بشريار
زه لا نه پوهيدم دا چې
مينه څه ده مين څوک دی
وصال څه ده بيلتون څه دی
مينه څنګه جوړيدای شي
څوک په څه مينيدای شي
دي سوچونو کې و م ډوبه
ناڅاپي ليونی راغی
سر ببر څيرې ګريوان و
مخامخ راته ولاړ شو
ویل یې ګوره حال مې دادی
هره لاره رانه ورکه
هر یو پل مې په ازغو دی
لکه شمعه ویلې کېږم
په سر تاج مې د لمبو دی
ما ويل څه در باندی شوي
چا څيرلی دې ګريوان دی
ده ويل مانه تپوس مکړه
دا دا ستا د عشق احسان دی
په کتو دښکلو سترګو
ببر سر څيري ګريوان شوم
ابادي ده رانه ورکه
سر په لار دبيابان شوم
ما ويل اه ! دا څه تهمت دی
زه خبر ه نه يم له ځانه
زما تا پوری څه کاردی
ویل نه يوهېږم څه یې
ته عجب شانې خومار یې
ښکار د زړونو کړی په سترګو
ګناه ګار یې ، ګنا ه ګار یې
خو پوهېږی ماته څه یې ؟
ته زما په سر اسمان یې
ماته مينه يي هم ساه يې
ته زما واړه جهان یې
ببر سر څيرې ګريوان ته
اخرت او دنیا ته یې
ښايسته ګلۍ دزړه سره
سپوږمۍ ته یې ، ستوري ته یې
او د ورځې زرین لمر یې
زه دې بوخت په عبادت یم
ته زما د زړګی سر یې
ما ويل وي الله توبه ده
کفر وایي لېونیه !
پاک الله به شي ناراضه
به څه سر یې غرنیه !
لیونی له خندا شین شوو
زړه مې لاړپه تامين شو
ده ويل هو مئینه نه يي
زور دمينې په تا نه شته
نه پوهيږی مينه څه ده
ځان په اور ستي کول دی
دغم پيټی چلول دي
غورزيدل او پرزيدل دی
تورې شپې رڼا کول دی
لیوني اخیستي ټولې
ستا دمينی په بدل دی
مينه نه ګوري غيرت ته
مينه نه ګوري حيا ته
مينه ړوند شانې سفر دی
هم په سمه هم په غر دی
مينه نه په ښا يستو شي
مينه نه په دولتو شي
ډير اسا نه پيدا کيږي
خو په ګرانه ګټل کيږي
ما ويل : الله توبه ده
دا دمينی بيه ګرانه
مانه پاتې دا کېسه ده
لیونیه! لار دې نیسه!
او په مخه دې نور ښه ده
ځوانيمرګ ارمان دکتاب نه