محمد حلیم فدايي
د سیاست په کتابونو کې د سیاست د علم او هنر په اړه ګڼې خبرې لیکل شوېدي. ډېری سیاستوال یا د سیاست سره بلد وګړي د سیاست په اړه متعددې تیورۍ وړاندې کوي. دولت او حکومت د سیاست ځای دی او تر ډېره بریده د ناکامیو، ستونزو، نا امنیو، فساد، ضعیفې حکومتولۍ پړه پر همدوی ور اچول کېږي. زما په اند په افغانستان کې د سیاست ځای جګړې، د حریف ځای دښمن، د لوبې میدان سنګر او د ټیم ځای انډیوالۍ نیولی دی.
زموږ د ننني سیاست مثال داسې دی، لکه د کرکټ په میدان کې چې د بېټ پر ځای په کلاشینکوف غونډسکی وولو او د توپ پر ځای په مرمۍ ویکټ اوټ کوو!! یا داسې ده لکه چې د کرکټ لوبغالي ته د کرکټ د معاصرو وسایلو د مقابلې لپاره له توپ ډنډې سره ور ودانګو، نو طبیعي ده چې موږ به تل دا لوبه له ټولو منډو، ستړتیاوو او قربانیو سره سره بایلو.
سیاست هم یوه لوبه ده او سیاستوال یې لوبغاړي، همداسې لکه کرکټ او کرکټران. ما د کرکټ د IPL لوبې کتلې او د کرکټ د لوبې په ۲۲ ځانګړتیاوو مې ځغلنده فکر وکړ، چې په لاندې ډول دي:
د کرکټ په لوبه کې:
۱ـ حریفان یا کم تر کمه مقابل اړخ معلوم وي. یونیفورم، وړتیا او افرادي قوت یې څرګند وي.
۲ـ هدفونه او د هدفونو ساتونکي یې ټاکل شوي وي.
۳ـ امکانات، منابع او د لوبېدا ځای یې معلوم وي او چاپیریال بشپړ د لوبې د اساساتو او غوښتنو مطابق جوړ شوی وي.
۴ـ اخلاق، د فعالیت ساحه، قوانین، داخلي او بیروني حدود یې معلوم وي.
۵ ـ حریفان ټیم لري، په ټیم کې د هر غړي دنده څرګنده وي او د ټیم نور غړي د یو او بل پر دنده کم تر کمه پوه وي او د دندې د تطبیق ساحه یې هم څرګنده وي.
۶ـ د ټیم د غړو د ټاکنو معیارونه (انسانیت، اهلیت، تجربه او استعداد) وي.
۷ـ ټول غړي که په هره دنده او مسوولیت کې وي، د خپل او حریف ټیم هدف ورته معلوم وي او ټول د مشترک هدف لپاره کار کوي.
۸ـ د حریفانو پلویان معلوم وي او پلویان يې په سختو حالاتو کې هم خپل ټیم تشویقوي او په چکچکو، نارو او د بیرغونو په رپا کې یې د هدف د لاسته راوړلو لپاره هڅوي. ټیمونه او غړي يې تل مثبت فکر او سوچ کوي.
۹ـ د دواړو حریفانو پلویان هم د ټیم د غړو له وړتیا او همدارنګه د یو او بل له هدفونو څخه خبر وي.
۱۰ـ د ټیم او لوبغاړو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره کوچ (Coach)، منټر(Mentor)، کپټان (Caption) او مشر معلوم وي. یعنې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره دقیق پلان لري.
۱۱ـ د لوبې او لوبغاړو تمویلوونکي او سپانسران څرګند وي.
۱۲ـ لوبه د ټول ملت پر وړاندې تر سره کېږي او هر څوک یي د لیدلو، کتلو او ورباندې د تبصرې فرصت لري.
۱۳ـ د اشتباه په صورت کې د دریم ګړي (ریفري) پرېکړه مني او د فاحشې غلطۍ او یا سترې لاسته راوړنې په صورت کې په ترتیب سره مجازات او مکافات کېږي.
۱۴ـ د لوبې په جریان کې د هدف او لاسته راوړنو لپاره تاکتیک بدلېږي او را بدلېږي.
۱۵ـ مشر او کپټان د یو څو لوبو څخه وروسته که خپله دنده سمه پرمخ نشي بیولای، له هماغه ټیم څخه بل کس د مشرتابه لپاره غوره کوي او همدا مشر بیا د پروني غړي چې نوی مشر ټاکل شویدی، مشرتوب او لارښوونه مني.
۱۶ـ د لوبې په ډګر کې د خوښۍ او هیجان فضا حاکمه وي، نه د وېرې او خفګان.
۱۷ـ د لوبغاړو د ساتنې، مصوونیت او صحت لپاره یې ټول تدابیر نیولي وي.
۱۸ـ د لوبې څخه د مخه (Warm-Up) ځان ګرمونه، تیاری کوي. یو دم لکه زموږ سیاسي لوبغاړي چې له پراشوټه او یا له سوړو څخه یې د سیاست لوبې ته ور دانګلي، نه ور دانګي.
۱۹ـ نظم، ډسپلین او اطاعت موجود وي.
۲۰ـ د عمومي شرایطو، هوا حالاتو، سیاسي او جتماعي حالاتو او د لوبغاړو د سويې مطابق ورته د دوی روزونکي او مشترک بورډ د لوبو ډولونه، ځایونه، لوبغالي او هېوادونه ټاکي. لکه ۵۰ اوریزه لوبه، ۲۰ اوریزه لوبه، ټېسټ کرکټ، انډر ۱۹ لوبه او نور.
۲۱ـ هر هېواد هڅه کوي خپله لوبه او لوبغاړي داسې عیار کړي چې د بین المنطقوي، بین البراعظمي او بین المللي اصولو او قوانینو سره ځان همغږي کړي او ځانته یې د خپلو دودیزو قوانینو په رڼا کې ونه ډنګوي.
۲۲ـ د مقابلې او مسابقې په پایله کې بایلونکی ټیم خپل شکست مني او هغه اشتباهات هم مني چې د دوی د ټیم او یا کوم غړي د کړنو په نتیجه کې له ماتي سره مخ شوي وي. بایلونکی ټیم ګټونکي ټیم ته په خلاص زړه مبارکۍ وايي او خپل شکست مني. ګټونکی ټیم له مډال سره او بایلونکی ټیم له شکست سره خپلو هېوادونو ته ستنېږي او تر بلې لوبې پورې خپل خپل تمرین کوي او انتظار باسي ترڅو په راتلونکې لوبه کې ښه و ځلېږي.
هره لوبه تقریباً همدا ځانګړتیاوې لري؛ اما څه فکر کوئ چې که زموږ سیاستوال کم ترکمه د کرکټ همدا ۲۲ ځانګړتیاوې خپلې او عملي کړي، هېواد ته به بریا، عزت او مډال ور ونه بخښي؟! آیا دا مناسبه نه ده چې زموږ اوسني د پوهنتونو، ډګریو، پراشوټونو او سوړو سیاستوال د کرکټ په اکاډمۍ کې د سیاست علم او هنر یو څه زده او تمرین کړي ترڅو د کرکټ د لوبغاړو په څېر دوی هم افغانستان ته افتخار، سرلوړي، ملي یووالی، سوله، قوت، صحت او خدمت ور وبخښي؟!