د کانکور د ریفورم لپاره ۱۴ وړاندیزونه/ محمد حليم فدايي
پوهنه د کورنۍ، ټولنې او هېواد د تلپاتې هر اړخیزې رغونې لپاره اساسي بنسټ دی. له روزنتون څخه تر پوهنتون او بیا له پوهنتون څخه د کارموندلو او په دولتي او نا دولتي ارګان کې تر استخدام پورې ځنځیر کې که یوه کړۍ هم کمزورې یا موجوده نه وي، زموږ دا اساسي بنسټ به بیا د ټولنې د هر ډول هوسایني بار نه داچې پورته نشي کړای، بلکې دا به د ټولنې د اوږو بار او د هغوی لپاره نه جبرانېدونکی سرخوږی وي. ددغه ځنځیر یوه کړۍ د کانکور آزموینه ده چې زموږ ځوان کهول د پوهنتون له کړۍ سره تړي. بدبختانه هر کال د هېواد د دوولسمو ټولګیو په زرونو ځوان زده کوونکي د تخنیکي سیسټمونو د نه شتون او یا کمزورتیا په نتیجه کې په غیر شعوري او یا سیستماتیک ډول د نظام له داخل او په پلان شوي توګه له نظام څخه بهر د وسله والو له خوا له دغې کړۍ څخه ساقط کېږي او جدې وېره ده چې له تروریزم څخه وروسته به د بېسوادۍ ترڅنګ د یوه محروم، حسود، کینه توز او بېکاره ځوانانو موجودیت د افغانستان او سیمې لپاره ستر ګواښ وي.
هر کال د کانکور آزموینه اخیستل کېږي، اما له تېرو آزموینو څخه نه زده کړه، د پوهنې د دولتي او نا دولتي موسسو د زده کوونکو او د لوړو زده کړو د وزارت او موسسو ترمنځ نه همغږۍ، د نا امنه سيمو د زده کوونکو د جذب لپاره د مؤثر او ګټور سیستم کمزورتيا یا نه موجودیت، د کانکور د آزمویني د طریقې ایډیالي حالت، د کانکور د آزمویني دقیقه نه څارنه او ارزونه، نتایجو ته پر وخت نه لاس رسی، د زده کوونکو د غوښتنې او علاقې وړ رشتې او ځای نه ټاکنه او د کانکور سوالونه د خپلې ټولنې د نصاب د اړتیاوو خلاف یا متغاییر، هغه اساسي ستونزې دي چې د لوړو زده کړو محترم وزارت یې ځینی تر راتلوونکي کال او ځینې نورې یې په راتلوونکو کالونو کې د یوې عملي افغاني ستراتیژۍ له لارې حل کړي. غواړم یوازې د کانکور د آزموینې د اصلاحاتو او ریفورمونو په اړه یوڅو مشخص لنډمهاله او اوږدمهاله وړاندیزونه ولرم:
۱ ـ د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د مدني ټولنې له موسسو، په ځانګړي ډول د نا امنه سیمو له موسساتو سره، په ګډه د (کانکور د همغږۍ مستقله کمېټه یا کمېسیون) جوړ کړي. د ټولو پوهنتونونو رییسان دې هم ددغې کمېټي غړي وي.دې کمیسیون ته کانکور د آزموینو بورډ هم ویلای شو.
۲. ددې په تعقیب دې د ټولو هغو ولایتونو چېرته چې پوهنتون موجود وي او ویل کېږي چې ټول ۳۱ دولتي پوهنتونونه او ۷۰ شخصي پوهنتونونه شتون لري، چې ټول ۱۰۱ پوهنتونه کېږي او په اوسط ډول د هر ولایت لپاره دوه پوهنتونه (د کانکور د ولایتي همغږۍ مستقلې کمیټې یا کمېسیون) مشرتوب په غاړه واخلي. په هغو ولایتونو کې چې د لوړو زده کړو د وزارت نماینده ګي وجود لري، د پوهنې رییس مرستیال او چېرته چې د هغوی استازي وجود نلري، د پوهنې رییس یې مشر وي.
۳. د کانکور د همغږۍ مستقله کمېټه یا کمېسیون د کانکور د آزمویني لپاره پالیسي، مالي امکانات، بودجه، امنیت، او ټول لوژیستیکی او اداري چارې همغږې او له هرې آزموینې وروسته د کانکور د ولایتي همغږۍ مستقلې کمېټې یا کمېسیون زده کړې او مشورې را ټولې او پر بنسټ یې د هر کال د کانکور د آزموینې په ریفورم کې پرته له سیاسي ملحوظاتو کار واخلي. البته دا زده کړې که د رسنیو، عام ولس او مدني ټولنې له بنسټونو سره شریکې شي، لا دا پروسه آغېزمنوي.
۴. د کانکور د ولایتي همغږۍ مستقله کمېټه یا کمېسیون د کانکور د آزموینې لپاره د ولایت په کچه استادان وټاکي، دغو استادانو ته د آزموینې طریقه سمه تشریح، د دولسمو ټولګيو زده کوونکو ته د کانکور سره د بلدتیا په موخه هغوی ته په مورنۍ ژبه یا کم ترکمه په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) کورسونه دایر کړي. د کانکور د آزموینې بشپړ تخنیکي مسوولیت دې همدغه کمېټې ته وسپارل شي او د هر ولایت نتایج دې په هماغه ولایت کې د همدې کمېټې له اړخه د ولایتي شوراګانو او د ملي شورا د غړو په حضور کې اعلان شي.
۵. د کانکور د آزموینې کمېټې/ کمېسیونونه د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو، عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو سره په ګډه دقیقه سروې وکړي. په دغه سروې کې دې په هر ولایت کې د مړینې کچه، د پیدايښت کچه کم تر کمه تر راتلوونکو ۵ کالونو پورې، د دولسم ټولګیو د فراغت کچه، د ځوانانو د بې کارۍ کچه په ځانګړې ډول هغه ځوانان چې له کانکور څخه پاتې یا بې نتیجې شوي دي، په دولتي ارګانونو کې د مامورینو د جذب کچه او پوټینشل، دښوونکو دقیقه سروې او موجودیت، په نا دولتي او خصوصي شرکتونو کې د جذب کچه او پوټینشل، په امنیتی ارګانونو (پولیس او اردو) کې د جذب کچه او پوټینشل، په ولایت کې د کسبونو معلومول، په بهرنیو پوهنتونونو کې د جذب کچه، د بورسونو عادلانه وېش او د زده کوونکو د کورنیو د اقتصادي کچې معلومول شامل وي.
۶. د هر ولایت په کچه د کانکور د آزموینې مرکز جوړ او په دې مرکز کې ټول سهولتونه لکه مناسب ځای، چټک انټرنیټ، د کانکور د آزموینی د ولایتي کمېټې/ کمېسیون لپاره دفترونه، میزونه او چوکۍ او د ټول ولایت لپاره لاسرسی او بشپړ امنیتي تدابیر په نظر کې ونیول شي. په عاجل ډول د ولایت د غونډو تالارونه او په دولتي پوهنتونو کې تالارونه د کانکور د ولایتي کمېټې/ کمېسیون د جلسو، د استادانو د روزني او د کانکور سره د بلدتیا د کورسونو او ټریننګونو لپاره و کارول شي.
۷. د کانکور د آزموینې ولایتي کمېټه د انټرنیټ له لارې د لوړو زده کړو وزارت سره وتړل شي او د لوړو زده کړو وزارت د انټرنیټ سرعت داسې برابر کړي چې د زده کوونکو او علاقه مندانو غوښتنو ته پر وخت ځواب ووايي. که چېري د لوړو زده کړو وزارت غواړي چې په هر حال نتایج باید وزارت اعلان کړي، نو ولایتي کمېټه دې نتایج د انټرنیټ له لارې مرکزي ډیټابیس چې په وزارت کې دی، واستوي او رسمي اعلان د وزارت وکړي او د غیر رسمي نتایجو اعلان د ولایتي کمېټه/ کمېسیون کار دی.
۸ ـ د پنځم وړاندیز له نتایجو او د کانکور د آزمویني له نهایي رسمي نتیجو وروسته د کانکور د آزمویني مرکزي کمېټه/ کمېسیون لاندې اقدامات وکړي.
۱: هغه زده کوونکي چې بې نتیجې پاتې دي او لوړې نومرې یې اخیستې دي:
الف: په بهرنیو بورسونو کې د اولویت حق ورکړای شي.
ب: په خپل ولایت کې تر بل کانکوره د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
ج: په دولتي ادارو کې ورته د انټرنشپ (تجربوي کار) زمینه برابره شي.
۲. هغه زده کوونکي چې بې نتیجې پاتې دي او بشپړي نومرې یې نه دي اخیستې:
الف: په خپل ولایت کې په مورد نظر انسټیټیوټ کې جذب شي.
ب: د ولسوالۍ په دولتي ارګانونو کې تر بل کانکور پورې په تجربوي بڼه ورته له ۶-۱۰ بسته ماموریت ورکړای شي.
ج: د واکسیناسیون په کمپاین کې او د ټاکنو د مامورینو په استخدام کې په خپله ولسوالۍ کې ورته د اولویت حق ورکړای شي.
۹.د نویو پوهنتونو جوړول هم د کیفیت او هم د کمیت له نظره وخت نیسي او هم زیاتو امکاناتو ته اړتیا ده، نو په هر ولایت کې چې کوم انسټیټیوټ ته زده کوونکي جذب کېږي، د انسټیټیوټ له فراغت وروسته د کانکور له آزمویني معاف او د نیمه عالي تحصیلاتو د فراغت سند څخه وروسته د هماغې رشتې د پوهنځي په پنځم کال کې شامل کړای شي، ترڅو له له لوړو زده کړو څخه برخمن شي. یا د هر ولایت د نیمه عالي تحصیلاتو انسټیټوټونه د هماغې رشتې پوهنځي ته لوړ او د ګاونډي ولایت له پوهنتون سره منسلِک شي او یا دې په همدغه انسټیوټ کې د انسټیټوت د استادانو له خوا او د ګاونډي ولایت د پوهنتون په تخنیکي مرسته د شپي پوهنتون پیل کړای شي، هم به د استادانو او هم د ځای ستونزه حل وي.
۱۰ـ د طب له پوهنځۍ پرته دې د نورو ټولو پوهنځیو (لیسانس دوره) د څلورو یا پنځه کالونو پر ځای دوه کلنه کړي او د کریډټ سیسټم ته دې داخله شي او هر چا چې ۱۲۰ کریډټه په بریالیتوب سره بشپړ کړل، هغوی ته دې د لیسانس سند ورکړای شي. البته ټول تمرکز باید دلته د نصاب او آزمویني په کیفیت وګرځول شي.
۱۱ـ د آنلاین کانکور د آزمویني مرکزونه د کانکور د آزموینې په ولایتي مرکز کې فعال کړای شي. په دې مانا چې ټول زده کوونکي دې د انټرنیت له لارې په خپله رشته کې امتحان ورکړي او د رشته بندي پر حساب د زده کوونکي ثبت او راجسټر کړي. مثلا د طب بېل، د انجنیری بېل، د زراعت بېل او یوځای د کانکور په آنلاین آزموینه کې چې کمپیوټر هر سوال ته مشخص وخت هم ورکړای شي، شامل کړای شي. کله چې زده کوونکی ځوابونه بشپړ کړي، نو کمپیوټر به د هر زده کوونکي نتیجه په اتومات (فوري) بڼه زده کوونکي ته پرنټ او واک کې ورکړي. البته دا انلاین آزموینه د کانکور د ولایتي کمېټي/ کمېسیون لخوا د تایید شویو استادانو تر نظارت لاندې واخیستل شي او دویم دا چې ټول زده کوونکي باید د کمپیوټر زده کړه ولري. البته دا انلاین زده کړه په لومړۍ مرحله کې له اجتماعي رشتو لکه تعلیم و تربیه، حقوق، سیاست او نورو څخه په ازمایښتي بڼه پیل شي.
۱۳ـ یو تشویش چې د لوړو زده کړو وزارت یې تل څرګندوي، هغه په یوه ټولګي کې د زیاتو زده کوونکو ځای پر ځای کول دي او استدلال کوي چې د زده کوونکو نړیوال سټنډرد په یوه ټولګي کې له ۲۵ څخه تر ۵۰ کسانو دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په یوه ټولګي کې د زده کوونکو شمېره ۱۳۰ کسانو ته رسېږي، نو ځکه دوی د زیاتو زده کوونکو له جذب څخه عاجز دي. دا استدلال تر ډېره بریده قانع کوونکی ندی، ځکه:
الف: دا نړیوال ستنډر نه دی، بلکې ډېری همدا شمېره وړاندیزوي.
ب: دا شمېره د ابتدايي او متوسطه زده کړو لپاره یو څه سمه ده.
ج: د لوړو زده کړو په داسې یوه سیستم کې چې هلته د کریډټ سیستم رایج شي، د استاد محوري څخه د شاګرد محوري پر لور د تدریس طریقه تغیر شي، د اوږدو لکچر نوټونو پر ځای په فشرده پریزنټیشنونو (پاور پاینټ) ترکیز وشی او نور کار محصلین په کور کې وکړي، د تدریس کېدونکې مضمون په اهدافو او مقاصدو ترکیز وشي. ددې ترڅنګ د زده کوونکو لپاره د شخصي رواني او ټولنیز ټیسټ (Personal Physiological Test) جوړ او له لومړي ټولګې څخه تر پوهنتون پورې د زده کوونکو او محصلینو د خوښې، استعداد، علاقې او مهارت مطابق رشته وټاکي.
د: د زیاتو محصلینو درلودل د نړیوالو سټنډرډونو خلاف نه، بلکې تر دې دمه د بحث وړ موضوع ده. همدا اوس په امریکا کې پدې موضوع کې اختلاف دی چې په یوه ټولګي څومره کسان وجود ولري، البته د ټولګي د محصلینو په زده کړه کې د ټولګي فزیکي ظرفیت او د استادانو د تدریس طریقه مهم نقش لوبوي، نه د زده کوونکو تعداد. د اسټرالیا د کرټین د پوهنتون په ارزونه کې داسې نظریه هم موجوده ده چې له ۵۰ څخه تر ۶۳۰ کسان هم په یوه لکچر کې ګډون کولای شي. زه دا وړاندیزوم چې د لوړو زده کړو وزارت باید د (ټولګي د ډیزاین کتاب یا Classroom Design Manual) جوړ او د دولسم ټولګي د فارغینو په تناسب په پوهنتونونو کې د ځای اواستاد ستونزه حل کړي.
۱۴. ډېری هېوادونو د مسلکي او حرفوي زده کړو په نتیجه کې پرمختګ کړی دی، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې له جګړو څخه تازه راوتلي دي. متاسفانه، په افغانستان کې ځینې کسبونه، لکه پښ، ترکاڼ، مستري، سلماني، موچي، خټګر، ویلډینګ کار، ګړۍ جوړونکي او دې ته ورته پیشې، ټولنیز ملاتړ نلري او تر ډېره برېده وګړي، بېکارۍ ته ترجیح ورکوي، اما دې او نورو کسبونو ته مخه نه کوي. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الکاسب حبیب الله، (کسب ګر د الله دوست دی.) له بل پلوه که فرض کړو چې دا خلک نه وای، خو هر سړی به هم سلمانی وو، هم موچي، هم پښ او هر څه. … دلته د پوهنې وزارت، د حج او اوقاف وزارت، د اطلاعات و فرهنګ وزارت، د اقتصاد وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د ښځو چارو وزارت په ګډه داسې یو ولسي کمپاین پلی کړي چې:
الف: دا کسبونه د اسلام له نظره تشریح او دا چې دا د کورنۍ او هېواد د اقتصاد لپاره څومره اړین دی.
ب: د هغو زده کوونکو لپاره چې له کانکور څخه بې نتیجې پاتې کېږي، سروې وشي او وهڅول شي چې دغو کسبونو ته مخ کړي.
هیله ده د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه دا طرح د یوې مسودې په بڼه د متخصصینو له نظره تېره او د موجوده او راتلونکو امکاناتو په نظر کې نیولو سره یې لا غني، پراخه او هر اړخیزه کړي. ترڅو زموږ د ټولنې د ځوان کهول څخه د هېواد دښمنان ګټه پورته نه کړي، اقتصاد مو لا کمزوري نشي او له دغه مهمې انسانې ذخیرې څخه د تلپاتي اقتصاد او رغوني لپاره ګټه پورته کړو.