سید فخـرالدین هاشمي
********************************
زه او ته لکه د غـرونو اوبه
په نابلـدو لارو
په ګړنګونو لاړو
زه او ته
لکه ویشـتلې مـرغۍ
چې په زخمي وزرو
تاب د پرواز نه لري
زه او ته
لکه په سره شګـه کې
له اوبو ایسـتي کبان
له مرګه ژوند غواړو
زه او ته
لکه د غـنو په سـر
چې څوک ململ کشـوي
داسـي پرهـر پـرهـر یوو
زه اوته
لکـه په یوه څانګه کې
دوه ګلونه
ورژېدو
زه او ته
دوه ویـرځپلې ستـرګې
دوه ژړېدلې شمـعې
د وخت له یاد ووتو
زه او ته
دوه آره شوي چـنار
د اوږد سـکوت اسـتازي
اوس په هـدېرو ولاړ یوو
زه او ته
د دې غـمجـنو لارو
په زرغـونو ترخو کې
یوه سـر ګردانه خوشـبو
یوه جــاویدانه خوشـبو
زه اوته
زه اوته
**************