پښتنې ليکوالانې اوشاعرانې په لسمه پيړۍ کې—-زرلشت حفيظ بشريار

حفیظ بشریار 

که د پښتو دادبياتو تاريخ په غور سره تر څيړنی لاندې ونيسو نو دابه جوته شي چې دپښتو د ادبياتو پيل سره زمونږ قدرمنې پښتنې خويندې هم د نارينه و سره يو ځاې په شاعري او ليکوالي کې لرغونی تاريخ لري او دوې سره سم يي په شاعري او ليکوالي پيل کړي دي چې په پټه خزانه کې ځينې بيلګۍ په سترګو شويد ي چې د پښتنو ښځو لپاره ليکوالي او شاعري کومه نوې لاسته راوړنه نه ده داډير ژور تاريخ لري کله چې مونږ د لسمې پيړۍ د ښځينه شاعرانو او ليکولانو شاعري ته نظر واچو هغه وخت کې هم مترقي نظريات دمينې ، غيرت،ننګونو اود ميړانې نښی نښانې په څرګند ډول په شعرونو کې په سترګو کيږي خو متاسفانه چې د ښځينه ليکوالانو پوره پوره کتابونه او د شعرونو کتابچې د زمان په تيريدو سره لکه څنګه چې بايد ساتل شوی واې نه دي پاتې او نه يي د ساتلو په لټه کې څوک شوي دي دښځينه شاعرانو د ابتکاراتو نکلونه دنارينه شاعرانو په کتابونواوليکنو کې زيات تر سترګو کيږي خو چاپ شوي ځانګړي کليات يي په نظر نه لګي لکه د لسمې پيړۍ زمونږ متدينه خور بی بی نيک بخته چې چې دينی علوم يې لوستې وه او دارشادالفقرا په نامه يو کتاب يې په نظم کې ليکلې وه خو چې ما څومره لټون کړيده د پوره کتاب په پيدا کولو تر اوسه پورې بريالې شوې نه يمه دغه مسلمانه ميرمن د مسلمانانو لپاره په زړه پورې د معنی نه ډکه شاعري کړيده چې په خپل يوه مثنوي کې مسلم ته داسی ختاب کوي

 

په زړه ښاد شی ای مومنه

په ظاهر په باطن سپينه

 

ظاهر ذهد په اخلاص کړه

په زړه ټينګ شه له يقينه

 

تاسی وګورئ چې دا څو کرښې څومره د معنی نه ډکه ده چې مسلمان دذهد او تقوا په لورې بيايي او څه ښه احساس په سترګه کيږي همدارنګه زمونږه بله پښتنه خور چې بی بی حليمه نوميږي بی بی حليمه هم د لسمې پيړۍ بله د پښتو دشعر او ادب په اسمان کې يوه تل پاتې ژوندی يادګار اوځلانده ستورې ده دا پښتنه شاعره د دتوري،ميړانی اود قلم د خاوند د خوشحال خان خټک لور وه چې تل يې په زړه پورې د مينې او ژورفکر او خيالاتو باندې په زړه پوري شاعري کړيده دغه ميرمنه هم څرنګه چې د ليکنو نه يې معلوميږي هر اړخيز ژور معلومات او د لوړو خيالاتو در لودونکې ميرمن وه چې دخپل پلار په ژوند کې مروجه علوم يې ولوسته او بيا د شيخ سعدي لاهوري مريده شوه بل دا چې په لسمه پيړۍ کې هم پښتانه دنړۍ سره د ازاد سالم رقابت لپاره ښځو ته په پراخه پيمانه د خپل د فکر د اظهار لپاره پوره ازادي ور کړي وو هغه وخت کې چې لا پر مخ تللي زمانه نه وه خو علم خداې (ج) په نر او ښځه فرض کړی دی نو دهمدی اصل په نظر کې نيولو سره زمونږ مشران پښتانه ښځو ته د ليک لوست ازادي ور کړي وو نو ځکه حليمه خوشحال پخپل وخت کې هم د خپل مين لپاره په زړه پورې شاعري کړيده هغه په خپل يو شعر کې په زړه وره توګه قلم پورته کوي اوخپل د مينې اظهار داسې کوي

 

داشنای په فکر خو ښه هسی شان شوم

نه پوهيږم چې ممتاز که نور جهان شوم

 

چې کړمه ستا په مينه سر فرازه

ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم

 

چې مجاز مې د ايازو ولاړی له زړه نه

سر بلنده تر محمود غوندی سلطان شوم

 

وهر چاته چې يي ګوروم واړه دی دی

دجمال په نندارو يي شادمان شوم

 

غير فکر مې له زړه نه رابهر شو

پر خليل و پروعدو باندې يکسان شوم

 

حليمی د غماز زکر زيات له حد شو

چې دې بيله له يار نه کا په ګومان شوم

 

نو بی بی حليمه دمغل دپاچاهانو د ميرمنو په ژوند هم خبره وه اوښه معلومات يې درلوده نو ځکه يې پخپل شعر کې له تشبهاتو سره د بيلګۍ په توګه تری يادونه کړيده

 

قدرمنو لوستونکو د لسمې پيړۍ دپښتنې ښځينه شاعرانې او ليکولانې د معلومات لړۍ دوام لري مونږ سره اووسئ نور بيا