ډاکټر لمر

د مارچ د اتمې ډنډوره روانه ده، خو ټول انسانان دې يو ځل خپل چاپېر ته ځيرشي، چې د هر يو انسان په کور کې څو نجونه اومېرمني دي. څوک به خپله مور په پام کې تېره کړي، بل ته به خپله نيا تر سترګو شي، څوک به د خپلو خويندو ياد تازه کړي او يو شمېر به خپله مېرمن په خپلو خيالونو کې انځور کړي، نو اوس پوښتنه کېږي، چې تاسو لوستونکو کې د کوم يوه پخپلو دغو د کورنيو غړو باندې بد لورېږي او يا يې د ژوندون بدمرغي غواړي! نو ډېر به له ځان سره ووايي، چې ريښتيا هم زموږ د ژوند لويه برخه مېرمنې ډکوي، چې زموږ کور پرې دروند دی او ټولنه مو پرې ژوندۍ ده.

د مارچ د اتمې نېټې تاريخي پېښې ليا د نيويارک ښار د ۱۹۰۸ ميلادي  کال د کارګرو ښځو مارشونو ته رسېږي، چې د کار د شرايطو د ښه والي، د معاشونو د لوړوالي او ځينو نورو اړينو غوښتنو په اړه سازمان شوی وو، خو په شوروي اتحاد کې يې بيا سوسياليستي رنګ واخيست او د ښځو د نړېوالې ورځ پوړنی يې ورواغوست، خو کپيټاليستي ملکونو د سړې جګړې په دوران کې دغه ورځ بايکاټ کړه. موږ افغانان هم له دغه ورځې سره د سرې غمېزې له ټوکېدو سره مخامخ شو، چې ځينو ليکوالو ته نن هم يوه سياسي سوژه ګرځېدلې ده او هر کال خپلې تکراري ليکنې پرې کوي، يو خوا شاعرانو  د مارچ د اتمې په اړه په شعرونو خپله خوله ستړې کړې ده او بلخوا په دولتي ادارو کې د يو نمايشي نندارتون لپاره څو تنه کېني، خبرې وکړي او بيا يوه ښه ناشتا يا ماښامنۍ پسې نوشجان کړي، خو دافغانستان او ګڼشمېر نورو ملکونو ښځې څنګه چې بدمرغه وې، نو همغه ډول بدمرغه پاتې دي.

که وليکم چې زما د مارچ اتمې نېټې ته صرف د طب پوهنځي په دويم کال پام شو، نو مبالغه به مې نه وي کړې. په روسيه کې د ميخايل ګوربچوف واکمني وه. لومړی د «ترېزوست» يعني بېخماري يا له شرابو ډډه پالیسي يې خپله کړه، چې د شوروي اتحاد د انګورو تاکونه يې په بېخ کې غوڅ کړل بيا يې د «ګلسنوست» يا «همغږي» پړپړه راوايستله، چې د برلين دېوال يې پرې ړنګ کړ، خو جرمنان يې سره يوځای کړل او وروسته يې د «پېرېسترويکې» کيسه راواخيستله، چې شوروې اتحاد يې پرې ټوټې ټوټې کړ، نو د سوسياليستي شوروي د دغو پاليسيو د پلې کولو لپاره يې د تلويزيون تر څنګ په پراخو لاريونونو هم لاس پورې کړ، چې زياتره به د شوروي اتحاد په هغو تاريخي ورځو دغه لاريونونه پلي کېدل، چې ټولنيز او ټوليز اغېز يې درلود.

دغه ورځې لکه: د فبروري ۲۳ د سروځواکونو دبنسټ اېښودلو ورځ، د مارچ اتمه دښځو ورځ، د اپرېل ۲۳ د لېنن د زېږېدنې کليزه، د اکتوبر ۲۵ د سره انقلاب ورځ او د نوامبر اوومه هم د همغه خونړي انقلاب ورځ، خو د بلې کليزې پر بنسټ. د ګوربچف ټولنیزو پاليسيو له ۱۹۸۶ کاله خپل زور واخيست، چې تر ټولو پياوړې انګازې يې په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ کلونو کې وي، ځکه وروسته له دې د شوروي اتحاد اقتصاد هم په کونه کېناست، چې شوروي اتحاد هم ورو ورو د وېشلو خوا ته سوق شو.

په ۱۹۸۸ کال کې د مارچ اتمه په لويو ښارونو کې لمانځل کېدله. هغه ښارکې چې ما روغتیايي زده کړې کولې، نو يو لوی لاريون هم د مارچ د اتمې نېټې په وياړ پلان شوی وو. ما ته زموږ په پوهنځي کې افغاني کمونيستکو ګواښ وکړ، چې په دغه مارش کې به هرومرو ګډون کوم او که نه نو سفارت ته به مې راپور ولېږي، چې د شوروي اتحاد ضد یم، يعنې انتيسوېتيکوس او يا هم اشرار يم. ما هم له خپلو سيالو افغانانو سره ګذاره کوله، نو په هغه لاريون کې، چې د ښځو د «سياسي ورځې» په مناسبت سازماندهي شوی وو، ما هم ګډون وکړ، خو یو شعار به وروسته له بل شعاره تکرارېدلو، چې یو شعار يې په دې ډول و: تلپاتې دې وي د شوروي اتحاد مېرمنې، دغه د «ګلسنوست او پېرېسترويکې» فعاله ګډونوالي! نو بل شعار وو: تلپاتې دې وي د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ! نو زما هم له دغو شعارونو سره د مارچ اتمې نېټې ته سم پام شو او تاريخي سلسلې ته مې يې ليوالتيا پيدا شوه.

ليا کال نه ووتېر، چې په شوروي اتحاد کې اقتصادي اوسياسي بحران رامنځ ته شو. په رسنيو کې د ګوربچف او ېلتسن د بېلتون کرښې نورې هم پياوړې شوې، چې پايله يې په ګوربچف کودتا شوه او د ۱۹۹۱ د ديسمبر په مياشت کې د شوروي اتحاد دړې وړې کېدل شول، د برلين دېوال ليا مخکې په نړېدو شو او په ۱۹۸۹ کې له افغانستانه روسان هم په تښتېدو شول، خو په زړه پورې دا وه، چې د مارچ اتمه نېټه هم د ټوليزو رسنيو تر بريده پاتې شوه، نور نو هغه مارشونه نه ول، خو ځينو همکارانو به دغه ورځ هلته او دلته لمانځله، مګر نور يې هغه د «ګلسنوست» او «پېرېسترويکې» د ډنډورو خوند تللی وو.

ځوانان تر ننه ځينې ورځې د روسيې او يو شمېر نورو سوسياليستي پاتو شونو سيمو کې د خوشګذراني په موخه لمانځي، چې هم ښځينه ورځ لمانځي او هم نرينه شپه پالي. په روغتونونو کې اکثريت نرسانې نجونه او ښځې دي، نوهلته په روغتيايي موسسو کې دغه ورځ تر ننه د مستيو او ساتيريو ښه پلمه ده، مګر نجونه او ښځې د فبروري له ۲۳ هم ښه ګټه پورته کوي، چې د نرينه د ورځې په نامه يې لمانځي، ځکه د شوروي اتحاد سور پوځ يا سور مخي عسکر خو نور نشته، نو د سرو پوځونو يا د شوروي د ټولنې د ژغورنکي يا سرتېري وراشو هم خپل ماهيت له لاسه ورکړی دی، مګرنرينه خو ليا شته، چې ښځينه ته غومبر ووهي.

په لويديزو ټولنو کې د هر ټولنيز بهير او يا سياسي چلند سره، چې د سوسياليزم له بلاک سره يې تړاو درلود يايې لري، تر ننه کرکه ښيي، خو په لوېديز کې هم يو شمېر سوسياليستان او بهر مېشتي د سوسياليستي بلاک پاتې شوني شته، چې د مارچ د اتمې لېوال دي، نو دغه ورځ ته تبليغ کوي  او يا يې لمانځي، ځکه له دولتي سازمانونو سبسيډي يا نورې مرستې هم ورکول کېږي، چې ښځې په جشنونو روږدې کړي، چې د ښځه توب او ميندېتوب مسؤليت او واجبات يې هېر شي. د مارچ اتمه هم د سوسياليستي افکارو او پرولوتاريايي  ايډيالوژي يو بل اړخ دی، چې نن هم لکه د ذهني ناانډولتيا يوه نقيصه په ليکنو، ناستو پاستو او شعارونو کې رامنځ ته کېږي.

په سابقه شوروي اتحاد او يا د شوروي په نننيو پاتو شونو ملکونو کې د ښځو شمېره د نرينه په پرتله لږ شانته ډېره ده، چې تر ننه هم د دويمې نړيوالې جګړې بشري ناانډولتيا هلته محسوسه ده، له بل پلوه د روسي نرينه عمر هم کم دی، ځکه په ودکا او سمګونکو روږدي دي، نو د ټولنې دغه حالت خلک دې ته اړ کړي، چې ښځو ته په شعارونو کې ځای ورکړي، ځکه هلته د ټولنې اقتصاد هم تر ډېره بريده په ښځو ولاړ دی او د اقتصاد تر څنګ ښځه د ټولنې نفوس ته هم پکار ده او همدا ډول بايد ځوان نسل هم ښځه وروزي، خو د ټولنې دغه ناانډوله حالت خپل ټولنيز ګواښونه او ذهني غبرګونونه هم لري.

د سابقه شوروي په روسيه، اوکراين، بېلاروس او کزاخستان کې د ډېموګرافي حالت داسې دی، چې نفوس يې مخ پر کمېدو دی. د روسيې نفوس په وروستيو ۲۰ کلونو کې تر څو ميليونو راښکته شوی دی، چې وروسته له يوې پېړۍ د روسانو د نفوس شمېر کېدلی شي نور هم ښکته شي او هلته يو بل ټولنيز بحران رامنځ ته کړي، چې اوسمهال د روسيې دولت له ښځو سره د اولاد په راوړلو د پيسو مرسته کوې، يعني په هر نوي ماشوم تر ۵۰۰۰ ډالرو اضافي پيسې ورکوي او هغه مېرمن چې درې او يا ډېر اولاد ولري، نو د کور په اخيستلو کې هم دولت ورسره مرسته کوي، دغه مرستې به  تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله دوام وکړي، مګر بيا هم د روسيې ټولنه د نفوس دکموالي له ګواښ سره مخامخ ده، ځکه نو د مارچ د اتمې پاليسي يې پکار ده.

په لوېدیزو ټولنو کې هم د نفوس ستونزه شته، مګر توپير يې په دې کې دی، چې په لوېديز کې کار او معاش لومړيتوب ګڼل کېږي، چې د ښه اقتصاد پر بنسټ د ښځو اقتصادي ناپېيلتيا هغوی دې ته لمسوي، چې لومړی ځان ته د کار زمينه برابره کړي او بيا د خپل ښځينه توب په فکر کې شي، مګر چړچې خو کوي، نو ځکه په ګڼشمېر لوېديز ملکونو کې د مېرمنو د ولادت کلونه په منځني توګه له ۳۲ تر ۳۳ پورې لوړ شوي دي، ځکه يوه لوېديزواله کورنۍ (ښځه) په منځني توګه يو نيم (۱،۵) اولاد زېږوي، چې بيا يې هم ټولنه  د ډيموګرافيکي ناانډولتيا سره مخامخ کړې ده او په لوړ عمر اولاد راوړل هم د ماشوم د معلوليت او معيوبيت ولولې لري او يا کورنۍ له نورو ستونزو سره مخامخ کولی شي.

په لوېديزو ټولنو کې د مارچ اتمه د رسنيو د کرښو بوختيا ده، نو کومه ځانګړې پېښه نه ګڼل کېږي، خو په لوېديزکې بهر مېشتي افغانان، کوردان، ايرانيان او يو شمېر شوروي پلوه عربو کې او کيڼ اړخو تورکانو کې د مارچ اتمه په زړه پورې ده، ځکه هم سبسيډي پرې اخلي، هم ښه بنډار پرې کوي او هم خپله آيډيالوژيکي تنده پرې ماتوي، ځکه نو ګڼشمېر کېڼ اړخي فيلسوفان په دغه ورځ قلم راپورته کړي او خپلې فلسفي سفسټې پرې وليکي، چې د هېڅ ښځې درد به دوا نه کړي.

ولې لوېديزوال په بهر کې له مهاجرينو سره مرسته کوي، چې د مارچ اتمې ته تبليغ وشي، غونډې جوړې شي او ناشتاوې يا ماښامنۍ نوشجان شي. د مهاجرينو اکثريت مېرمنې په پردي ملک کې بېسواده دي او په کورونوکې ناستې دي او په عيبت او غيبت اخته دي، نو د دا ډول ورځو په لمانځلو دې ته لمسول کېږي، چې په ټولنيزو چارو کې هم فعاله شي، نو د يو شمېر افغاني مېرمنو لپاره د مارچ اتمه هم د بولاني، منتو اوسمبوسو د سيالي ورځ ده، چې خولې يې د هوايي خبرو تر څنګ د مارچ د اتمې په ځانکړې چتني نورې هم ترخې شي.

د مارچ په اتمه مې ډېرې داسې ليکنې ولوستلې، چې د مارچ د اتمې په ننګه ليکل شوې دي، خو ليکوال يې بيا هغه څوک دي، چې خپلو مېرمنو ته د هغوی عادي کورني حقوق هم نه ورکوي. يو يې له نفقې انکار کوي، بل يې خپله مېرمن د سهار له ناشتا مخې، د ماسپښين له ډوډۍ سره غبرګ او د ماښام له شکنې وروسته په څپړو ګرموي، خو په ليکنو کې بيا د ښځو د حقوقو دعوا کوي. له دې بيا بله بدتره پېښه په افغانانو کې دود ده، چې د روڼآندو په کولتوري پروګرامونو او غونډو کې هېڅ نجونه او مېرمنې ګډون نه  کوي، چې انسان له ځينو ذهني پوښتنو سره مخامخ کوي، چې ايا هغه څه چې ليکو او يا يې وايو نو عمل هم پرې کوو او که نه!

په بهر کې که په هره علمي او ټولنيزه غونډه کې يوازې خلکيان، پرچميان، ستميان او يا هم ماويستان ناست وي، خو يو او ياد دوه ځوانان هم پکې اخته وي. په افغانستان کې هم د نرينه او ښځينه وو په منځ کې د  بېلتون کرښه معلومه ده، له جهاديانو او ملايانو خو ګيله نه کېږي، ځکه د هغوي له نظر سره سم ښځه خو په جومات کې دلمونځ کولو حق هم نه لري، سر بېره پر دې، چې د رسول اکرم محمد (ص) په موده کې ښځو د جمعې لمنځونه په جومات کې له خپلو نرينه وروڼو سره يو ځای کول. تر افغانانو بيا تورکان ښه دي، ځکه د مارچ اتمې ته چندانې پام نه کوي، مګر په جومات کې يې مېرمني په جمعه لمونځ کوي او يا يې لکه افغاني سينما په دويم پوړ کې ښځو ته د لمانځه بېل ځای جوړ کړی وي او يا ېې د جومات په پای کې بېلې کټارې ورته درولې دي.

ښځه په افغانستان کې بل موقف لري. په افغانستان کې که د ملکې ثريا مخ لوڅ شو، نو يو شمېر ورته د ښځينه حقوقو انقلاب وويل، خو نورو بيا د دوزخ شغلې پکې انځور کړي، چې پايله يې لومړۍ سقاوي شوه او د دويمې سقاوي دوران هم په پټو او لوڅو پنډېو تود وو، مګر نه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ  پر بنسټ او يا د پوهنيز ځواک په شاليد کې. افغانان پرون هم غريب ول او نن هم بېوزلي دي. ښځه په ولور او طويانه خرڅوي او يو شتمن يا ځواکمن يې اخلي او بيا ورنه د چوچه کشي ماشين جوړوي.

په يو افغاني مستند فلم کې يو کوچی وايي: په ژمي کار و بار نشته، نو چې ورته بند شو هرکال يو په راوړو، هر کوچی په ښځه له ۱۲ تر ۱۵ بچيان راوړي، هغه لږ يې ۱۰ اولادونه دي، تر لسو چې کم شي، بيا نو موږ ته شرم دی! دغه وضيعت يوازې په کوچيانو کې نه دی، بلکې په روڼآندو کې هم همدا جنجال دی. څو کاله مخکې د کاناډا په تورنټو ښار کې د يو دوست په ټينګار يو افغاني واده ته تللی وم، چې افغانې نجلۍ له يو بنګالي هلک سره په تخت درېدلې وه، نو د «فاميلي عکس» د اخيستو پر مهال د ناوې چاپېر له نجونو او هلکانو ډک شو، نو يو له کاناډا مېشتو مېلمنو راته وويل، چې دغه کورنۍ يو پلار او مور دي، خو ۱۷ (اوه لس) اولادونه لري او مور يې د يو دوو نورو خيال هم لري، نو زما د يو ملا خبره را ياد شوه: زن هايتان بايد اولاد بزايند، که امت اسلام زياد شود، روزي رسان خداست و لنګرشانه هم زمين مېورداره! مګر په کاناډا کې د ماشوم پر سر ښې پيسې ورکوي، خو کوچی که په ښځه لکه مېږه په کال يو راوړي، نو روڼآندي لکه چې په ښځه لکه پشۍ ګڼشمېر پشونګوري په راوړي!

په افغانستان کې له ملکې ثريا رانيولې بيا تر ننه پورې د ښځو د مخلوڅي، چادري او لنډ لمنې يا بې لمني خبرې روانې دي. څوک وايي، د ښځو مخونه دې پټ وي، نور بيا وايي، چې نقاب دې په سر کړي، بل بيا وايي، چې څه يې چې زړه غواړې همغه دې وکړي، يعنې له ميني ژوپه نيولې تر یخن لوچ او ناف لوچه دې ټول واغوندي، مګر په ټولنه کې د هغو دودونو په اړه، چې د نرينه او ښځينه ماغزه يې مغشوش کړي دي، هېڅ هم نه يادېږي.

 په افغانستان کې بيا څلور ښځې روا دي. د ودنو لګښتونه دومره دي، چې ډېر ځوانان ورته بهرمېشت شوي دي. دوبی په افغاني کارګرو ډک دی، چې ډېر يې تنده په دوبی-شو ماتوي، خو پېِغلې په کورونو کې يا زړېږي، يا ورستېږي  او يا هم له عقدو ډکېږي. دغه بدمرغي يوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې په ډېرو اسلامي ملکونو کې همدا حال دی. په تاجکستان او کرغزيستان کې خو اوس ډېرې پېغلې پرته له مېړه زړېږي او ټولنه يې له ځوانو ميندو، چې يو او يا دوه اولادونه لري، ډکه ده، ځکه اکه تاجک يا اوکه کرغز د مسکو په بازارونو کې یخ وهلي او ماغزه يې منجمد شوي دي، خو کله کله غېږه د مارچ په اتمه په پۍ مخو روسي نجونو تودوي! چې خپله ميرمنه يې ليا وخته د مارچ په اتمه له ذهنه ايستلې ده او د وښو په خوړو يې په غرونو او رغونو کې اخته کړې ده!

په افغانستان کې له نوې ډيموکراسي سره سم هلته او دلته دښځو دحقوقو خبره يادېږي، خو بيا همدغو ډيموکراتانو د جعفريه فقه رسمي اعلان کړه او د ښځو سيغه يې صدقه يې جاريه وګڼله، دا خو ليا څه کوې، که ښځه تر څلورو شپو له خپل مېړه نه د تقاضا انکار وکړي، نو مېړه حق لري خپله مېرمن خانه داري ته په زور واداره کړي، چې دغه فرمان هم په کوڅو کې د ښځو لپاره د تآئيد او مخالفت د لاريون پلمه شوله، خو سيغه والاو ښځو دغه نورې د ښځو د حقوقو مدافعينې مېرمنې په ډبرو هم ووېشتلې، چې په نړيوالو رسنيوکې يې سم انډوخر ترې جوړ کړی وو.

په بهرنيو رسنيو کې هم د مارچ په اړه له ملنډو ډکې کيسې ليکل کېږي، چې په يوه څېړنه کې له نرينه وو نه پوښتنه شوې، چې په ۸ د مارچ به خپلې مېرمنې ته څه ډالۍ کړې، نو تر ۳۵ سلنه نرانو ويلې: لکه نورو شپو غوندې به تنده پرې ماته کړم، خو تر ټولو په زړه پورې د زيمبابوې په ملک کې د يو نرينه او يوې ښځې صحرايي مينې ته ځانکړی شوی راپور وو، ځکه نرينه غوښتل د مارچ د اتمې نېټې په وياړ خپلې د مينې ښځې ته صحرايي مينه ډالۍ کړي، خو د صحرايي مينې په ترڅ کې کوم زمري پرې برابر شوی وو او حمله يې پرې کړې وه، خو نرينه لوڅه کونه ترې تښی وو، مګر ښځه يې زمري ته پرېاېښې وه، چې د زمري د خولې خوراک شوه، نو د مارچ د اتمې  صحرايي مينه هم د ښځې په نابودي تمامه شوه.

په افغاني ټولنه کې هم د هر شي ظاهري بڼې ته د خلکو پام وي، خو له معنوياتو يې بيا خبر نه وي. وايي، چې يو ځلې د ظاهر بابا د ولسې جرګې لخوا د رسمي ژبو په اړه قانون پاسېدلو، نو په يوه برخه کې راغلي ول، چې: پښتو ملي ژبه ده، د پښتو تر څنګ دري رسمي ده، خو کوم وکيل نه وو پوه شوی، نو پوښتنه يې کړې وه، چې په پښتو پوه شوم، مګر دغه درې نورې کومې دي! نو فارسي يې په دري ورته اړولې وه! په افغانستان کې له روسانو سره لېوالتيا هم خلک دې ته ولمسول، چې په خپلو لوڼو د واليا، ولنتينا، مارګريتا، تانيا، نتاشا او داسې نور نومونه کېږدي، نو په افغانستان کې د مارچ د اتمې ورځې په لمانځنه کې هم دهيئت رئيسه کومې د حقوقو د مدافعينو له ډلې ناره کړې وه، چې اوس دې مارچ خور هم ستېج ته راشي او موږ ته دي خپلې خبرې واوروي! د يو ليکوال له خولې په کليو کې ښځې د مارچ او مرچ آغا توپير هم نه شي کولی او د مارچ په اتمه هم د آغا په مريدي خوشاله وي، نو دا شوې د پرديو کانې او د خپلو زمزمې!

وړانديز

وروسته له دغو څرګندونو او پېښو اوس زه هم نه پوهېږم، چې د مارچ د اتمې نېټې په اړه څه ډول پايله وليکم، خو هغه څه چې زما په ذهن کې تاوېږي راتاوېږي هغه دا دي، چې که هر انسان له خپلې مور، خور، مېرمن، ورېندارې، توړۍ، ترور، خورزې، ښمينې، ګاونډۍ او همکارې يا همصنفې سره ښه چلند وکړي او بشري ارزښت ورته قايل شي، زما په ګومان د ښځو په اړه به تشنج پخپله کم شي، خو ښځې هم بايد ځيني انساني ارزښتونو او بشري دودونو ته درنښت وکړي.

هغه پېغلې يا کونډې چې غواړي واده وکړي، نو هڅه دې وکړي، چې په بن ورنشي، په بشري ارزښت سمبال واده ته دې غاړه کېږدي، د ودونو له بې ځايه لګښتونو دې خپله کورنۍ وژغوري. د اولاد په روزنه کې دې پياوړې ونډه واخلي، ځکه نېک اولاد د نېکمرغه ټولنې وږمه ده، نو ښه مور که په غېږ کې يو رهبر روزي، نو تر څنګ يې نړۍ ته د هوسا ژوند زمينه هم برابروي، چې د زغم، پرمختګ او درناوي ولولې پکې نغښتې وي.

 هغه پلرونه او وروڼه چې لورانې يا خويندې ودوي، نو يو سم انسان ته دې خپله لور يا خور ورواده کړي او په بن دې خپله لور او يا خور نه ورواده کوي، پرته له دې په بدو کې د ښځو له ورکولو بايد ډډه وکړي، چې د کورنۍ د ترينګړو حالاتو مخنيوی وشي. په لور او يا خور د ولور او يا طويانه اخيستل بايد ځان ته ننګ وګرځول شي. په ودونو کې د سيالي او تربګني لپاره تباه کونکي لګښتونه بايد ودرول شي، ځکه افغانان غريب خلک دي او بې ځايه لګښتونه د نوې جوړې شوې کورنۍ لپاره د ستونزمن ژوند زمينه برابروي.

ما لکه يو ډاکټر ډېر څه ليدلي دي. له لېونيو نرانو رانيولې او تر سپېلنيو ښځو پورې مې تر سترګو تېر شوي دي. ما داسې نران عمليات کړي، چې پخپله غره کې يې يا ګيلاس او يا هم د کولا بوتل منډلی وو، خو داسې ښځې مې هم ليدلې دي، چې خپل فجر په يو او يا بل شي شړولی وو او يا مې داسې ښځه عمليات کړې، چې تر ۱۰ يا دوولسو پلاستيکې قاشوغې او چړې يې تېرې کړې وې او په ګېډه کې يې بندې شوې وې او داسې نورې ډېرې هيښونکې پېښې مې ليدلې دي، چې يوې ځانګړې څېړنې او ليکنې ته اړتيا لري.

په نرانو او ښځينه وو کې ځينې داسې ناروغۍ شته، چې د معلول او يا معيوب اولاد د زېږېدنې زمينه جوړوي يا داسې ناروغي لري، چې کېدی شي د کور داسې ستونزې رامنځ ته کړي، چې د مرګ زمينه برابره کړي. ما داسې نجونه ليدلې دي، چې پر ځان يې داسې ټپونه يا زخمونه دي، چې وروسته له واده کېدلی شي د مېړه او مېرمن ژوند ورتريخ کړي. د دغو ستونزو تر څنګ ما بې تيو نجلۍ او موخنثه پېغله هم ليدلې، چې مخ يې د نجلۍ دی، مګر نور ځان يې نرينه ته ورته والی لري. ما داسې نران هم عمليات کړي، چې تي يې تر ښځينه لوی ول او غږ يې بيا د نجلۍ وو، نو د واده او کوژدې په پېښو کې يو نرينه او نجلۍ بايد مخکې له مخکې يو او بل وويني، کورنۍ يې بايد خپله ناروغه لور واده نه کړي او ناروغ زوی ته هم بايد واده و نه کړي، نو دا هم د ژوند د تريخوالي يوه ډېره ستره ستونزه ده، چې بايد په پام کې ونيول شي. ښځه بايد پر وخت واده وکړي، ځکه د عمر په تېرېدو د ښځې تخمدانونه په پوليکيستوز اوړي، چې د شنډېدو او سنډه کېدو پېلامې رامنځ ته کوي، د هارموني ناروغيو سبب هم ګرځي او د هارموني تومورونو د رامنځ ته کېدل ګواښ هم ورسره مل دی.

په ژوند کې تعليم او تربيه ډېر غوره ګڼل کېږي. نجلۍ لکه هلک د ښوونې او روزني بشپړ حق لري، نو نجونو ته هم بايد د ښوونې او روزنې ښه زمينه په انساني چاپېريال کې جوړه شي. په ټولنيز ژوند کې بايد د کورني ژوند تر څنګ د هوسا کار زمينه هم ورته برابره شي، د لوړو زده کړو په درلودلو سره يوه مېرمن او مور کولی شي، چې خپل اولاد ته سمه روزنه ورپه برخه کړي، نو د نجونو ښوونه او روزنه د ټولنيز ژوند يوه غوره اړتيا ده، خو نجونه هم د دوی د جسمي، رواني او فزيولوژيکي له اړخه خپل انساني وجايب او بشري مسؤليتونه لري، چې بايد ورته پام وکړي.

په دولتي چارو کې بايد د ښځو په اړه بشري قوانين پلي شي، نه دا چې د ښځو له ژونده سياسي ډنډوره جوړه شي او په هره شعبه کې بيا ترې تقاضا وشي. د ښځو حقوق بايد  د سياسي سياليو محرکه قوه نه وي، بلکې ښځه لکه نر بشر وګڼل شي، نه لکه نن چې د ښځو د حقوقو تر پردې لاندې ټولنيز تشنج ته لمنه وهل کېږي، سياسي او اقتصادي ګټې ترې پورته کېږي، څوک ښځې د «جای امن» سيمې ته لمسوي، نور بيا په همدغه د جای امن په سيمه کې پرې تيري کوي، ځکه دا ټول په سياسي لوبو کې د ښځو ښکېلول دي او سياسي ګټې ترې پورته کول دي.

پايله

درنو لوستونکو، که انسانان ښځې د سياسي کشمکشونو د ډګر محور ونه ګرځوي او په ټولنه کې سمه صادقه او څانګپوهه اداره رامنځ ته شي، چې د بشري قوانينو د پلي کولو زمينه پياوړې کړې، نو د ټولو وګړو حقوق به پر ځای شي او ټولنه به له ډېرو ناخوالو وژغورل شي. که موږ يوازې د مارچ په اتمه په رسنيو کې ډنډوره جوړه کړو او د کپيټاليستي او سوسياليستي د ذهنيت لومه ونښلوو، مګر پاتې ۳۶۴ ورځې خپلې ميندې، خويندې او مېرمني له هېره وباسو، نوګمان مې نه شي، چې ښځه دې هوسا او آرامه ژوند ترلاسه کړي، نو زما په آند، چې ښځو ته بايد د بشر په سترګه وکتل شي، ځکه که ښځه د چا مېرمن ده، نو د بل يا مور ده او يا هم خور! نو ټولنه په شعارونو نه جوړېږي، مګر په پياوړو اخلاقي ارزښتونو ژغورل کېدلی شي.

په درنښت

Door Guest