محمد داود نیازی

نه پوهیږم له کومه ځایه ېې پیل کړم ،چاته ېې ووایم او په کومه ژبه ېې ووایم ځکه زه چې په کومه ژبه خبرې کوم هغه د بې نزاکتی ژبه ده. په هر حال افغانستان هم د نړۍ د نورو هیوادنو په څیر له ګڼو قامونو جوړ هېواد دی چې دغو قامونو د تاریخ په اوږدو کې یو له بل سره د ورورلۍ ژوند تېر کړای دی. په دې قامونو کې پښتانه تر ټولو ستر قام دی اودافغانستان لپاره تر هر چا ډیرې قرباني ورکړي دي ، دافغانستان نوم ېې په نړۍ کې روښانه کړی ،تل ېې د هېواد د خپلواکی د ګټولو لپاره ځانونه لکه سپر نیولي دي ،هیواد ېې له پریدیو ژوغورلی. لکه څرنګه چې پورته ذکره شوه افغانستان له ګڼو قامونو جوړ هېواد دی نو لازمي خبره ده چې د ژبو موضوع يوه اړينه موضوع ده. د افغانستان د خلکو ملي ژبه پښتو او په نورو ژبو هم خبرې ترسره کیږي له بلې خوا بیادافغانستان داساسي قانون دشپاړسمې مادې له مخې ˝پښتو،دري،ازبکي،ترکمني،بلوڅي،پشه یې،نورستاني،پامیري او په هېواد کې د نورو مروجو ژبوله جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي په هغو سیمو کې چې د خلکو اکثریت له ازبکي ،ترکمني، بلوڅي،پشه یې،نورستاني اویا پامیري ژبو څخه پر یوې خبرې کوي له پښتو او دري سر بیره هغه ژبه دریمه رسمي ژبه ده د تطبیق ډول یې د قانون له لیارې تنظیمیږی دولت د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغیزمن پروګرامونه ‌طرح او تطبیقوي.په هېواد کې د مطبوعاتو ،راډیو او تلویزون خپرونې د هیواد پر ټولو دود ژبو ازادې دي.په هېواد کې موجود ملي،علمي او اداري مصطلحات ساتل کیږي˝.په هېواد کې د تېرو جګرو له کبله زمونږ ګڼ شمیرهېوادوال د نړۍ هېوادنو ته کډوال شول. په هېواد کې د نوي حکومت په رامنځته کیدو سره یو ځل بیا هېوداولو ته د هېواد په هکله هیلې پیدا شوې ګڼ شمیر هېوداول له بهرنیو هېوادنو،هېواد ته راستانه شول چې له ځانه سره ېې د نورو هېوادنو کلتورونه هم راوړل او افغانستان ېې له یوې بلې ستونزې سره مخ کړو. خبرې ډیرې دي کیسه داسې ده: چې مونږ هم د نورو افغانانو په څیر په کوزه پختونخوا کې اوسیدو، کله چې په هېواد کې موقته اداره رامنځته شوه هېواد ته راستانه شولو چې راسره همدا یوه پوښتنه مل وه چې د هرچا له خوا ترسره کيده هلکه دري یا په (‍عامیانه ژبه) فاړسی دې یاده ده؟ ما له ځانه سره داسې فکر کاوو چې زه خو څه ایران يا تاجکستان ته نه ځم چې دا خلک له ما څخه همدا یوه پوښتنه کوي فاړسی دې یاده ده؟ فاړسی دې یاده ده؟ حيران به شوم، ځکه دا هرڅه زما د پلار له خبرو سره په ټکر کې وه، پلار به راته وویل چې خپل هېواد (افغانستان) ته ځو، پاتې ښونځی کابل کې ووایه هلته ښه ښونځی دي ښه درسونه دي د پلار په دې خبرو زه ډیر ډاډه کیدم تر راتګ وروسته زه او زما کشر ورور په کابل کې ښونځي کې شامل شولو د ښونځی په لومړۍ ورځ له ښونځي څخه بیرته کورته وشړل شوم ځکه چې ما پتلون نه وه اغوستی د ښونځی او زمونږ د کور ترمنځ واټن نیم ساعت وه د پتلون تراغوستلووروسته بیرته ښونځی ته ستون شوم ورځې همداسې تیریدې چې یوه ورځ د ریاضی ښوونکی له نورو ټولګیوالو سره په خندا شول ما پوښتنه وکړه چې څه خبره ده یو ملګرې وویل تاته ېې وویل ما ویل څه؟(به تخته سی کو) تا ونه کتل هغه بل ملګري ښوونکي ته وویل چې په فاړسي نه پوهیږم نو ښوونکې وویل ځکه بې ادبه ده په پاکستان کې لوی شوی دی،ښونځی خلاص شو پوهنتون ته داخل شو خداېې شته هلته دا خبرې نه وې ځکه ما پوهنتون په ننګرهار ولایت کې ولوست پوهنتون هم خدایی په خیر خلاص کړو کله چې د دندې وخت راغلو څو ځاینونو ته خپل اسناد وروړل کله به مې چې په پښتو خبرې کولای نو خلکو له بد چلند سره مخیدم ته به وایی ښکنځل ورته کاوم چا به ویل(مسلمانی ګپ بزن) بل به ویل چې (افغان غول است) خو تر ډیر هڅو وروسته په یوه دولتي بانک کې دنده راپیدا شوه هلته هم کیسه همداسې وه حال دا چې په دې بانک کې ډیری کارکوونکی پښتانه وه .مابه چې کله له کارکوونکو سره خبرې کولی نو د هغوی چلند څه بل ډول وه. زه به حیران شوم چې دا خلک ولې داسې کوي؟ بيا به مې ويل کېدايي شي چې دوى په پښتو نه پوهیږی لیکن خبره بله ډول وه، ددې خبرې دمعلولو لپاره مې له خپل ملازم څخه پوښتنه وکړه چې تاسو په دې بانک کې اته دیرش کال تیر کړیدی تا تر اوسه پښتو نه ده زده کړې نو هغه به راته په ځواب کې وویل چې (وخت اینجا دغه مغه نبود کسی کې دغه میکد و ره چغه میکدیم) ماله هغه څخه ګیله ځکه نه کوله چې هغه یو نالوستی انسان له بلې خوا ما غوښتل خپل معلومات حاصل کړم کله چې زه او زما د شعبې ملګری راشد جان چې دافغانستان له پنجشیر ولایت څخه دی او د عمر ډیره برخه ېې په دهندوستان په هېواد کې تیره کړی ،خدایی شته ډیر متدین هلک دی او دافغانستان د پرمختګ لپاره ډیر ښه نظر لري یوه ورځ زمونږ پیسو ته اړتیا پیښه شوه دواړه لاړو یو صراف چې پر ډیر بیرو بار وه ودریدو راشد راته وویل (شمشاد جان وه دیګه کاونټر بیکار است ازوجا بیګی) ما خپل ملګري ته وویل (ګمش کو بیادر وه پشتو نه می فهمد) ځکه زه په دې پوهېدم چې پښتو خبرې نکوي له بلې خوا زما عقیده دا ده: چې متعصب نه یم ،ټولو ژبوته احترام لرم، زه حق لرم په پښتو وغږیږم ،وپښتو ولولم ،پښتو ولیکم دا زما حق دی، دا حق را څخه هیڅ څوک نشی اخیستلای،ما نه غوښتل چې په دغې موضوع چې په اوسني وخت کې یوه حساسه موضوع ده له چا سره بحث وکړم خو کله چې زه دې صرافې ته نژدی شوم د خپل حساب نمبر ورته وویل نو سمدستي یی راته وویل چې( بې نزاکت پشتو ګپ نزن هرکس و زبانش) ما ورته صرف دومره وویل چې (خو ما هم زبان دارم ما هم حق دارم کې به زبان خود ګپ بزن )کیسه همدلته پاې ته ورسیده له یو څو ملګرو سره مې خبره شریکه کړه هغوی راته وویل چې تېر شه ترېنه ښځه ده ما هم د ملګرو خبره ومنله ترې تېر شوم د دې ترڅنګ چې دا ښځه صرافه وه د تبادلې دنرخ مرستیاله هم وه هره ورځ به یی ټول کارکوونکو ته د تبادلې نرخ استولو یوه ورځ چې دمیلادي کال د جنوری څلورمه نېټه وه دغې اغلې د جنوري پر ځاې د ډسمبر څلورمه نېټه لیکلې وه خو کله چې ماو وکتل ومې لیدل چې تاریخ کې تيروتلې ده بریښنالیک مې ورواستو اوومې لیکل چې د میلادې کال اوسنۍ میاشت جنوري ده ډسمبر نه ده نو هغې راته په ځواب کې وویل

(don’t email me in Pashto language I don’t understand this).

له بلې خوا زه مجبور وم چې دا تيروتنه مې سمه کړې وای ځکه زما د ندې په لایحه کې د تبادلې دنرخ کنټرول شامل زه حیران شوم چې ماخو څه بده خبره نه ده کړې ولې داسې ځواب، که ته پښتونه پوهیږې ته ولې په ملی اداره کې کار کوی او که رښتیاه همداسي وي، نو تا ولې وروسته دغه نېټه سمه کړه ګیله بیرته له ځانه راغله ځکه دا هم د یو پښتون په لاسلیک مقرره شوې وه قضاوت تاسو وکړی او د خدایی لپاره ېې وکړی ځکه مونږ ټول قبر ته ځو او هلته سوال او ځواب لرو؟ که افغانستان کې داسې خلک شتون ولري ایا افغانستان به اباد شي؟ پرمختګ به راشي ؟

پای

محمد داود نیازی