سمیع الدین افغاني

Smeuddin Afghani

دا موږ څومره بد نصیب یو

په پردو کې چې ا وسیږو

نه د ځـان نه د قریــب یو

غیر ملکو کې چې اوسیږو

وطن مور وطن عزت دی

وطن مــــینه مــــحبت دی

اوس مو وران دي د زړه کلي

شوګیرو کــــې چې اوسیږو

دغه څوک دي چې یې وران کړو

نن احــــتیاج یــــې د جهان کړو

دا دکــــوم ظــــالم لــــه ظــــلمه

تورو شپو کـــې چــــې اوسیږو

کاش د خپل وطــــن بزګر وای

یا چوپان وای یا کار ګر وای

اوس په بل ملک کې نوکر یو

په چرتو کــــې چــــې اوسیږو

دلــــته بل رنــــګ ترانــــې دي

دلته بــــل شـــان ته نغمې دي

موږ د خپــــل مالت نه لرې

پـه میرو کــــې چــــې اوسیږو

نــــه ځمــا د کلي خوند شته

نــــه هغه د یــاري رنګ شته

دلــــته مینـــه بــــازاري ده

په دوکــــو کـــې چې اوسیږو

دلته زړونـــه دي مات شوي

د مستــــي نــــه دي ولیدلي

هر قــــدم کې مایوسي ده

په سلګو کــــې چې اوسیږو

که لوی خدای مومهربان شي

د رحــــمت پـــه موږ باران شي

په وطن کــې مو وروری شي

خپل بــــانډو کې چې اوسیږو

ربــــه موږ هم بــــنده ګان یو

د یو خـــوږ ژوند په ارمان یو

لا تــــرڅـــو به محتاج ګرزو

امیــــدوکــــې چــــې اوسیږو

افغاني وطــــن سور اور شو

تر اسمانه لوګــــی خپور شو

اه فــــریــاد دی د بیــــوزلو

تورتــــموکـــې چـــې اوسیږو

——————————-

سمیع الدین افغاني

Door Guest