لیکوال: خوشحال خلیل

خوشال خلیل

فرهنګ په يوې ټولنه کې د هغو باورونو، عقايدو، ارزښتونو او سمبولونو ټولګه ده، چې وګړي يې په اړه ګډ توافق او ليد لوری لري. فرهنګ ګڼې برخې او عناصر لري، چې په ټيټه کچه تر ټولو مهم يې د ټولې هستۍ، د انسان د ذات او ماهيت په اړه د هغوی عقايد او باورونه دي، چې د تاريخ په اوږدو کې يې له يو نسل نه بل ته لېږدېدلي وي.
دا چې هر فرهنګ د دغو عناصرو د ذات او ماهيت په اړه بېل برداشتو لري، دغسې بیا بېل ارښتونه هم توليدوي. خو له لويه سره د فرهنګ د اکستابيتوب په اړه توافق موجود دی، يانې فرهنګ له غرايزو او جنتيکي مسايلو جلا اکستابي شی دی. فرهنګ داسې کوم شی نه دی چې افراد دې په هغه کې د انتخاب حق ولري، بلکې دا په ټولنه کې تثبيت شوي او منل شوي باورونه دي چې پر انسان تپل کېږي. خو له دومره ثبات سره سره فرهنګ تل د تحول او بدلون په حال کې وي.
د فرهنګ يوه دنده هويت جوړونه ده، هويت له نورو نه د بېلوالي، تفاوت او پېژندنې وسيله ده، یانې د هويت له لارې افراد، ډلې، ټولنې او قومونه له نورو جلا کېږي او هغوی ته د يووالي او وحدت احساس ورکوي. همدارنګه فرهنګ د ټولنيز نظم او کنترول وسيله هم ده، يانې د افرادو کړه وړه د ټولنيزو قواعدو له لارې کنترولېږي او د ناخوښۍ په صورت کې يې پر وړاندې غبرګون ښيي. په لنډه توګه که وويل شي، فرهنګ يو قالب دی او انسان لکه موم داسې دی، که په هر قالب کې واچول شي هماغسې شی به ورنه جوړ شي.
بله خبره دا چې فرهنګ د ټولنيزو اړيکو يوه وسيله ده چې د افرادو ترمنځ اړيکي اسانوي، يانې فرهنګ هغه سريښ دی چې افراد سره نږدې کوي، چې دغو سريښو ته ارزښتونه هم ويلی شو.
دلته خبره د سياسي فرهنګ وه، کله چې د سياسي فرهنګ په اړه خبره کوو، مقصد ترې د سياسي نظام په اړه د خلکو شناخت، احساس او درونې قضاوت دی. په لنډه که ووايو سياسي فرهنګ د هغو احساساتو، انګېرنو او اعتقاداتو ټولګه ده چې سياسي نظام ته مانا وربښي او پر سياسي نظام حاکم قواعد، فرضيې او ارزښتونه موږ ته راښيي.
د سياسي فرهنګ يو عنصر هغه ارزښتونه دي، چې د افرادو ترمنځ د اتحاد او يووالي لامل کېږي. د يووالي دغه محور په هره سياسي ډله کې فرق کوي، د ډلو ترمنځ همدغه تفاوت د يوې سياسي ډلې په ثبات او يووالي کې لوی نقش لري.
د سياسي فرهنګ بله دنده د اعتماد جوړونه ده، د سياست په اړه مختلف ليد لوري، د مختلفو ډلو د جوړېدو لامل کېږي، په کومه ډله کې چې افراد د ډلې په نسبت خپلې سيمې، قوم، کورنۍ او شخصي انډيوالۍ ته ترجيع ورکړې، پوهېدای شو چې دا سياسي ډله ګډ اهداف نشي تعقيبولای، ځکه د اعتماد د نشتوالي له امله افراد تر مدني سياسي ډلې نورو چارو ته ارزښت ورکوي په سياسي فعاليتونو او لويو موخو کې د خونديتوب احساس نه کوي او د شک په سترګه ورته ګوري. په وروسته پاتو ټولنو کې معمولاً د سیاسي ډلو افراد فکر کوي چې پر سياست اغېز نشي درلودای او انفعالي نقش لري. کله چې په يوې ډله کې کې دغه ډول ذهنيت حاکم وي چې ګنې دوی د هېواد پر سياست اغېز نشي درلودای، هر څه چې کېږي او بیا هغه تعقيبوي دا ډله هېڅ ځای ته نشي رسېدای البته دغه ډول ذهنيت افراد له خپلې ټولنې ترلاسه کوي، ځکه په ټولنه کې عام ذهنيت همدا شی وي او دوی په نامستقيمه توګه د هغو تر اغېزې لاندې راځي.

 پورته خبرو ته په پام  په تېرو درې لسیزو کې زموږ سیاسي فرهنګ له بده مرغه د اکتسابي پر ځای میراثي بڼه خپله کړې ده، مثلاً که یو څوک په یوې کمونسیتي یا هم اخواني کورنۍ کې زیږېدلی وي او د مشرانو او پلرونو سیاسي فکر او ايډيالوژي یې له دغو دوو یوه وي، یاهم له دغو ډلو او ګوندونو سره نږدې پاتې شوی وي، زموږ په ټولنه کې د هغې درې څلورو پشتو ته د اخواني او خلقي خطاب کېږي، نو هغه کس چې په خپله خوښه نه، بلکې د خدای په خوښه په هغه کورنۍ کې پیدا شوی له پلار او نیکه نه ورته یوازې جنتیکي عادتونه په میراث پاتې کېږي نه، سیاسي فکر او لار. دا  د فرد خپله خوښه ده، چې کومه سیاسي لاره غوره کوي، خو زموږ په ټولنه کې دغه شناخت د نورو له خوا درکول کېږي او په همدې نامه دروند یا سپک یادېږي، له رواني پلوه هم چې کوم څوک په کوم نامه توهین تحقیر یایې قدردانی وشي فرد مجبور دی په هماغه نامه له ځانه دفاع وکړي، که تقدیر شي نو بیا هم مجبور دی، د هغه له امله چې تقدیر شوی د هغه قدرداني وکړي، زموږ په ټولنه کې دغه جبر ډېر ځوانان له مستقل سیاسي هویت لرلو نه محروم کړي دي، له زړه به په هغو شیانو چې پلار او نیکه یې پرې باور درلود، باور نه لري یا به یې نه خوښوي، خو د کورنۍ او ټولنې چلند داسې دی چې هغه مجبور دی هماغه نظریه او یا ايډيالوژي چې د نورو له خوا ورته منسوبېږي په نه زړه ومني او په هماغه زاړه شناخت را وړاندې یا را مخکې شي. له بلې خوا د میراثي سیاسي شناخت پرېښودل، شرم او عار ګڼل کېږي، خو موږ ډېر لرې نه همدې پاکستان ته که وګورو هره ورځ په کې سیاسي ایتلافونه کېږي، افراد حتاً مهم شخصیتونه نن له یو ګوند سره سبا له بل سره وي، ممکن دا سې کسانو ته د اپرچونیست يا فرصت طلب خطاب وشي، خو دا هم باید هېر نه کړو چې سیاست همداسې یو شی دی، هر هغه ګوند یا سیاسي سازمان چې تر نورو ښه طرحه، فرصتونه او ارزښتونه وړاندې کوی شي خلک له هغو پسې ځي، خو زموږ په فرهنګ کې به له ځایه نه خوځوي او په هماغه لار به ځي کوم چې ستا مشران پرې تللي دي.  ددغه ډول دودیز او ورسته پاتې سیاسي فرهنګ شتون زموږ لپاره په داسې حساس وخت کې چې د ولسواکۍ په اساساتو ولاړ نظام تجربه کوو او هیله لرو چې لا یې پياوړی او غښتلی کړو، د دغه ډول ذهنیت شتون د نظام او ډيموکراسۍ د غښتلتیا پر وړاندې تر ګردو لوی خنډ دی، ځکه چې بې له ګوندونو او سیاسي سازمانونو ډيموکراسي هېڅ معنا نه لري، کوم ګوندونه چې شته هغه هم د تېرو لسیزو منفور یا هم ناکام ګوندونه دي. هغه ځوان چې کورنۍ یې ددغه ګوندونو نه د یوې سابقه لري، یا به د خپل پلار او نیکه په څېر هماغه زړو جنډو ته وفادار پاتې کېږي او یا به کوم غیر سیاسي فعالت ته مخه کوي، ځانته مستقل سیاسي شناخت او هویت نه شي جوړولی، زما هیله له ټولو هغو ځوانانو چې دا مطلب لولي داده چې لږ دې خپلو تېرو سیاستوالو او د هغوی سیاستونو ته په انتقادي نظر وګوري او هڅه دې وکړي خپلې کورنۍ او مشرانو ته قناعت ورکړي چې دی هم حق لري مستقل سیاسي شناخت او هویت ولري، له دې سره به ټولنه په سیاسي لحاظ خوځنده متحرکه شي، کله چې زموږ ځوان نسل هغه که په هر ډول سیاسي ډله یا ګروپ کې تنظیم وي، د خپل ځان او سیاسي شناخت په اړه دې یو وار بیا فکر وکړي، چې آیا دغه ډله خپل ځانګړی هويت او شناخت لري او کنه، خپل ځانګړی سياسي فرهنګ ، د اړيکو او ارتباطاتو ځانګړی سبک او سياسي ادبيات لري چې له نورو ځان متمايز کړای شي او کنه؟ که په دې اړه ژور فکر پیدا شي له یوې خوا به ټولنې ته د سیاسي شعور ورکولو په کار کې کامیاب نقش ولوبوي له بلې خوا به خپله له رواني پلوه د ارامتیا احساس وکړي او هغه ورکه چې پسې ګرځې هغه به یې هم موندلي وي.