لیکوال:عبدالله ابک

له ډېره وخته د لمريز کال د لومړۍ ورځې (نوروز) د جوزو او لا يجوزو په سر ناندرې  روانې دي چې يو شمېر ديني عالمان يې د مجوسيانو او زردشتيانو ورځ ګڼي او ناروا يې بولي.

همدا راز يو شمېر ليکوالان يې تاريخي او دوديزه ورځ بولي او وايي دا چې پښتانه اريايان دي نو دا د يما يا جمشيد پاچا له وخته راپيل شوې ورځ ده!

که ولس ته وګورو او بيا د دواړو ډلو (علماوو او ليکوالو) دلايل وڅېړو نو خبره روښانه ده!

تر دې دمه هيڅ ليکوال کوم داسې ليکنی ماخذ نه لري چې سړی پرې باور وکړي يا د ښاغلي ليکوال ليکنه کره او د منلو وړ کړي!

زمونږ اکثره ليکوال چې له پاړسي متنونو استفاده کوي، په درز کې له ايراني کتابونو ژباړې او اخيستنې کوي او خدای شته چې د  ماخذ ليکنې او يادونې دود هم نه مراعتوي نو دوی دا دعوه لري چې له ادمه تر جمشيده نه کرکيله وه، نه زراعت او مالداري وه بلکې يما هرڅه پيل کړل.

خو دا بايد ووايو چې زمونږ دغه ډله  ليکوال بیچاره ګان د ايران د متعصب شيعه ايزم تر اغېز لاندې راغلي او حقيقت داسې نه دی. ځکه انسانيت له جمشيده نه دی پيل شوی بلکې له ادمه پيل شوی او الله جل جلاله په قرانکريم کې ويلي چې ادم ته يې ټول نومونه وښودل. په ټولو نومونو کې د ژوند د اړتياوو ټول شيونه وو.

همدا راز بني اسرائيلو ته چې  تيار چمتو شوي خواړه (من او سلوا) راتلل نو هغوی پرې ناشکري وکړه او ويې ويل هغه څه غواړو چې په ځمکه کې شنه کېږي. (مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بقْلِهَا وَقِثَّائِهَا …)

وړاندې تر يما يا جمشيده هم ژوند ؤ، هم کرکيله وه او هم د کال لومړۍ ورځې وې.

همدا راز د نوروز نمانځونکو يوه غټه تېروتنه دا هم ده چې دوی وايي د نوروز لومړۍ ورځ د يما له وخته پيل شوې خو  په داسې حال کې چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د هجرت د ورځې له مخې يې د لمريز کال په پيل کې نمانځي؟

که ښاغليو ليکوالو دا موندلې وي چې ژوند او انسانيت  له يما پيل شوی نو د يما د کليزې يا نيټې نوم ولې نه پېژني او د لمريز کال له مخې يې ولې نمانځي؟

همدا راز زمونږ يو شمېر ليکوالان  نوروز ته اټکلي تعبيرونه هم کوي او وايي: (نوروز اصلا “نو روځ ”ده ، له تركيبه يې معلومېږي چې دا پښتو نوم دى ځكه چې روځ د نننۍ ورځې زړو شكل دى او دغه ورځ  د آريايانو لومړني پاچا يما يا جمشيد راپيل كړې ده. )

خو دا هم د دوی اټکل دی او څېړنه په اټکل او تعبير نه بلکې د ماخذ په ښودلو د منلو وړ کېږي.

يو شمېر نور بيا وايي: اختر له يختير نه اخيستل شوى او يختير همدغه نورز دى، اريايانو به د يخنۍ په تېرېدو سره د پسرلي لومړۍ ورځ نمانځله ځكه چې د دې ورځې په پيليدو هم طبعيت نوى ژوند پيلوي او هم ورسره خلك. دوی  وايي دا ورځ د يما پاچا له وخته راپيل شوې ده او هغه يو متمدن پاچا ؤ چې په نوي ډول د كورونو جوړولو، ديوالونو كې د نقاشيو او لمرينو كړكيو پرېښودو او نورو پرمختياوو سره يې زراعت او چاپيريال ته هم په نوي او متمدن نظر وكتل، بدلونونه يې په كې راوستل او نوښتونه.  دوى وايي آريايانو به د كال په لومړي سر كې د سامانې ميله درلوده، په دغه ميله كې به پېغلو اوزلميانو سره خپلې جوړې خوښولې او د راتلونكي ګډ ژوند له پاره به يې په همدې ميله كې يو بل خوښول. همدا راز به د مشرانو له خوا ځوانانو ته د مسؤوليت كمربندونه ورتړل كېدل. دغه ميله به ښځو او نرانو په ګډه كوله.

بيا هم وايم چې که دا خيال او خوب نه وي او کومه څېړنه وي نو ماخذ يې کوم دی؟

ايا د اريايانو د وخت کوم ډبرليک هم شته چې دا ډول خبرې ثابتې کړي؟

له بلې خوا زمونږ ديني علماء هم له سياست سره ډېره  فاصله لري دوی يوه خبره يوازې د جوزو او لايجوزو له زاويې مطرح کوي چې نالوستو او دوديزو عوامو ته يې منل يو څه سخت دي.

په داسې حال کې چې نوروز يوه سياسي ورځ ده او په سياسي فکر نمانځل کېږي، نه په ديني او مذهبي فکر او عقيده. ځکه چې په افغانستان کې اوس نه مجوسيان شته او نه زردشتيان او نه څوک په مجوسيت او زردشتيت پوهېږي. نوروز سياسي ورځ  د ايرانيانو له خوا تپل شوې ورځ ده، ايرانيان د ايران د جوړيدو له وخته پر نورو د برترۍ او لوړ ښودنې تمايلات لري. ايرانيانو (فارس خليج) ته په همدې خاطر د ايران نوم ورکړ چې ټول ارياييتوب په دوی پسې وتړل شي.

همدا راز يې په يما يا جمشيد پسې داسې دروغجنې کيسې جوړې کړې چې نه يې عقل مني او نه نقل. دوی غواړي ثابته کړي چې هرڅه له ايرانه پيل شوې دي. انسانيت، زراعت او ژوند ټول په یما پسې تړي چې داسې نه ده.

ايرانيان چې په زيارتونو تر هرڅه زياته عقيده لري او حتی په ځينو شيعه مذهبو سيمو کې کې د سړک تر غاړې قرآن خښ کړي او بيا وايي دا د پلاني حسين يا عباس زيارت دی. نو په جمشيد پسې يې هم دروغجنې کيسې تړلي او وايي:

جمشيد پاچا به هم هر كال دغه ميله كوله ، خلكو به په دښتو، ورشوګانو، هديرواو معبدونو كې د خپلو خدايانو له پاره قربانۍ كولې مېلې به يې جوړولې اودخپلو مړو او ژوندو له پاره به يې دعاګانې غوښتې. همدا راز به يې دغه ميله له كوره د باندې د لوبو په سياليو، مذهبي سندرو او ګډاګانو رنګينوله او د كور دننه به يې د سمنك په نذرونو توده ساتله. خو دې خبرو ته کره او د منلو وړ ماخذونه نه لري.

 

د نوروز منطقي دلايل:

څرنګه چې د افغانستان بېلابېلې سيمې بېلابېل طبعيتونه لري. د حمل لومړۍ ورځ په ځينو سيمو کې لکه بدخشان، پامير، غزني، وردک، باميان، پنجشير، سالنګ او نورو سړو سيمو کې کوم ځانګړی مفهوم نه لري. ځکه چې هلته نه کرکيله پيلېږي، نه د ونو کېنول او نه هم د هوا معتدل توب. بلکې هلته د حمل لومړۍ هم سړه وي او دښتې ، ونې او  بوټي هم وچ وي. همدا راز د کرکيلې پيل هم د حمل په لومړۍ نه کېږي. حتی اوسني زراعت خو دا هم ثابته کړې چې په سړو سيمو کې د حمل پر ځای په حوت کې د ونو کېنول ښه نتيجه ورکوي.

همدا راز په ځينو ګرمو سيمو لکه لغمان، جلال اباد، کندهار، هلمند، فراه او يو شمېر نورو کې هم د ښوونيز کال نيمايي وي، هم د کرنيز کال نيمايي وي. غنمو ګز ګز ولاړ وي او يا يې وږي ايستلي وي،  ونو شګوفې تويې کړې وي ګورې شوې وي او ميوې يې نيولې وي، شينلي شډل شوې وي، کوکنارو ګل کړی وي او که ټوکه وکړم نو ښځې د (سبزه لغت) پر ځای په غنمو کې بنګړي شړنګوي (سابه او واښه ) کوي.

نو په کوم منطق ووايو چې حمل په ټول افغانستان کې د کرنيز کال پيل دی او د ټولو افغانانو دود دی؟

بله دا چې که نوروز د ټولو اريايانو وي نو هندوستان، جرمني او نور يې ولې نه نمانځي؟

که نوروز د ايران او شيعه ګانو نه وي نو د سخي يې له نوروز سره څه؟

ايا جنډه هم کوم پسرلنی دود دی؟

که نوروز رښتيا هم اريايي دود وي نو سخي  خو د ځينو تتو روايتونو له مخې پنځه سوه کاله کېږي چې دلته شتون لري او د اسلام  هم  دا څوارلس سوه کاله کېږي نو ايا تر دې د مخه يې د چا جنډه اوچتوله؟

د مزار سخي د عربو سره منسوبوي او مراسم پرې د يما تطبيقوي؟

 

نو ولې لمانځل کېږي؟

په حقيقت کې په پښتنو سيمو کې نوروز نه نمانځل کېږي که پېژني يې هغه هم د افغانستان د رسمي نمانځنو تر اغېز لاندې راغلي او د نمانځنو لږ لږ تقليد کوي. ځکه چې په هر کلي کور کې يو شمېر رسمي مامورين وو او هغوی به يا په خپله په رسمي مراسمو کې ګډون کاوه او يا به يې له راډيو اوريدل. همدا راز به يو شمېر رسمي او شتمن ميله يان د خپلې وسې سره سم د مزار سخي او د نورو ښارونو هغو مېلو ته تلل چې په رسمي توګه به تنظيم شوې وې. ورو ورو عادي مقلدو کليوالو هم په سيمه ايزو زيارتونو کې د نمانځنو، قولبو ايستلو او په ځينو نورو بڼو نمانځل روان کړې وو چې تر دې دمه همداسې د حکومتي تقليد تر اغېز لاندې بې رنګه او کم رنګه نمانځنې راروانې دي.

د افغانستان اکثره حکومتونه بې غوره او د پرديو تر اغېز لاندې تېر شوې دي. ځينو په مادي لحاظ وطن د نورو په واک کې ورکړی او خرڅ کړی او ځينو يې په معنوي او کلتوري لحاظ پردي دودونه په خپلو خلکو تپلي دي چې ډيورنډ او نوروز يې د مادي او کلتوري خرڅون له ګڼو بېلګو دوه دي.

دا چې ومو ويل پښتانه د نوروز دود نه لري ځکه چې د نوروز څومره دودونه دي اکثره يې په پښتنو کې نشته. پښتنې ميندې حتی سمنګ پېژني هم نه او د هفت سين په معنی او مفهوم هم نه پوهېږي. همدا راز د سبزه لغت دود ځکه نه لري چې پښتنې مېرمنې په شينکيو او شينليو کې لغتې نه وهي او پرې خېژي نه بلکې روانې اوبه او شينلي ورته سپېڅلي ښکاري او  خپلو مرادونو ته د رسيدو په خاطر په شينکيو، شينليو او روانو اوبو لاس ږدي او دوعاګانې کوي.

دا چې يو شمېر پاړسي ژبي د هفت سين دود پالي دا هم د ايرانيانو جعليات دي. ځکه نوروز د زردشتيانو ورځ ده او هغوی په اصل کې هفت سين  نه بلکې هفت شين (ش) کارولي چې په هغو كې شمعه، شراب، شمشاد (سروه) شيريني، شيدې، شاهدانه (بنګدانې) او شربت ږدي ورسره د دسترخوان په څلورو كونجونو كې  اويشن ، سنځلې او سپېلني هم ږدي چې د دوى په مذهب كې ژورې ريښې لري. (اويشن يا سعتر ، يو بوټى دى چې خوشبويه پاڼې لري په خوړو كې استعماليږي).   (انټرنيټ ايراني تبيان سايټ ©CHN(Cultural Heritage News Agency)

دا چې ايرانيان هم اسلام ته لپک وهي او هم د ځانغوښتنې ليونيان دي نو هفت (س) يې په هفت (ش) بدل کړی او جعل کاري يې کړې ده. څو شراب او شاهدانه (بنګ) ترې وباسي.

 

که نوروز ونه نمانځو ګټه يې څه ده؟

لومړی خو زمونږ دود نه دی او که فرض کړو دود مو وي نو تر ګټې يې خرافي اړخ پياوړی دی. پښتانه د يو بل سپيره دود (ولور) نه تر پوزې راغلي او ځوانان يې له وطنه ورک دي نو که نوروز هم دود ومنو نو د کوژده کړو ځوانانو بيړه غرقه شوه. ايله به نورزي وړي. ماهيان، جيلبۍ، جامې او ګاڼې به په ولور او نورو تاواني دودونو سرباری شي!

په داسې حال کې چې د پښتنو ځوانانو ملا ولور کږه کړې نو نوروز به يې ورماته کړي!

دويم دا چې د ايرانيانو له کلتوري يرغله به مو ځان خلاص کړی وي!

درېم : د ملايانو خولې به مو وربندې کړې وي چې د کفر ټاپه راباندې ونه لګوي. مجوسي او زردشتي مو نه کړي. همدا راز ملا زمونږ د ټولنې نه بېليدونکی جز دی نو په ټولنه کې به مو درز  نه وي او د ملا او دودپالو تر منځ به واټن نه وي.

څلورم: چاته به کم نه ښکارو ځکه چې دود مو نه دی او نمانځو يې هم نه . اوس خو سمنک، هفت سين او سبزه لغت نه پېژنو او د نوروز دعوه کوو چې بې ځايه ده!

د سړو او تودو سيمو هېوادوال به مو له  دې  نادودې خلاص کړې وي. ځکه په سړو سيمو کې لا پسرلی شوی نه وي او په تودو کې تېر وي.