سیف شهاب
چي یې پیل په همدغه کلیمې دی
چې افغان نوم له فغانه لاره کړې
نو همدغه ستان ددې صفت ټاټوبی
ژړاګانې یې د ژوند دي خوشالیاني
بس په دې خوشیو یو بل سره لمانځي
اخترونه هم له دې خوشیو ډک دي
ټول غمونه یې په زړونو ښه ورکلک دي
نور ګرېوان کې هم ځای نشته د دردونو
ټولول یې هم زموږ له وسه تېره
سپېرو اوښکو دا یوه مېنه لیدلې!!
سیف شهاب
کندهار پوهنتون
۱۰/۱/۱۳۹۲