مقدمې ته هیڅ ضرورت نشته. سیده په اصلي خبره ورځو.
راځئ ریښتیا ووایو. د کلیو په آخورونو، زیارتونو، وچو لښتیو، او زړو کنډوالو کې ډېر حراموني نوزاد موندل کېږي، که د نجونو په ښوونځیو کې؟ پښتانه لوڼي ګودرونو، د څارویو جارګیو، زیارتونو، او د لاسي نلکیو غاړې ته پرېږدي، په اوښانو او خرو پسې یې یبلې پښې خویندي میندې منډې وهي، خو ښوونځیو ته یې نه پرېږدي. د پښتنو د بشپړو ولایتونو په کچه ښځینه ښوونځي نشته. تاسې د ښځو ښوونځی د ناموسدارۍ په بهانه تړلی، خو تاسې کوم ناموس ساتئ. آیا ستاسې خویندې میندې به د پنجابي او هندو ډاکټر د معاینې پر مېز ونه غځېږي، او پر خېټه به یې ایرانی او بهرنی لاس ور ونه وهي؟ آیا ښځینه محبسونه به مو هم څڼېور ملایان ساتي؟ آیا د ښځو د خاصو مسایلو په اړه به مو د کلي پېغلي ملاصاحب ته ورځي، او حال به ورته وایي؟ آیا تاسې د محضې ژوندي پاتې کېدلو لپاره کوم تدبیر لرئ؟ آیا زموږ هېواد به تر قیامته د شپنو او رمو، یعنې ملا او عوامو هېواد وي. نه به بل کسب پکې چلېږي، نه به بل مسلک ته ضرورت وي، نه به بل مشر ته ضرورت وي؟ تاسې د کرزي د نظام په نظامي، سیاسي اړخ له سره فکر مه کوئ. یواځې په دې اړخ یې فکر وکړئ چې تر دې نظام لاندې د نورو ولسونو میندې خویندې په زرګونو زرګونو ښوونځیو، او پوهنځیو ته روانې دي. یواځې په دې اړخ یې فکر وکړئ چې تر دې نظام لاندې بازار دی، کاروبار دی، مزدورۍ دي، پانګونې دي، پېر او پلور دی، سفرونه دي، تحصیلات دي، ژوند دی، امن دی، او د طالب په سیمه کې دا هیڅه نشته. آیا تاسې په ګټه او تاوان پوهېږئ که سرببري، پښې یبلې، او بې پرتاګه لېونیان یاست؟ په دومره غټو تاوانونو او ګټو خو لېونیان هم پوهېږي. د ژوند او مرګ په تفاوت خو ابله، او احمق هم پوهېږي. د علم او بې علمۍ په تفاوت خو نن سبا جوګی او جټ هم پوهېږي، او تاسې خو ځان ته د هغه قرآن پیروان وایاست چې وایي: قل هل یستوي الذین یعلمون و الذین لا یعلمون… تاسې د دې کتاب پیروي یواځې د دې لپاره کوئ چې د ورور وژلو ته پرې لاره جوړه کړئ، د ځان تحمیلولو وسیله یې کړئ، سیاسي کار ځینې واخلئ، بل انسان پرې ورټئ. نور مو د خدای له کتاب سره هیڅ کار نشته. نه یې د علم فرمان مهم بولئ، نه یې د امن پیغام پر حق بولئ، نه یې د صداقت پیغام ته اهمیت ورکوئ، نه یې د توحید پیغام ضروري درته ښکارېږي، نه مو د پیغمبر د علیکم بالنساء (پر ښځو مو پام وي) پیغام زړه ته لوېږي، نه مو د إماطة الأذی عن الطریق (له لارې د ضرر د لرې کولو) پیغام ته فکر دی، نه مو د “ومن أحیاها” پیغام منلی دی. بس، په دین کې ګرځئ ګرځئ، چې چېرته پکې د بل ورور د ازارولو کومه ذهني توجیه پیدا کړئ، چې چېرته پکې د خپل ملک د ورانولو کومه ذهني لاره پیدا کړئ، چې چېرته پکې له هېواد سره د غدر او خیانت کوم عقلي جواز پیدا کړئ، هغه په بیرغونو ولیکئ، له هغه څخه سي ډي ګانې جوړې کړئ، له هغه څخه ترانې جوړې کړئ. ته به وایې دین د وراني فرمان، د قتل فیصله، د چور جواز، د اهانت وثیقه، د تعذیب پیغام، د بې سوادۍ دستور، د استخباراتي او سیاسي ګټو وسیله، او د نالوستو او دین ناخبره ملایانو د حاکمیت تصور دی. ته به وایې خدای پاک خپل بندګان په غلطه او ګناهګار پیدا کړي، او ملایان د خدای پاک د غلط خلقت سموونکي دي. ته به وایې یوه ټولنه د ملا له حاکمیت پرته له سره مسلمانه نه ده. ته به وایې افغان ته یو دین راغلی، پاکستاني، سعودي، اماراتي، مصري ته بل دین. ته به وایې امریکایی، برېتانیایی، فرانسوی، جرمنی یواځې هغه وخت د اسلام دښمن شي چې افغانستان ته سر را ښکاره کړي. نور په هر ځای کې اهل کتاب ورور دی. ته به وایې په دنیا کې نور ټول کفار، مرتدین، منافقان، ګناهګاران ختم دي چې د نړۍ عرب، او عجم ټول زما په بې وزله اربکي او مجبوره پاڅونوال پسې را خطاوتی، او د خپل کور په بام یې سنګر نیولو ته مجبور کړی. ته به وایې یواځې د افغان لور په درس ویلو خرابېږي. ته به وایې عافیه صدیقي د امریکا په کالجونو کې د خدای ولي او غوره کړای شوې بنده تربیه کېدای شي، او له هیلۍ او سپوږمۍ او منېژې څخه د افغانستان په اسلامي نصاب لوستلو مردارې جوړېږي. ته به وایې د ملا صاحب له خپلې لور په کوټه او پېښور کې د لارډمیکالي په تعلیمي نصاب بي بي جوړېږي، او زموږ خوندي لوڼي د الف الله په نصاب خرابېږي. ته به وایې د پاکستان جنرالان ریښتیا د افغانستان غم اخیستي چې د اشغال اشغال غپهار کوي. ته به وایې د کرنل امام ږیره د ریښتیا وه. ته به وایې جنرال حمیدګل حقانیه دارالعلوم ته د مسلمانانو د زامنو د هدایت لپاره مېلمه کېدلو، او هلته یې لکچرونه ورکول. ته به وایې د هیرامنډیي په نه ړنګېدلو کې هم خدای پاک د رحمت او حکمت مظاهره کوي، او د پښتنو د جوماتونو په الوتلو کې خدای پاک د قدرت او جبروت. ته به وایې د افغانستان مشر هغه اسلامپال دی چې د کفارو په خدمت کې دی، او رحمان ملک هغه فاسق دی چې د اسلام په خدمت کې.
دا ولې داسې کوئ، او پښتنو؟؟؟
تاسې ته د خدای راغلی پیغام ریشخند، او د کوټې راغلی فرمان جدي ښکارېږي.
تاسې ته ولې خپل دوست بد سړی، او خپل دښمن ښه سړی ښکارېږي؟ تاسې دا دری لسیزې د خدای په لاره کې خپله وینې تویوئ، خو بیا هم درته خپل دښمن د خدای دوست، او خپل دوست د خدای دښمن ښکارېږي. آیا د خدای پاک له تاسې – نعوذبالله- کرکه کېږي چې بیا یې هم ستاسې دښمنان خوښېږي؟ ستاسې د ښوونځیو ورانوونکي، ستاسې د مشرانو وژونکي تاسې ته ولې شهیدان ښکارېږي؟ ولې د خپلو قاتلانو په جنازو کې په زرګونو زرګونو ګډون کوئ، او د خپلو غمخورو جنازې ته د طالب له ډاره نه ورځئ؟ ولې هغه چا ته قدر ورکوئ چې تاسې سپکوي، او هغه کس سپک ګڼئ چې ستاسې غم پر سر اخیستي؟
ستاسې د سترګو عدسې سرچپه شوي. له تاسې خپل او پردی غلط دی. تاسې ته خپل سرتېری او محلي پولیس پردی، او پردی پنجابی، عرب، او ناسنته خپل ښکارېږي.
تاسې سیالي یواځې له خپل ورور، خپل تربور سره کوئ؟ له پنجابي سره، له ایراني سره سیالي درته ناممکنه ښکاري، که ناوړه؟
تاسې خو د مشرانو تابعدار خلک واست. اوس څنګه هلکانو په مخه کړي یاست؟ زموږ د کلي سمیع الله، چې ګوډ و، معذور و، معیوب و، تاسې به له اهانته او سپکه خویه، او بې مهرۍ هغه ته د سونګي او شوټي خطاب کاوو. نن هغه د پنجابي وسله واخیسته، ایرانی پرچاپی یې پیدا کړ، طالب شو، اوس یې هاشمي صاحب بولئ، او مچڼي ورته سموئ. دا قدر به مو مخکې ورکړی و. هغه وخت چې د پنجابي وسله یې نه وه درپسې راوړي.
سمیع الله هم پېژندلي یاست. هغه خبر و چې تاسې د زور بندګان یاست. تاسې د سړیتوب قدر نه کوئ، د خپل دوست قدر نه کوئ. د ټوپک، او ملاتوب قدر کوئ. که هغه اربکی شوی وای، ستاسې ښوونځی یې ساتلای، ستاسې قومي مشران یې ساتلای، او تاسې ته یې امنیت غوښتلای، تاسې به یې پر ضد لاریون کړی و. اوس هغه له پنجابي څڼېورو سره ګرځي، اوس ستاسې لپاره هاشمي صاحب دی. هاشمي صاحب غوندې ډېرو خلکو ستاسې مزاج ته کتلي، او بیا یې خپله لاره انتخاب کړې ده.
یو موږ یو، چې ستاسې مزاج هم را مالوم دی، ستاسې بې غوري هم را مالومه ده، ستاسې جفا، او ناځواني هم را مالومه ده. ستاسې ملادوستي، او علم دښمني هم را مالومه ده، خو بیا مو هم خدای پاک ته ستاسې د پوهېدلو اسره ور اخیستي، او سرتور سر ستاسې د سرخلاصي دوعا کوو. خدای مو پوه کړه.