ګل رحمن رحمانى
پوهېږم چې ستا ټول دردونه زما له لاسه دي ، پوهېږم چې يو سپېڅلى او مينه ناک زړه زما له لاسه مات شوى ، خو زه هم دتقدير لاسونو مات کړى يم ، ما لاپه هغه لوري سفر نه دى پيل کړى ، چې ته مې روان ګڼې . زه لا هم د درد په همغه څلور لارې کې حيران ولاړ يم ، ځان په ټول عالم کې راته يوازې ښکاري . په ذهن کې مې ته روانه يې ، ګورم دې چې هر ماښام تروېده کېدو وړاندې او تر سهار وروسته دې زما څېره مخې ته ولاړه وي ، خو کرکه رانه نه لرې ، زړه دې لا هم همغسې مينه ناک او سپېڅلى دى ، لاهم همغسې دکور له کړکۍ وړاندې شنه ځنګل ته ګورې ، زما تېر يادونه او له ځنګل سره تړلې مينه په کې حس کوې.
خو زه لا همغسې په ترږمۍ کې لار ورکى ولاړ يم ، ما لا لورى او منزل نه دى ټاکلى .نه غواړم د نورو له عينکو د ژوند مرګونې او خطرناکې درې ته وګورم ، هغه دره چې په غرنيو ګلونو او وږمو به ډکه وه او پسرلني باران به جنتي رنګونه په کې وشيندل ، نن دناهيلۍ او درد تروږميو نيولې ، زر ده چې په کې ورک شم ، خو تاغوندې نه وايم ، چې هېر مې کړه .
په ياد مې ساته ، زه په يو چا پسې نه ، په يو څه پسې ورکېږم .
٢٠١٣ اپرېل ٢٤