نورمحمد سعید
اصلي نوم یې بل څه و، خو د خپل کور کسانو به زېړګل باله او همداسې په کلي کاله کې هم په زېړ ګل مشهور شو. خو د خپل نوم برعکس تک تور و، بلکې د ومان نیازي خبره یو ډول شنه لمبه یې کوله.
په لسم ټولګي کې د انقلابیانو په بانډارونو ورګډ شو او ډېر ژر د ( فیوډالیزم ضد افکارو) په سمندر لاهو شو.
بد خوی مګر په کې داو، چې له زړه یې غوښتل، ټول خلک باید هغه څه وکړي او ووايي، چې دی پرې پوهیده او غوره یې ګڼل.
خو دا چې وس یې په هېچا نه رسېده، نو له هر چا سره په مخالفت به یې د زړه بړاس ایست.
که چا به وویل، چې شپه ده، نو زېړګل به خامخا ورغبرګوله، چې نه، ورځ ده!
که به هغوی ورسره ومنله، چې ځه یره زېړګله چې ته یې شپه بولې، دایې شپه، بیا به زېړګل د بلې کڅوړې خوله خلاصوله او دغسې به یې د هر چا له هرې خبرې سره هرومرو مخالفت کاوه.
شکر چې هاغه وخت فېسبوک او ټویټر نه وو، که نه زېړګل به هم ډېر زلمیان په خپل پله روان کړي وای.
د خلقیانو له حکومت راتلو سره زېړګل هم، لکه و، هغومره نور شو. کومه ورځ به یې چې له خپلو ګوندي مشرانو یوه نیمه نوې ناولده واورېده، تر ماښامه به یې د ټولو پېژندګلو کسانو تر غوږو رسوله، بلکې داسې فکر یې کاوه، چې له دې نوي انکشافه باید هر څوک ګټه واخلي او ویې مني.
ده به د خپلې خبرې په کره توب دومره ټینګار کاوه، چې سړي به ورته له سر ښورولو پرته بله لار نه لیده.
دا چې د ده خپله دنیاګۍ کوچنۍ وه، نو له دې ورهاخوا به ورته هر څه ډېر حیرانونکي ښکارېدل او دغسې یې غوښتل، چې نور هم باید د ده غوندې متاثر شي.
کلونه وروسته مې چې په کابل کې ولید، نو د فکر دایره یې یو څه پراخه شوې وه، اوس یې د خپلې خبرې په رښتینولي هغومره ټینګار نه کاوه، خو هغه جوش او خروش یې هم کډه شوي وو.
له بحث او تکراره به یې ځان ګوښی کاوه، خو که به په کې راغی، نو ایله به موسکی، بلکې هسې به یې داړې جینګې کړې.
خو په سترګو کې یې ژور خفګان، مایوسي او خواشینې نه شوای پټولای.