ګل رحمن رحماني
زیبا راغله , زیبا لاړه
هغه چې په لومړي ځل زموږ دفتر ته له خپل پلارسره راغله ، نو ماته اشنا ښکارېده او له ځانګړو ماشومانه عادتو یې پوهېدم ، چې زه هم ورته نابلد نه ښکارېدم .
دوړوکې شپږ کلنې زېبا پلار ملنګ ، چې تقریبا نه ویشت کلن یا دېرش کلن ځوان دى ، له عمر نه یې ښکارېده ، چې دژوند ناخوالو څومره ځپلی او مجبوریتونو یې بې وخته په توره ږیره او سرکې سپین لګولي دي.
دا به په افغانانو کې دځوان نسل عمومي ستونزه وي ، خو ملنګ بیا داسې یو کس و، چې ریښتیاهم دغه چارې پرې شوې وې او نا خوالو پوره ځپلی وو.
هغه زموږ سره په دفتر کې دګارډ دنده اجرا کوله ، خو چلند مو دامر او مامور په ځای دوروڼو او خوږو ملګرو غوندې و او ماته په ځانګړي ډول ګران و، که به مې دفتر ته په ورځ کې رانه غی ، نو زه به هم په یوه بله بهانه یوځل ددفتر بهرنۍ دروازې ته دغړو شخی ویستلو په خاطر ورتللم ، دهغه سره به مې خبرې کولې .
یوه ورځ داسې هم راغله چې دهغه دهمېشنۍ او زړه خوړینۍ په اړه مې ترې وپوښتل ، که څه یې نه ویل ، خو وروسته یې راته دخپلې لور زیبا خبره وکړه ، چې ناروغه ده ، په همدې کم عمر کې سرطان نیولې .
دغه خبره زما له پاره ديوه ستر ګوزار مانا لرله ، چې خداى شته په پوښته يې پښمانه هم کړم ، خو بیامې هم ډاډ ورکړ ، چې خدای به خیرپېښ کړې ، دسرطان هره پېښه هم وژونکې نه وي .
هغه به په میاشت کې دوه ځله هره پنځلسمه خپله خوږه لورکۍ پېښور ته د درملنې په موخه بېوله او دډاکترانو ورکړل شوې سپارښتنې به یې عملي کولې ، ماته به یې تل ویل چې کورته راسره لاړ شه ، زیبا وایي چې کاکا راوله ، خو زه ورسره کله هم تلو ته چمتو او وزګار نه شوم .
ورځې همداسې تېرېدې، هغه به چې هره شنبه له کوره راغی، نو دزیبا پوښتنه مې ورڅخه کوله ، یوه ورځ داسې هم راغله، چې زیبا له خپل پلار سره دفتر ته راغله ، دخپل پلار په غېږ کې مړاوې معلومېده او له شرمه یې خبرې نه کولې، هغه یوه وړوکې حیاناکه نجلۍ وه او چې خبرې به دې ورسره پیل کړې ، نو مخ ته به یې لاسونه نیول ، زه دهغې په ماشومانو عادتونو ښه پوه شوى وم ، په هر حالت کې مې درک کولاى شوى ، موږ په همدې نا اشنایۍ کې سره بلد شوي وو .
هغه زما سره روږدې شوه او زما په دفتر کې به یې قدم واهه ، ښکلې ښایسته ماشومه وه ، لاسونه یې په نکریزو سره کړي وو او له څو ځلې راتګ وروسته چې ښه بلد شوو ، نو هره ورځ به یې دخپل پلار په خوله راته ویل :چې کاکا ولې زموږ سره کورته نه ځي، دهغه خو دلته کور هم نه شته ، خو زه نه پوهېدم ، چې ولې هر وخت دروجن کېږم او نه شم ورسره تللی .
له هرو پنځلسو وروسته به چې هغه له خپل پلار ملنګ سره راغله او پیښور ته به روانېده ، نو همدا غوښتنه به یې کوله ، خو دپلار په خوله ، یوه ورځ یې هم ماته په خپله له بې جرتۍ نه شوی ویلی ، په همدې کې دوه میاشتې ووتې، ملنګ هم یو څه خپه غوندې و ، خو زما پښې بوختیاوو تړلې وې ، څه مې کړي وی، زه پوهېدم ، چې ملنګ له غربت سره سره هغه له خانانو هم غیرتي دی .
له دوو میاشتو وروسته یو ځل بیا له خپل ټاکل شوي وخت نه مخکې له خپل پلار او بابا سره دفتر ته راغله ، په برنډه دايښي کوچ له پاسه ويده وه او چاته یې نه کتل ، دپلار په سترګو کې یې هم دخپګان نښې وې ، خو له پخوا نه زیاتې .
زیبا دځينې ماشومانو دعادت له مخې پړمخې اوده وه ، کله مې چې راپورته کړه ، پوښتنه مې وکړه ، سریې ځوړند کړ.
ملنګ ویل درنه خپه ده ، وایي چې ولې زموږ کورته نه راځي ، بابا یې ویل ښی مټ یې له کاره لوېدلی او له درده ژاړي .
یو ساعت وروسته ملنګ معاش واخیست ، له خپل ناروغ بوډا پلاراو لور سره دپېښور په لور روان شو او زه هم تصادفا په رخصتۍ کورته لاړم ، نږدې لس ورځې به وتلې وه، چې بېرته مې دتلو تیاري نیوله ، ددفتر مرستیال ته مې زنګ وواهه ، چې د ورتلو ورته ووایم ، خو خبرې یې ورو وې ، سمې نه اورېدل کېد ، ویل يې چې فاتحه کې یم ماویل دچا فاتحه ؟
ځواب یې راکړ
دملنګ لورکۍ وفات شوه ، زيبا درته يادوم ، داځل یې ناروغي سخته وه اوس دهغوی کورته ورغلي یو .
زړه مې درد وکړ ، مبايل مې له لاسه پرېوت ، یو ځل بیامې زیبا په سترګو کې وګرځېده ، دهغه خبرې مې په زړه دغشو په څېر خښې شوې ״ کاکا ولې زموږ کره نه راځي !؟״ هو زه ریښتیا ورنه غلم ،اخر هغه هم همداسې لاړه پسې لاړه ، نه پوهېږم چې اوس به ملنګ راته کله کور ته دتلو ست وکړي که نه !
۲۰۱۱ اپریل ۲۴ ، جلال کوټ