سیف الرحمن شهاب

وایی چه شعر دخدای ورکړه ده  او د خدای ورکړه یواځی په هغه  چا نه راځی چی د دوولسم یا شپاړسم سند یی تر لاسه کړی وی .ریحان صیب له هغی ډلې شاعرانو څخه دی چی په فزیکی لحاظ یې د کوم ښوونځي یا پوهنتونه سند نه دی تر لاسه کړی خو په معنوي لحاظ یې په همدې ډګر کې هغه نوښتګرماسټر بللی شو چې ډیرکله له کومی نیمګړتیا یا په اصطلاح د کوم چانس سره نه وی مخامخ شوی ، طبیعی خبره ده چی مسافرې  اوپه تېره بیادعربومسافرې دهغوصحنوشاهده وی چه انسان یی ډیرځلی تصورهم نه وی کړی خوریحان دمسافرۍ په وړاندی دټینګ مقاومت پرښوودلودمطالعی پراخه لمن نیولی اودشعرپرډېوه یی خپله  هنری تګلاره روښانه ساتلی اوداهم معلومه خبره ده هغه څوک چی له خپل کلی ښاریاهیوادڅخه په لری واټن شپی اوورځی تیروی ښایی چه له نوروڅخه به په زیاته اندازه دردونه ولری . خالد ریحان هغه شاعردی چی کېدای شي همدی دردونوشعرلیکنی ته هڅولی وی نوپه همدی سبب دی خپله شعر په خپل یوه بیت کی داسی راپېژنی چی:

غزل تنها د تورود لفظونوهنرندی         زګېروی دی چی دڅړیکوله پرهاره پاتی شوی

په پورته بیت کی شاعر یواځی دکلیماتواوتوروپېینه شعرنه بولي بلکه په ګوته کوي چه داهرڅه ددردونو زېږنده دی  خوله بلی خوادشاعرپه دې پنځونوکی کلیوالی انځورګري هغه څه ده چی دنوروپه پرتله یی دده دشعرپه ښکلاکی څوبرابره لذت اوخوندراوستی نوموړی  د کلي ساده  ژوند په ساده کلماتو له ښاري ژوند سره پرتله کوی او د کلي په پټي ساده پلتی له ښاري کوچونو او دا شان کلیوالي خواړه تر هرڅه ښه او خوندور بولي دی وایي:

خوند یې د کلي په شودیارو کې وي                          په ګوړه څه پېږي د ښار خلک

ریحان همدارنګه  دځینوهغودودونویادونی ته هم په خپل کلام کی په ډیرهنریت ځای ورکړی چه په پښتنی ټولنه کی زیات عمومیت لری

خولی مخ لوګی به نوره ښایسته کړی      الییل به موچی لاندی په غرمه کی

لاندی هغه خواړه دی چی خصوصآ په جنوب ختیځه پښتنی ټولنه کی ترنوروزیات دوددی اودلاندی اوله ورځ دکلی ځوانانواوسپین ږیرو ته اختریزه اوله بانډاره ډکه یوه شپه وی که څه هم شاعرپه پورته بیت کی دلاندی دالییل دلوګی په سبب دیوچاله خولی  مخ نه خوند اخلی خوله بلی خواله همدی دودنه هم ډیره یادونه کوی همدارنګه شاعرکلیوالی ساده کلیمات یادودونه په داسی هنری تشبیه کاروی چی ډیرکله دیوچاپه شونډوزمزمه پاته کیږی

ننواتی درڼواوښکوقبوله              په جرګه کی دسلګیوک‌ړه جانانه

اویابل ځای وایی

ماشوم اخترچه موواچوی رنګینی هګی       چرګی ساتو میږی اوښان وری اوزګوړی دی نه وی

بس دکوچی شونډی چی پاکی دبارودله ګردشی     دسپینوکوچوکټو ډکه زیړغوړی دی نه وی

ددی ترڅنګ شاعرله خپلی ژبی سره هم خپله بی ساری مینه ښیی اوترډیرڅه ورته په زیات ارزښت قایل دی

رازده کړی مورللوباندی خبری        په قربان اوپه ټپوباندی خبری

ماایمان دی په پښتوباندی راوړی    ځکه کړمه په پښتوباندی خبری

دریحان دشاعری بل اړخ  مینه  عاطفه له جنګونواوبارودوڅخه کرکه په نویوترکیبونواستعارواوتشبیهاتوکی هغه څه دی چی دده شاعرۍ ته یی یونوی رنګ ورکړی

دبارودوپه اورڼی کی موپېچلی    دژوندون ماشوم موځکه وهی کوکی

دجنګونومرغان تږی تږی راشی      دکابل په وینوډوبی کړی مښوکی

داشان دی کاږی چی راځی نورله دی جنګونوسره کرکه پیداکړو اودراځوړندو شلخیواو بوړیو پرځای دسولی له نښوملا تړوکړو

دژوند د خونی په دیوال انځوردسولی غواړو    پوری راځوړنده ملخی شلخی بوړی دی نه وی

دخالدریحان په شعرونوکی یوبله مهمه خبره داده چی ده تقریبآ  دنوروکلیماتوپه پرتله دباڼه لیمه اواوښکی کلیمات زیات کارولی چی دهغوپه واسطه یی دخیال قوت ترډیره بریده

په لوړه ځی اوترډیره حده یی په خپلوغزلونواونوروشعرونوکی په پوره فن اوهنریت کارولی

دی وایی

دبڼوپه لورلوګری غټی سترګی         بس دزړولوونه کاندی په غرمه کی

همدارنګه دی همداکلیمی په لاندی بیتونوکی هم په پوره فن کاروی

له زره چاودی انتظاره دبڼوپه څوکو     بلی داوښکومی چه له خوبه یمه

یا

ولاړمی وی داښکلی په لیمولکه باڼه     ولاړمی وی په زړه کی دخنجرغوندی یوڅوک

دریحان په کلام ښایی چی کتابونه خبری وشی خوهمدلته یی دغزل په یوڅوبیلګواولنډوخبروپه راوړلواکتفا کووده ته له څښتن تعالی څخه داوږدعمرسېکمن فکرغوښتنه اوپه همدی ډګرکی یی دخیال په وزرونوالوت تراسمانه پوری

ډیرازغی دمینی مات لرم په زړه کي    داخواږه دردونه زیات لرم په زړه کی

د ارمان لپی به ډکی کړم له اوښکو    هم کعبه هم عرفات لرم په زړه کی

Door Guest