ډاکتر ځلاند
د اتلانو ټاکل او نومول د تاریخ کار دی، نو ځکه خو د افغانستان د دریو لسیزو له جګړو او ناورینونو څخه ډک تاریخ موږ ته دا را په ګوته کوي چې د افغانانو او افغانستان ژغورونکي د روان معاصر تاریخ تر ټولو ستر(مجاهدین) او ستر(افغانان) دي. له دښمن سره د مقابلې او جګړې لپاره الهي حکم هغه د ځان تیارول او پوره اماده ګي نیول دي، مسلمانان په اوسنۍ نړۍ کې د جایزو حقونو د ترلاسه کولو حتی له سوله یزو لارو د خپلولو وسایل او ابزار هم په لاس کې نلري، د عرب نړۍ د پسرلي ټول هغه وسایل چې دا بدلونونه پرې سوق کېدل له بریښنایي ټیکنالوژیکو( فیسبوک، یوټیوب) اسانتیاوو څخه نیولې تر هواېي او ځمکني ځواک پورې ټول د لویدیځ (امریکا او ناټو ) لخوا برابرېدل او لا هم برابرېږي. د سوريې د جګړې اوږدوالی، د سوریې د ښکلو ښارونو (حلب او دمشق) له خاورو سره خاورې کېدا، د اسلامي تمدن د مراکزو ړنګېدا تر همداسې یوې مرستې پورې اړ پاتې دي ـ په دې مانا که لویدیځ وغواړي کولای شي د سوریې مبارزه لکه د لیبیا، مصر، ټونس، یمن په شان را لنډه کړي او مسلمان وژنه په دې هېواد کې ودروي، خو هېڅ اسلامي هېواد دا وړتیا نلري چې په ورته حالاتو کې د مسلمانانو ملاتړ ته لستوڼي بډ وهي او په نره د مظلوم څخه دفاع وکړي او ظالم مات کړي – کوم چې د قران حکم دی.
افغانان د خپل سرنوشت په اړه په ورته یوه جګړه کې له تېرو دریو لسیزو څخه ښکېل دي، د روسانو پر وړاندې د افغانانو ستره بریا د همداسې وسایلو او ملاتړ د نه شتون له امله په یوه لویه ماتي بدله شوه، زموږ اتل مجاهدین نن د ټوپکمار، جګړه مار، جنګسالار، پاټکي او په ورته نورو نومونو یادېږي ځکه چې د شوروي له ماتي وروسته دوی هماغسې څه وکړل، چې ټوپکماران یې کوي. د خپل هېواد په ړنګولو، د کابل په ورانۍ او له عامو افغانانو دوی د روسانو بدل واخیست. د همدې ناوړه کړنو د مخنیوي په پار د طالبانو تر نامه لاندې د یو ملي خوځښت هرکلی وشو، خو لکه چې دوی هم د نورو په شان د ترکستان سفر ته ملا وتړله، د یو کس څخه د ژغورنې لپاره یې ټول هېواد د اور لمبې ته ونیوه او پدې توګه یې پر وړاندې یو نړیوال مقاومت رامنځته شو، د ترهګرۍ ټاپه پرې ولګېده. د خپلمنځي جګړو پایله همدا شوه، چې په جګړه کې ښکیلې مرغۍ د پیشو پنجو ته ولوېدې. نن چې نړۍ د جګړې له ډګر څخه خپله لمن په افغانستان کې راټولوي، نو طالب مشرتابه ته په کار ده چې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې د افغاني ګټو ساتنو ته ترجیح ورکړي نه عقدو پاللو ته. سیاستونه او جګړې په عقدو بریاو ته نه رسېږي، عقلانیت دی چې نړۍ ته له لاسه وتې ګټه ور په برخه کوي.
په دویمه نړیواله جګړه کې د چرچل او ستالین ترمنځ ناسته او د هټلر پر وړاندې ګډ ایتلاف د همداسې یو عقلانیت اړتیا وه چې په پایله کې چرچل د خپلې مشهورې سیاسې فارمولې په اعلانولو د خپلو هېوادوالو ملاتړ تر لاسه کړ . چرچل وویل، چې سیاست کې دایمي دوستان او دایمي دښمنان نه وي. د مکې په فتح کې د پیغمبر علیه سلام دریځ د ابوسفیان په اړه همدې اړتیا ته په کتو تفسیر کېدای شي، چې پایله یې نه یوازې د مکې د ښار په ساتنه تمامه شوه، بلکې د ډېرو انسانانو د هدایت سبب هم شوه، چې خپله ابوسفیان د اسلام ستر صحابي او ساتونکی وګرځېده.
نن که طالب مشرتابه د کومې بریا په فکر شخوند وهي هغه په دې مانا نه ده، چې د طالبانو پر وړاندې یوه د کیک ټوټه ده، چې کله هم وغواړي خولې ته به یې کړي، نړۍ او په ځانګړي توګه امریکا او ملاتړي یې که جګړه کوي نو افغانان په کې وژل کېږي، ښارونه، کلي او کوڅې د افغانانو په کې خوارېږي او په وړاندیې یې طالب هم بېرته افغانان وژني، د افغانستان خاوره په بارود ککړوي. زموږ جګړه پخپل کور، اسلام اباد او واشنګټن کې نده، بلکې دواړه خواوې خپل زور له افغانانو او ګران افغانستان څخه وباسي.
که طالبان نن افغان حکومت ته ګوډاګی حکومت وایي، نو سبا چې د طالب حکومت رامنځته کېږي هغه به ته وایي، چې په من او سلوای چلېږي؟ او هغه تېر امارت یې د چا په اسونو بار ګرځاوه؟
د نړیوالتوب په معاصر دور کې د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملت جوړونې کلاسیک تعریفونه بدل شوي. په اوسنۍ نړۍ کې هېڅ هېواد خپلواکه بهرنۍ پالیسي، کورنی او بهرنی سیاست، اقتصادي او ټولنیز جوړښت نلري. هر هېواد د نورو هېوادونو په ملاتړ او مرسته یو نه یو ډول خپل نسبي استقلالیت ساتي، خو دا چې د کوم هېواد ملي ګټې په کوم هېواد پورې نښتې دي دا نو بیا د ملتونو او د هغوی د حکومتونو دنده ده، چې ورته بریدونه ځانته وټاکي. سعودي عربستان د نوییمو لسیزو په پیل کې د شهید صدام حسین د ګواښ پر وړاندې ځان د عربو او پاتې نورو مسلمانو هېوادونو په ملاتړ ونه ساته، بلکې د امریکا مرستې ته یې لاس ور اوږد کړ او د هغوی په لسګونو زرو پوځیانو ته یې ښکلې نظامي اډه ورکړه او پدې توګه یې خپل ارضي تمامیت، ملي ګتې او ملي واکمنۍ له خطره وساتله. پاکستان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره له طالب خوځښت څخه ګټه پورته کړه. په ۱۹۹۶ کې د افغاني جهادي ګوندونو پر وړاندې د طالبانو له خوځښت څخه ملاتړ د خپلو ګټو د ساتلو لپاره وو او بیا یې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د را پرځولو او ځپلو لپاره د امریکا له یرغل څخه هم ملاتړ تر همدې شعار لاندې (سب سی پهلی پاکستان) وکړ.
هغه طالب مشران چې د پاکستان په نظامي او ملکي مرستو يې په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او کابل کې ټیغونه ختل د پاکستان په جېلونو کې وراسته شول او یا یې هم د ډالرو په مقابل کې په امریکایانو وپلورول.
د افغانستان څه د پاسه یوې لسیزې روانه غمیزه همداسې یوې پایلې ته رسېدلې چې یواځینی حل یې د بین الافغاني ډیلاګ یا ناستو په پایله کې ترلاسه کېدای شي، که دا کار په ځیرکي او ملي روحیه ترسره نشي، ماته نه ښکاري چې د طالب مشرانو د ارګ خوبونه دې ریښتیا شي، ځکه نړۍ په سیمه کې له ګډوډۍ، نا امنۍ او کنترول شوې جګړې (Control Insurgency) څخه ګټه پورته کوي او ددې لپاره د دوه متضادو افغاني ډلو شتون لازمي دی، چې وار د مخه یې تر دواړو خواو کافي ډېر د سون مواد لاندې کړي دي. یو لور ته به طالب جنګیالي وي او بل لور ته د اوسني حکومت پر مټ پیاوړې شوې شمالي ټلواله. دا ځل یې کېدای شي د جګړې ډول له نویمو لسیزو څخه زیات خطرناک وي، ځکه دا ځل په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د تجزیې لپاره وار دمخه کافي خوځنده میکانیزمونه رامنځته شوي دي. یواځې یوې پلمې یا بهانې ته سترګې برندې برندې ګرځوي، که طالبان له عقدې کار واخلي او د افغان حکومت د سولې اوسنیو هلو ځلو ته سم لوری ونه ټاکي ماته نه ښکاري چې یو لوری دې هم له اوسني بحران څخه ګټه پورته کړي، چې په پایله کې به د افغاني طالبانو افغانیت همداسې تر سوال لاندې پاتې شي.