لیکوال:عید محمد لیوال
له کومې ورځې چې خان بي بي د خپل ستر ارمان په تمه او امید ناسته وه او د هغې د کور لوی او واړه د کور نارینه او ښځې د کاله هم دې ته د یوې تور سرې د امیدوارۍ ( حمل) د دروند مسولیت په سترګه کتل، نو بیا یی په هغې د کور کاله کار، بار هم سپک کړی ؤ هیچا هم دا حق نه شو درلودای چې لاس پرې پورته کړي.
پښتنې ښځې تر هغې پورې، چې څو يې څه شوي نه وي د یو ډول روحي تکلیف لاندی وي او زړه يي تنګ وي ځکه د پښتنې دود له مخې د زوی پیدا کیدل یو ویاړ او د لور زیږیدنه خپل ځان ته یو شرم غوندی بولي یعنی( په زوی خوښي کوي او په لور هیڅ هم نه) نو ځکه به خان بي بي هم تل دا دعا کوله چې په خیر دی خدای زوی راکړي، کورنی ته به یی هم سترګی جګې وي او د کلي او ګاونډ نورو میرمنو ته هم. خان بي بي پنځه لوڼې درلودې خو زامن يي نه پایيدل،نو ځکه به يي تل د زیارتونو لار نیولې وه او په دی به يي ګروهنه درلوده چې ګوندې خدای یی ورته د زیارت په کولو سره د هغې دټولو رنځونو د پورته کیدو او په ځانګړی توګه د اولاد او بیا د نارینه بچي د په نصیب کیدلو لپاره د زیارتونو نذر او نیاز په ډیر اخلاص سره ادا کاوه او په ورځو ورځو لارې او مزلونه به يي په زیارتونو پسې کول. خان بي بي له یو لوی سوال سره مخ وه،له یوې خوا به د کورنی غړو دې ته سپیره ویل او له بلې خوا هغه پخپله هم تر ډیر سخت بوج لاندې وه چې خدای به بیا څه زما په برخه کوي؟ هغې به د کلی له ډیرو هوښیارو، پخو او تجربه لرونکو ښځو نه د ځینو خاصو موهو مقدسو ارواحو نذرونه لکه؛ د سه بیبیانو، پینځه ټنګې او نورو ډیرو شیانو پوښتنی کولې او دهغوی به یی پوره خیال ساته او په ورین تندي به يي منل. له خان بي بي سره به د کلي او ګاونډ نورو ټولو پیغلو ، زړو میرمنو او پخو ښځو ډیر ښه سلوک کاوه او د زړه خواله به یی ور سره کوله، خدمت او تاون ګاللو ته به یی هم ملا ور سره تر ډیره تړله، ځکه چې د خان بي بي ژوند داسی د میتازۍ او بیوزلۍ غوندې ژوند ؤ،خوشحالي يي نه وه تل به يي د خفګان، غم او درد سره خپلې شپې ورځې تیرولې،ځکه د هغې لوی ارمان په ژوند کې د یونارینه (زوی) اولاد درلودل ؤ او د کورنی له بد پیغور نه یی د ځان د خلاصون لپاره خپله لاسونه تل په لپه کول،کورنی به ورته سپیره، بد بخته او خړ سترګی ویل، له همدې بد نظر کتلو نه خان بي بي به هم ځانته د یوې خړ سترګې او سپیرې میرمنی ویل، په پښتنو کی دوه ښځې سپرې ګڼل کیږي؛ یوه هغه چې یا خو د نر او لاد په ځای لوڼې ډیرې راوړې او یا د لنګوال نه مخکې مړه شي، هغه متل دی وایی:( زوی راوړه له ډیرانه،برخه یوسه له میدانه) خان بي بي هم ددغې لويې هیلې په تمه وه. هغې به د امیدوارۍ له اولو شپونه د میا ملا تعویذونه او بندونه بېشماره را جمع کول، زیارتونو جنډې به يی را غوڅولې، په قبرونو به یی د ولاړو دربو سرونه غوټه کول او په هیڅ کلیوال علاج او درملنه يي سرپه نه کوله.شپې ورځط وې تیرید دخان بي بي د پلارګانی غړي هم د هغې د نر اولاد زیري ته ناست ول او ویل به يي: خدای دی هغی ته زوی ورکړي، لویه صدقه او خیرات به وکړو،هغه خوارکی پنځه لوڼې لري او زامن دې خدای نور ورکړي.
یوه ورځ چې خان بي بي د کلي له یوې هوښیارې ښځې سره د خپل دغه ستر ارمان په خبرو اخته وه یوې ښځې ورته ویلي ول چې ته خو یوځل د تلویزیونې معاینه وکړه چې څه نتیجه در کوي، خان بي بي د هغې ښځې په خبره ډیره خوښه شوه او چې څنګه کورته راغله سمدستي يي د کور له نورو ښځو سره دغه خبره شریکه کړه تر څو يي کلینیک ته د معاینې لپاره بوځي. په کور کی ټولو ورسره خو ښه کړه چې لاړه دې شي او دا ارمان دی هم پوره کړي، خو د کور ځينو بې انصافه، نا اهله او له خدای د خدای کارونو نه بې خبره غړو به يي ویل: دا څو څو ځلې مخکی هم لاړه، بیا يي څه توره وکړه، لور او لور… لاړه دی شی لاړه دې شی والله که به دی ورته د زویه اللو اللو ویلي وي، دا سپیره ده،بدبخته ده، په زوی کی يي نصیب نشته.
خان بي بي یی خاوند ډاکتر ته د معاینې کولو لپاره بوتله، دواړه ښځه او میړه په همدې هیله او امید ؤ چې د ډاکتر له خوا پرې د زوی زیری وشی. ډاکتر د خان بي بي په معاینه بوخت ؤ او دوی دواړه د کلینیک په انتظار خونه کی په همدی کی ول چی اوس به زیری را کوی او اوس به زیری راکوي، خان بي بي او میړه په دی لګیا ؤ چې خپل خپلوان،کور، کلی او په تیره بیا ستا د پلار کورنی به څومره خوشحاله شی که د زوی له زیری سره ګډ له کلینیک ورشو او د خپل خسر کور( د خاوند) کورنی چې درته سپیره هم وايي، څومره ښه خبره به وي او له څومره ستر پیغور به په امن کی شو. داوړه په همدې بحث بوخت ول چې نر سه ورته ناڅاپه کوټې ته را ننوته او په ستړي اواز يي ویل: که زیری راکوئ معاینه مو وشوه او خدای به مو د زوی مور او پلار کړي، خان بي بي او خاوند يي دومره خوشحاله شول چې له خوښۍ په جامو کی نه ځاییدل.د خان بي بي میړه خپل جیب ته لاس کړ او یو سلګون زیری يي هغه نرسې ته ورکړ او په بیړه له کلینیک نه را ووتل تر څو کور ته ځانونه ورسوي او له دغه ستر زیري ټوله کورنی خبره کړي.ښځه او میړه دواړه له خوښۍ ډک په موټر کی د خپل کور پر خوا رهی شول، د خپل ژوند د ستر ارمان په هیله هیله کی دواړه دومره ډوب ول چی ان لا سر د اوسه يي ډول ډول تصمیمونه نیول. په موټر کی به یی په پسپسي سره یو بل ته خپله خبره انتقالوله او د زوی کیسې وې بل څه نه ول،کله به یی خاوند ویل: نوم به څه پری ږدو؟
میرمنی به ورته ویل والله نوم خو چې ارمان وی ښه به وی، ځکه زما خو همدا رښتنی ارمان دی.
هو والله ارمان ښکلی نوم دی زما هم خوښ دی،خو بس په همدی خبرو لکه طوطیان ګرد ګډ و چې نا څا په پرې ور پسې د موټر ټکر رامینځ ته شو خان بي بي او خاوند يي دواړه د ژوند په بستر کی نیول او د زوی ستر ارمان دواړو له ځان سره ډک ګور ته یوړاو د کورنی خولې يي لا پسې ګرمې شوی، خو د خدای کار او چارو ته يي نه کتل. خان بي د زوی مور نه شوه او ارمان يي قبر ته ارمان شو او نیمګړی له دنیا لاړه. نه پوهیږم خان بي بی رښتیا سپیره او خړ ستر ګی وه او که د هغې په تقدیر کی هم دا لیکل شوی ؤ؟؟
————————————