بسم الله الرحمن الرحیم
دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون
Die Kommission für Frieden und Freiheit in Afghanistan
کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان
Die Kommission für Frieden und Freiheit in Afghanistan
c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1, 44799 Bochum
Email: shagnan1@yahoo.de
د سولې او آزادي کمسیون اعلامیه
د اپریل دوهم ـ ۲۰۱۳ م کال
د اوربند اړتیآ
په وروستيو میاشتو کې د سولې په استقامت هلې ځلې چتکې شوې . هغه سره جوخت جګړه ایز تحرکات زور موندلې چه په ترڅ کې ېې یوازی په تیرو میاشتو کې په سلګونو افغانان ژوبل یا وژل شوې دي : د جګړې د تعاملاتو له مخې د جګړی اړخونه زیار باسي چه د جګړی د فشار په بنست باندې په راتلونکې مذاکراتو کی اغیز واچوي.
هر څومره ژر چه د سولې پروسه پلې شي هغومره د بشري او غیر بشري زیاتي تلفاتو مخه نیول کیږي .
د سولې او آزادي کمسیون هغه هلو ځلو ته هرکلي وایي چه د جګړې د اړخونو له خوآ د سولې په مقصد تر سره کیږي . وسله والو مخالفینو (طالبان ، حزب اسلامی ) ته د یو دیالوگ رسمی مرکز د درلودلو حق د نړیوال نظامي ائتلاف د واقعبینی او د سولې د داعیي د ملاتړ نشه ده . مقاومت سره د یوه رسمي مرکز د چینل د لاری د خبرو اترو پیل د بل هر وخت په پرتله دا اطمینان پیاوړې کړی چه د افغانستان ناورین یوازې د خبرو اترو د لارې پاي موندلې شي .
د سولې او آزادي د کمسیون په اند د خبرو اترو د اجندآ په سر کی باید « اوربند » قرار ولري . د اوربند مخکني شرط هم دا دي چه وسله وال مقاومت پدې باندې داد ترلاسه کړی چه د امریکا جګړه ایز سیاست سولې خواته لیوالتیآ موندلې ده . پدغه برخه کې امریکا د خپل حسن نیت د ښودلو په مقصد باید د مقاومت بندیان خوشې کړي. بیګنا او بې دفاع بندیان باید د مذاکراتو په پروسه کی د چانه وهلو په لاسوند بدل نشي. مخکی د رسمي خبرو اترو نه د ګوانتانامو نه بندیان خوشې کول ، دا پیغام ځان سره درلودلاي شي چه امریکا د جګړې د دوام اراده نلري او په خپله ژمنه « وروسته له دی موږ د افغانستان دمسلح مخالفینو (طالبانو اوحزب اسلامی ) سره جګړه نه کوو … » ولاړ ده . پدې حالت کې یقینآ خبرې اترې افغانستان ته سولې ور په برخه کولاي شي . انشآالله .
اوربند د ملګرو ملتونو تر سروالي لاندې د یو کمسیون له خوآ څارنه کیږي . په کمسیون کې د نړیوال سره صلیب ، بشري حقونو کمسیون (ملګرې ملتونو په تړاو ) ، اسلامي کانفرانس او د عفو نړیوال سازمان استازې به غړیتوب ولري . « پاي »
دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون