ګل رحمن رحماني

ګل رحمن رحماني
په تنګو لارو او ترينګلو درو
پرون ماښام يوې بړبوکۍ
ستا د يادونو جنازې ته دوروستي سلام بلنه راکړه
څوځوانې مې اوښکې ددغه کاغذي نړۍ
دزړه په پاڼو وشيندلې
پرون ماښام يوه مرور نيسم
ټپي وږمې ته غاړه اېستم
دځوانيمرګو ګل غوټيو دکفن غوټې مې پرانېستلې
او د ژوندون په ګرد نيولى اينه کې مې دخپلې ماضي
شين زرغون سپرلى وليده
هديره شنه وه
ګلورينه وه
په شناختو ېې مرغان چغېدل
او سپرلني باران
په مينه نازول تر خاورو لاندې
دردېدلي زړونه
له هديرې نه راغلم
دعا دعا يمه
اوسترګې مې اسمان کې نغښتى
پرېږده دا لاندې کبرجنه او قاتله نړۍ
زما داوښکو او دعا په راز ونه پوهېږي
پرېږده دژوند دسوداګرو کلى
دهديرې له باعظمته چوپتيا لري
په تيارو کې ډوب وي
هسې هم دا دکاڼو زړونه
په دې نه پوهېږي
چې ښار يې لوى دى
او که دا له چوپتيا ډکه هديره لويه ده !
له هديرې نه راغلم
بېرته هديرې ته ځمه
زه هم دکور په نوم يو قبر لرم
ته په کې نه يې
نه دې ماته څراغونو کې رڼا پرېښې ده .

٢٠١٣ مارچ ٣١ کابل