ګل دنوبهــــــــارموکله هم چېرې لیــــــــدلی دی
داسې مې جانان دزړه په باغ کې غوړېدلی دی
عمر په ماتېرشوپټه خوله اولاس تړلی وم
مات مې ځنځیرونه کړل ماهرمیدان ګټلی دی
اوښکې ملغلرې مې دزړه په څړیکه وپېیم
جوړبه تېر امېل کړم دزړګي سر مې راغلی دی
نیمه شپه شوه ناست یم له صنم سره دبام په سر
ستوري په نڅاسپوږمۍ له شرمه شپول نیولی دی
سر یې په ټټر راکېښود پټ یې کړم په زلفوکې
ته وا کوم ورېښمین دسمال په چاچا اچولی دی
نغاړم یې په اووپوښوکې ساتم یې له دوړو نه
مخ یې نورانی دی دخالق رب نازولی دی
شین سهار و ولاړو لاس ترغاړه دګلزار په لور
حسن دګلرنګ مې هرګلاب ته رنګ وېشلی دی
ځکه پرې یاسین وایم چې څوک یې رانظیر نه کړي
ډېر زیات پرې وېرېږم هم شېرین دی اوهم ښکلی دی
زلفې عنــــــبري یې ولې نن کږې وږې ښــــکاري
بیایې لېونی بســـــــــمل په ناز ناز زنګولی دی