ليکوال : ګل رحمن رحماني
زما مينې ! ته چېرته يې ، چې نه دې وږمه راځي او نه هم دخوب په طلايي وزرونو ددغه تقدير ځپلي انسان دخيال تر مزاره راځې . نه ګورې ، چې بيا پسرلى شو ، غرونه او دښار د واټونو ونې خاندي ، خو غږ يې زما د ډوب او پرېوتې زړه غوندې حتى تر نږدې واټونونو پورې هم څوک نه اوري .
نه ګورې ، همغه ونې څانګې غوړولې ، چې دخزان په يوه طلايي ورځ دواړه ترېنه لاندې ناست او يو دبل په سترګو کې ورک ناست وو ، ډېر لرې مو په دوو زړونو کې دغوړېدلي رنګين پسرلي ننداره کوله . هلته دواړه ديوه بې خزانه بڼ په شنو چمنونو کې سره ورک وو ، خو دلته مو تر قدمونو لاندې دوچ شوي چمن او رېژېدلو پاڼو له خرپا او زړونو له درزا هېڅ نه اورېدل .
نن په همغه بڼ پسرلي خپل رنګين وزرونه غوړولي ، ددغه ښار پارکونو او بڼونو يو ځل بيا دښکلا شال په سر کړى ، دا همغه ځاى دى ، چې ستا دراتلو په وخت مې ستا زلفو ته يو ګل هم پيدا نه کړ ، خو اوس ، چې هر څه پرېمانه او طبعيت پرې دمهربانۍ لاس راکښلى ، خو زه دتقدير او قسمت څپېړې وهلى يم ، سترګې مې له اوښکو ډکې دي ، ددغه بڼ رنګينو ته نه شم کتلى . زه همغه بن او ښکلې ونې ته ورغلم ، ترېنه لاندې په څوکۍ دوه نور مينان ناست وو او دونې ګلورينو څانګو ورباندې دخپلې مهربانۍ لاسونه خپاره کړي وو .
زما مينې ! زما پسرلى له تاسره دى ، له تاسره ډېرلرې ، چې په واورو ، يخونو او دسمندر په يخو څپو کې هم زرغون ښکاري او وږمې يې يوازې زه او ته حس کولاى شو ، ته زما پسرلى او زه هم ستا مړاوى طراوت يم .
٢٠٠٣ مارچ ٢٤