Zaland Nikyar

د نړۍ تاریخ ددې ګواه دی چې ملتونو له بدبختېو، جګړو او غربت یواځې د علم او پوهې پر مټ د خلاصون لار موندلې ده. د نړۍ بریالیو حکومتونو او مشرانو تر ټولو ستره لاسته راوړنه همدا ګڼل کېږي چې د جګړې سنګر یې د علم په سنګر بدل کړی دی، خپلو خلکو ته یې د کب د ورکولو پر ځای د کب د نیولو لارې چارې ور زده کړي او پدې توګه یې خپل ملت ته سرلوړي، هوساینه او بریالیتوب ور په برخه کړی دی. د لومړي او دویم نړیوال جنګ څخه د اروپایي ملتونو او هېوادونو بریالۍ وتنې راز هم په دې کې و چې دا ملتونه د علم په ګاڼه سمبال ول او په دې برخه کې یې لا زیاتې هلې ځلې وکړې، هغه ناخوالې چې د جګړې له امله ورته پاتې شوې وې هغه یې په فرصتونو بدلې کړې او د خپلو ویجاړ شويو سړکونو، پارکونو، ښوونځیوو، روغتونونو او ورسره ټولو دولتې او غیر دولتي زیربیناوو له سره جوړېدا یې په عصري او مدرنه تیکنالوژۍ په نوې بڼه ترسره کړه او پدې توګه یې پرمختګ او بشري هوساینې ته لاره هواره کړه. د پرمختګ په اړه دا منل شوې او مشهوره فرضیه ده چې تر څو ورانۍ رامنځته نشي پرمختګ نا شونی دی. خو دا هر څه سالم فکر، پوهه ، ملي یو والی او ملي مشرتابه ته اړتیا لري. د داسې یو مشرتابه او ملت ښه مثال هغه د مالیزیا د ملت او د مهاتیر محمد مشرتابه ده چې له ۱۹۸۱ تر ۲۰۰۳ کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ په اوږدو کې په دې وتوانید چې مالیزیا له اقتصادي او ټولنیز بحران څخه د یو پرمختللي او هوسا هېواد په توګه په اسیا او بیا په ټوله نړۍ ومنئ. د ډاکتر مهاتیرمحمد د ښوونې روزنې په برخه کې ځانګړی پام او توجه د مالیزیا ځوانان پر ځان بسیا کړل، هېواد یې ورته د علم او پوهې زانګو وګرځوله، د نړیوالو علمي موسساتو او پوهنتونونو سره د مالیزیا د وخت د حکومت نژدې اړیکي بالاخره د مالیزیا ځوانان د نړۍ د سیالو هېوادونو په سر کې راوست او بالا خره مهاتیر محمد چې یو وخت په یو وړوکي کلي ( الو سیتار) کې د یو معمولي ډاکتر په توګه دنده ترسره کوله، د مالیزیا د پرمختګ او هوساینې د بابا لقب تر لاسه کړ چې اوس هم هره ورځ په زرګونو تنه مالیزیان د خپل دې محبوب مشر لیدو ته جوپه، جوپه ورځي او د هغه د اوږده عمر لپاره لاس په دعا دي. خو افغانستان د تېرې یوې لسیزې نړیوالو مرستو، دولتي اصلاحاتو او د کرزي مشرتابه دا هېواد له روانې غمیزې څخه ونه ژغوره، د ملت جوړونې او ملي پرمختګ په اړه هره اساسي پوښتنه د حکومتونو مشرتابه ته راګرځې، کله چې د یو حکومت مشر له خپل ولسه څخه فاصله اختیار کړي، کله چې حکومت د اهلیت پر ځای درغلیو او د چوکیو د وېش له مخې ګومارنې ترسره کړي، چېرته چې ملت د حکومت په کابینې کې په وېشلي یا سهامې ډول را ټول شوي وی، چېرته چې د ملت په اکثریت جګړه، غربت او ناپوهي حاکمه شوې وي، هلته به د رڼا څرک او د پرمختګ خوبونه کله هم تعبیر پیدا نکړي. چېرته چې د پوهنې وزیر له دې وجې (غلام فاروق وردګ) وي چې هغه پښتون دی او د لوړو زده کړو وزیر (عبیدالله عبید) بیا له دې وجې وزیر وي چې هغه تاجک دی، د داسې هېواد علمي او پوهنیز بهیر به همداسې له وېش او خنډه سره مخ وي. کله چې موږ د ملت جوړونې اساسي توکی د ملت په وېشنه کې خوندي کړو هلته به ملیتونو همداسې وېشلي او یو د بل په مغلوبولو لاس پورې کوي. جګړه له پښتون سره ده، جګړه په پښتون مېشتو سیمو کې ده، جګړه پښتون له حکومت سره کوي، خو د حکومت د دفاع وزارت بیا د تاجک په پچه ختلی دی، داسې تاجک ته چې د پښتون د وینو تږی او د پښتون وژنه یې لوی افتخار دی، داسې وزارت چې د پښتنو سره په جګړه کې ویاند يې ( نبي عظیمي) یوه کلمه پښتو هم نشي ویلای تر څو کم تر کمه د وژنو او قتل عام پېغام خو خپلو پښتنو دښمنانو ته ورسوي، نو په داسې هېواد کې ددې تمه کول چې په کانکور کې به (عمري) عدالت رامنځته ته شي، یوه له حقیقته لرې غوښتنه ده هغه د چا خبره (جنون است، محال است!) ویل کېږي چې دا ځل په کانکور کې يو سلو دري اويا زرو ګډونوالو څخه نهه څلوېښت زره شپږ سوه اته دېرش كسان په دې توانيدلي چې لوړو او يا نيمه عالي تحصيلي موسسو ته لاره ومومي. د لوړو زده كړو وزارت د معلوماتو له مخې سږ كال په كانكور كې د بريا ټيټه نمره ۱۶۶ ټاكل شوې او هغه كسان چې دا نمرې يې وړې وي، نو هرو مرو به يوې تحصيلي موسسې ته جذبېږي. د بریالي شویو ځوانانو په سر کې ډایکنډیو ځوانان دي چېرته چې هېڅ ډول دولتې تاسیسات شتون نلري، ښاروال یې په یو کانتینر کې ښاروالي پر مخ بیا یې، والي یې بیا په یو نوي اباد شوي کور کې ناسته ولاړه کوي، د مرکز کابل او دارنګه د هېواد له نورو لویو ښارونو سره یې لارې ګودرې تړلې دي، د خلکو ورځنی عاید یې یواځې له کچالیو پرته نور څه ندي، غربت په کې د هېواد تر ټولو نورو ولایتونو زیات دی، یو نوی رامنځته شوی ولایت دی چې د تاسیس کال یې ۲۰۰۴ ګڼل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې پداسې یو ولایت کې د پوهنې وزارت د ګڼو لېسو لپاره مسلکي استادان( ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، هندسته، مثلثاتو ) له کومه کړل؟! حال دا چې ننګرهار چې د افغانستان د پوهنې زانګو بلل کېږي د ډایکنډي په پرتله یې د ګوتو په شمېر کسان په لوړه درجه په کانکور کې بریالي شوي دي، د ډایکنډي په ۱۰۰ کې ۹۰ سلنه شاګردانو د ۳۰۰ څخه زیاتې نمرې اخیستې، اول او دویم نمره کسان بیا د غور ولایت شاګردان دي چې دا بیا بله معجزه ګڼل کېدای شي. له وردګو هاخوا بیا د درې سوو نه په لوړه درجه کې په نشت حساب ده. خوست، لوګر، لغمان، پروان، کابل خال خال لیدل کېږي، غزني هم سږ کال بې خونده دی، زابلیان په کانکور څه کوي، پکتیکا خو بیا ټول طالبانو ته تسلیم شوی خو فاریاب کې بیا ۶۴ د نر زامنو د ۳۰۸ عدد نمرې اخیستي. د کانکور دا څه د پاسه یوولس کلنه غمیزه له افغان ملت جوړونې سره نه بلکې له وژنې او ویشنې سره مرسته کوي. طالبان او زموږ د سر دښمن ګاونډیان خو همدا غواړي چې پښتون دې له حکومت سره په جګړه کې وي، هغه د فیثاغورث قضیه ده چې الف مساوي له ب سره او ب مساوي له ج سره، نو پایله دا ده چې الف مساوي له ج سره دی، چې ددې فرضیې له مخې د کانکور کمېسیون او د لوړو زده کړو وزارت هم له طالبانو او ګاونډیانو سره په مساوي کچه پښتون وژنې ته ملا تړلې ده او د افغان ملت په بربادی او تباهۍ کې په ورته کچه لاس لري. له پښتون څخه چې افغان حکومت د ښه ژوند حق اخلي، د ښوونې روزنې لپاره ورته ځانګړې اسانتیاوې نه برابروي، د ښوونځیو اسانتیاوې ورته په لویو ښارونو کې نه برابروي، په بهرنیو بورسونو کې ورته ځانګړې برخه نه ورکوي، نو خود به د طالبانو په ملاتړ له دې نا انډوله او نا اهله حکومت سره جنګېږي؟ طالبانو چې پخوا یواځې د مدرسې طالبان خپل جګړه مار ګڼل نن تر ټول زیات ورسره هم دا د ښوونځیو نیم لوستي ځوانان بېګار کوي، کوم چې هر کال په لکونو لکونو له لیسو فارغېږي خو د لوړو زده کړو، سالمو بوختیاو او د ژوند اسانتیاو د برابرولو لپاره ورته افغان حکومت هېڅ هم په لاس نلري، همدا ځوانان نن د طالبانو د جلب او جذب تر ټولو ستر محور ګڼل کېږي او ښه په شعوري توګه د افغان حکومت د را پرځولو او کمزوري کولو لپاره جګړه کوي. دا ټولنیزه ناخواله او پر ځای یې د ټولنیز نیاو یا عدالت نه شتون نن افغان ملت نه یواځې د وېش او کرکې خواته سوق کړی بلکې د یوې اوږدې نیابتي جګړې جوګه یې هم ګرځولی دی چې یواځې د افغان ملت د د ښمنانو په ګټه تمامېږي. د کندهار د کرز تنکي ځوانان چې له تېرې یوې لسیزې را هیسې په کانکور کې ناکامېږي، په همدې دلالت کوي چې ولسمشر کرزی هم له تېرو څه دپاسه لسو کلونو په وار، وار په نره په کانکور کې ناکام شوی او په دې ندی توانېدلی چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لوړې زده کړې وکړي، نو د ښو تمه ترې بېځایه ده.