ډاکټر لمر
ځينې لوستونکي به بيا د ميوند ملالې او د سوات د ملالې پرتليزه ګواښونه کوي او ما ته به ټينګتې کوي، چې بيا دې د سوات ملاله ياده کړه. زه هم نه پوهېږم، چې ولې مې د دغه معصومې نجلۍ تاريخي رسالت ته پام شوی، د پوهنيزې مينې ولولې مې په ذهن کې پياوړې کېږي او د ملالې يادون مې په کراره نه پرېږدي. که د ميوند ملاله مې د تاريخ په پاڼو کې او د شاعرانو د شعرونو په څپو کې انځور کړې ده، مګر د سوات ملالې انځور مې د دې له ۱۲ کلنۍ څارلی، د دې شهامت مې د ليک لوست په اړه په سترګو لیدلی او په هغه ورځ چې د ملالې د وېشتلو انګازه لکه خپسکه په زړونو خپره شوه، نو وېر يې تر ما هم راورسېدلو او له همغه ورځې مې د سوات د ملالې په اړه يو څو کرښې د قلم په وېنه او بشري مينه ورته وکاږلې.
نن مې بيا يو خبر ولوست، چې سږ کال تر ۲۵۹ تنه د نوبل د سولې جايزې لپاره نوماند دي، چې د امريکا پخوانی جمهور رئيس بيل کلينټن هم دغه جاېزې ته نوماند دی، مګر زما سترګې بيا د سوات په پښتنه ملاله ولګېدلې، خو يو شي يې زما زړه ټکنده کړ، چې په ټولو رسنيو کې د سلهاو ميليونونو پښتنو په استازيتوب د پاکستان نوم ورسره نښلول شوی دی، ځکه د ډيورند يوه خيالي کرښه ده، چې د ملتونو وياړونه هم پردي کوي، خو بيا هم د سوات د ملالې په هويت کې د سيمې د علم د ډېوې شغلې خپلې لمبې نورې هم پياوړې کړې، چې مشال يې بيا هم همدا پنځه لس کلنه سواتۍ ملاله ده، چې نورې نجونه او خلک الهام ترې اخلي.
په افغانستان کې د کانکور آزموينه هم تېره شوه. له ډايکوندي ۳۵۰۰ تنو آزموينه تېره کړه، چې ۳۲۰۰ تنه يې لوړو زده کړو ته جذب شول او د اکثريت نومري يې ۳۲۰ يا ۳۲۲ وې، چې يو عجيبه تصادف ته ښودنه کوي، مګر له ټول «لوی» ننګرهاره بيا له ۱۲۰۰۰ متعلمينو صرف ۲۰۰۰ په دې وتوانېدل چې د پوهنتونونو انګړو ته ورودانګي، خو په پوهنتون کې بيا ورته د پاړسو دهشکه اېښې ده، چې د لومړي او دويم تدريسي کال په ترڅ کې به لکه غرنۍ شمتولې وڅنل شي او د پوهنتون انګړ به ترې پاک او شغالي شي. د کندهار او روزګان خبره به نه کوم، چې بيا به څوک راته بوڅ شي، خو له ټول زابله ۳۰۰ تنو په آزموينه کې ګډون کړی وو، چې د ګوتو په شمار يې پوهنتونونو ته لاره پيدا کړه، نو دا شو د پوهې او زغم انځور په پښتني سيمو کې او د چلول ماشين د کرزي په واکمني کې، چې مارشال صيب هم اوس افتخاري ډاکټر شو.
د سوات ملالې د پوهې غږ په غرنۍ سيمه کې پورته شو، خو په سر ولګېدله، د کوپړي نيمه يې والوتله، کيڼ غوږ يې کوڼ شو او د خپل معصوميت ښايست ته يې صدمه ورسېدله، مګر بيا هم ځيني کيڼ اړخي او سپين اړخي ورته سپکې سپورې وايي. يو شمېر يې وايي، چې ملاله د دې وړ نه ده، چې د ملالې په وينو مينځل شوی تاريخي شهامت وګټي، چې حتی بنسټپالې سيمين عمر په خپل تلويزيوني پروګرام کې هم د خپلو افراطيونو په ننګه د ملالې نوم ګواښلی دی او د چپي ستميانو ډېرو پاڼو د دې ټينګتې کړې، چې ولې ملالې ته د نوبل جايزه ورکول کېږي!
ملالې په خپله ۱۲ کلنۍ خپل تاريخي نوم وګټلو، خو د سر د وينو په توئيدو نړيوال شهکار وګرځېدله، چې د نړۍ په ميليونونو خلک يې د خپل زخمي سر په وينو د وېر په ټغر کېنول. د ملالې په ياد په ميليونونو مومبتۍ روښانه شوې، ډېرې تيرې کوڅې يې روښانه کړې، چې ډېرې پېغلې يې د پوهې د شمعې پتنګانې شوې. لکهاو ميندو خپلو لوڼو ته د ملالې نوم ورکړ، ځکه ويل کېږي: هر نوم ملاله دی او هره پېغله ملاله شوه. ډېر ماشومان، ځوانان اوپېغلي د نړۍ په هر ګوټ کې د دعا لپاره په ګونډو شول او خپلې لپې يې خدای ته پورته کړې، چې د ملالې ژوند وژغورل شي، چې د خلکو دعا هم د خدای په دربار کې ومنل شوه او ملاله نن ژوندۍ ده او ليا يې د عبرت نور روښانه شوی دی، چې ليا ډېر نور ګوټونه به رڼا کړي.
ملالې د خپل ډېر لنډ ژوند په ترڅ کې ډېرې ناخوالې وليدلې، په سيمه کې په تدريجي بڼه وګواښل شوه، چې آخر يې په سر ووېشتله، د مرګ او ژوند په سپڼسۍ لکه د صراط په پله تېره شوه. د پښتونستان او انګلستان په روغتونو کې څو ځله عمليات شوه، چې وروستی عمليات يې ليا څه موده مخکې د انګرېز د برمېنګهم په يو روغتون کې وو، چې د سر کوپړۍ يې ورته وسپني کړه، غوږه يې ورته ماشيني کړ، ځکه يوه تخنيکي آله يې ورواچوله، چې اوسمهال يې روغتيا مخ پر ښه کېدو ده او ناشنوا غوږ يې بيا شنوا شو، په شونډو يې موسکا پيدا شوه او په وينه کې يې بيا د مبارزې تودوښه وځغليدله، چې په مينوالو کې يې د هيلو څپې وخوځولې!
وروسته له ټولو عملياتونو د سواتي ملالې مخ لږ شانته کوږ دی، د کيڼې خوا مخ يې د بلې خوا په پرتله ښوی دی او د خولي کيڼ پلو يې لږ ځړېدلی دی! نو درنو لوستونکو دغه د مخ د کيڼې خوا عصبي ريښو يې د لګېدلې مرمۍ په ترڅ کې تر يو برېده صدمه ليدلې ده، چې د ظالم د مرمۍ د ويشتلو نښه ده، ځکه يې د کوپړۍ نيمه برخه الوتلې وه، د کيڼ غوږ مرکزي برخې يې له منځه تللې دي او د مخ عصبونه يې هم د مرمي او د نسجونو د شاک په ترڅ کې ټپي شوي دي.
له بده مرغه پښتون مېشتې سيمې د افراط او تفريط په بوړبوکۍ نښتي دي، چې هر يو دخپلې سياسي څېرې او ټولنيز موقف لپاره هر معصوم او مظلوم د خپلې سياسي لوبې قرباني کوي او په لنډو مرميو يې ټپي کوي او په صحرايي محکمو يې نېست او نابود کوي. له خواشيني سره بايد یاده شي، چې د سيمې د روزنې او پوهنې ګاډۍ هم د اور په تونل کې روان دی، چې لمبې يې هم ګاډی سوځوي، هم سيمه سوځي او هم خلک پکې پوپناه دي، خو بيا هم ژوند په هيلو خوړل شوی، نو پښتنه ملاله ليا ژوندۍ ده، چې د پوهنې د مشعل شغله وساتي او د بري تر پولې يې ورسوي.
يو شمېر ليکنو کې د سوات ملاله د ميوند له ملالې سره پرتله کېږي، خو بايد ياده شي، چې هره ملاله خپل تاريخي ځای او ارزښت لري. نننۍ ملاله د سيمې د ماشومانو د روزنې او پوهې د لوږې استازيتوب کوي، چې نن يې تاريخي رسالت پر ځای کړی دی او د سيمې د ماشومانو د کرېکې وينې د دغه سواتي ملالې له کوپړې په دارو شوې، چې نړيوالې رسنۍ او بشري ټولنې يې په خپله وينه سرې کړې، چې پايله يې د سيمې لپاره يو د پوهې الهام شو، خو د ملالې لپاره ماته کوپړۍ، جسمي معيوبيت او ذهني معلوليت، خو د پښتنو لپاره بيا همدا ملاله نړيوال محبوبيت شوه.
پايله
يوه ټولنه په انسانانو ښايسته او ژوندۍ ده، پرته له انسانانو هره سيمه وچ ډاګ دی. په ټولنه کې ملالې زېږېږي، چې لکه مست غاټول د سيمې دښتې پرې ښايسته کېږي او زموږ اروا پرې تازه کېږي. بيا وايم، چې پرته له غاټوله ځمکه شوره زار ده، رېګستان دی او سرآب دی، نو پرېږدی، چې زموږ ماشومان لکه غاټول غوندې زموږ دښتي پوښ کړي. ګلاب که تېز ازغي لري، نو تر څنګ يې د پاڼو خوندور مشک هم لري، چې روح پرې تازه کېږي، نو پرېږدی، چې زموږ د ډاګونو غوټۍ هم وغوړېږي، چې پاڼې يې د مينې په پرخو کې تازه شي، نو زه د سوات ملالي د روغتيا ترڅنک د نوبل د جايزې د بري هيله کوم، خو پښتنو ته وايم، چې ملاله ستاسو ده، نو مه يې پردۍ کوی!
په درنښت