بسم الله الرحمن  الرحیم

افراط او تفریط مونږ تباه کړو

—-   دوهمه  برخه  —-

( الحاج استاذ بیانزی )

اسلام د عدل ، سولی او  اعتدال دین دی ،د افراط او تفریط دین نه دی یعنی هغه څه باید وشی چه نه زیات او نه کم وی . زیاتوالی او کموالی شکونه ، شکایتونه او ستونزی رامنځته  ته کوی ،د خالق او مخلوق ترمنځ توپیر هم دادی  چه د مخلوق په کړنو او پلانونو کی چه فکری ثبات او پیاوړتیا  نشته زیاتوالی او کموالی شتون لری. د مثال په ډول  د یوی ودانی په ابادولو کی ډیر انجینران ونډه او دنده  لری ددی ودانی په جوړولو کی   مګر ددی ټولو سره سره ډیرځله د راتلونکی نسل انجینران  د  هغه ودانی د پلان جوړولو او عملی کولو پوری خاندی ، یعنی د انسانانو په کارونو کی تل ډیری نیمګړتیاوی شتون لری . مګر د خالق په کارونو کی ذره ښکته پورته ( افراط او تفریط )  شتون نلری.نو دین کی یی هم  افراط او تفریط  وجود نلری .

د اسلام دین ته چه مونږ معتدل او یا د اعتدال دین وایو ، د اځکه چه دا دین د مخلوق دین نه بلکه د هغه خالق دین دی چه ټول کارونه ییی  د اعتدال او مینه روی سره دی ، د اسلامی نظام په پلانونو او کړنو کی یوه ذره ستونزی نه رامنځته کیږی ، دا که څوک ځینی مثالونه وایی دا د مسلمانانو ګنا ه او یا د اسلام د دشمنانو بی انصافی ده.

افراط  له حده زیاتوالی ته وایی ، د افراط  کول  په ډیرو کارونو کی شته دی، خو مونږ یواځی  سیاسی اړخونو کی د    افراط او تفریط په هکله دلته خبری کوو  چه ټوله نړی  د همدی  افراطی سیاست  له لاسه په اور کی پرته ده .  حرص کول  یو افراطی عمل چه استثمار رامنځته کوی استثمار بیا هر ډول فریبکاری ، دروغ ،وحشت ،  هر ډول فسادونه او وینی تویول رامنځته کوی ، لکه د ځیځیر کړی یو د بل پوری تړلی دی . مثالونه یی په لاندی ډول دی

 په هیواد  کی  افراطیت : وطن دوستی یوه  فطری غریزه چه هر سړی د خپل ټاټوبی سره مینه لری، او دفاع کول یی ضروری او ثواب دی  ، خو کله چه دا حالت زیاتوالی کوی ، د اعتدال له حالته افراط ته اوړی . که   یو کس ،  یوګروپ او یا یو قوم ځانونه له نورو  اوچت  او برتره وګڼی دا برتری افراطی او ناروا عمل دی .دا  افراط   کبر او لویی ده  ، د لوی معیار اسلام کی تقوی ټاکل شوی ،لویی کول د شیطان خصلت دی ، په نورو قومونو خپل قوم  پورته ګڼل د نورو قومونو کرکی راپاروی اوهغوی به  هم  د برتریو په مسابقه کی هڅی پیل کړی ، نو د دی افراطی کړنو نتیجه به دشمنی ، جنګونه او یوله بله جلاوالی وی  لکه مونږ چه خپل هیواد کی په خپلو سترګو ولیدل او ګورو یی  .  

په ا مریکا او نړی کی افراطیت : امریکا  د نړی له ټولو ملکونو ډیر پر مخ تللی او په  نړی کی یی ډیر محبوبیت درلود . امریکا د نړی والو سره په  مرستو  ، سودا ګریو او داسی نوروراشه درشو  کی ډیره ننوتی وه چه په دی کار  د امریکا مادی اومعنوی پانګی  له نورو اوچتی شوی وی ، مګر له بده مرغه دی کار د مثبت بدلون پرځای منفی افراطیت سره مخامخ کړل  ، د ټولی نړی د پاچاکیدو په هیله یی  ، د سپټمبر  جعلی پیښه رامنځته کړه چه  خپل دری زړه بی ګناه خلک یی پکی  ووژل او  د د نړیوال جنګ اعلان یی وکړو( چه یا به مونږ  او یا به زمونږ له دشمن سره یاستی )  چه زمونږ ګران هیواد د دلست په سر کی واقع وو ،چه افغانستان کی  د اسلامی نظام ړنګول او پرځای یی د  دیموکراسی نظام  قایمول د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره اولنی هڅه وه  ، نه یواځی داچه افراطی پلاونونه وو  عملی کول یی هم په ډیره افراطی بڼی سره وو . افراطیت ،دهشت ،  بین لمللی مافیه او یا تروریزم ته هم وایی .

امریکایی دهشت ګرو ( ماسونیستانو )  د دی د پاره چه نړی وال د دوی د هشت ، وحشت او افراطیت ته پام نه شی  نو د نړیوال جنګ نوم یی هم د نړیوال تروریزم  سره  مقابلی نوم کیښود . امریکا د خپلو مادی امکاناتو د اوچت  کمیت او کیفیت د لرلو  له مخی په ډیر کبر او غرور، په ډیر وحشت او نهایی افراطیت زمونږ په ګران هیواد  یرغل وکړو، دنظامی قوتونو په لیږلو کی یی هم له افراطیت څخه کار واخست  ، کوچنی هیواد باندی د  یرغل د پاره د دومره ډیرو قوتونو لیږل څو واری زیات معلومیدل یعنی  اصل کی د ټولی نړی سره د جنګ کولو تیاری وه ،   دوی د افغانستان د مجاهدینو سره جنګ څو هفتی او یا څومیاشتی ګاڼه ، ځکه خو یی د عراق حنګ هم ورسره پیل کړو ، ددی جنګ هدف د نړیوال حکومت جوړول او یا  د خدایی دعوی وه .

د انسانی مقام څخه خدایی مقام ته خیز اچول له افراطیته هم اوچت او یا نه کیدونکی کړنه وه.  د زوراور  خالق د کمزوری مخلوق تر منځ جنګ کول  بی له دی چه لیونتوب ورته ووایی نور به کومه مناسبه اصطلا ح ورته پیدا کړی . الله ج لکه د ابرهه  په مقابل کی چه یی خوارکی کوچنی  کوچنی مرغان  ( لکه د ماښام ښاپیرکو په شان )  مسلط  کړل ،  چه مرغانو به له سینده په خوله کی کاڼی راوړل ، امریکایانو ته یی هم الله ج  دا فغانستان کاڼی او بوټی مجاهدین کړل ، مچاهدینو ته پناه ورکوی تر دی چه هوا یی  د دوی د الوتکو په ضد جهاد کوی. د قندهار د هوایی ډګر د ۵۰ الوتکو تخریبیدل  یی عملی مثال دی  د  طوفان او ږلیو جنګ چه د دوی  ۵۰ الوتکی یی غیر فعاله کړی په تاریخ کی نه دی تکرار شوی تراوسه د امریکا یوه الوتکه د امریکا د بدو طوفانونو کی  له کاره نه ده لویدلی ، خو دلته هره ورځ د هوا خرابوالی د دوی  الوتکی راغورځوی ،  که څه هم  په دی راغورزولو کی د مجاهدینو لاس دی ، مګر د وی د خپل مورال د نه ماتوالی په خاطر د هوا خرابوالی اویا  تخنیکی عوارض په ګوته کوی  او کله بیا  دا هم وایی   چه هر څه وو مګر وسلوالو نه ده را غورزولی .

امریکا او ناتو په دی جنګ کی د دوی په قول دری زره کسان(اصلی شمیر یی لس چنده) له لاسه ورکړل ، څو زرو کسانو یی ځان وژنی وکړی ، څو زره کسان یی دایمی معیوب او غیر فعال شول او څو زره  کسان یی په  عقلی او عصبی ناروغیواخته دی ، تردی  چه کله ځانونه اوکله نور وژنی . همدارنګه اقتصادی ملا یی ماته شوی ده  ، نړیوالی حکومت جوړول یی له خیاله ووت ، اوس په دی غم کی دی چه  لکه دروسی په شان تجزیه نه شی  ، څو تریلونه ډالر قرضداری شول. دا ټولی ناخوالی د افراط نه ورته پیښی شوی  چه ځانونه یی تر ټولی نړی قوی ، برتره ، او اوچت وګڼل که نه همدا څو تریلونه ډالر یی  په خپل ملک کی  خرڅ کړی وی امریکا خو څه چه نړی به یی لکه جنت جوړه کړی وی.

د سرمایداری هیوادونو پالیسی دا ده چه طبقاتی نظام وساتی یعنی یوه برخه خلک ډیر ماړه او نهه نوی برخی خلک یی باید  ډیر غریب او ناداره وی  چه  یوه برخه  خلک به یی په  نهه نوی برخو خلکو دایمی حکومت کوی د هغو وینی به زبیښی څه به دوی او څه به بادارانو ته ورکوی ، په دی دول به د استثمار پروسه فعاله وی .

د روسانو او کمونستانو افراطیت : روسانو هم  لکه د امریکایانو له افراطیته کار واخست   ، کمونستی نظام د سرمایداری نظام  په مقابل کی د نتیجی له مخی یو شی  مګر د تاکتیک له مخی  سرچپه کاپی وه  ، او هغه داچه سرمایداری استعمار دننه خپلو هیوادونو او د باندی ټولو مستعمروی ملکونو کی  خلک په یوه برخه ډیر سرمایدار او نهه نوی برخو غریبو او نادارو ویشلی وو ، چه دغه یوی برخی په نهه نوی برخو حکومت درلود  . مګر د روسانو کمونستی رژیم د دی دعوه شروع کړه چه  سرمایداران دی نه وی ، هر څه دی د ټولنی ( کمیونیټی ) په  واک کی ( کوم چه حکومت وو) وی او حکومت د همدغه یوی برخی کمونستانو څخه  تشکیل شوی وو( په بل عبارت د استثمار کولو طریقه بدله وه ) .

روسانو د خلکو د جذب او ملګری کولو د پاره  د ( کور ، کالی ، ډوډی )فارمول رامنځته کړو ، کور کالی ډوډیو ته  د نهه نوی برخو خلکو اړه وه ، که روسانو همدی فارمول ته وخت ورکړی وی او ددی ژمنه یی په خوله نه بلکه عمل کی ښودلی  وی نو ټولو خلکو به کمونیزم په خپله خوښه  منلی او د سرمایداری نظام په مقابل کی به یی بریالبتوب تر لاسه کړی وو ، مګر دا چه د  دوی هدف هم  د مظلومو خلکو استثمارول وو  او د دی فارمول ژمنی ورکول خلکو ته  له اوله  له فریب بل څه نه وو ، ورو ورو  خلک ورباندی بی باوره شول چه دا هسی شعار دی نور هر څه دکمونستانو لاس او واک کی دی .  سربیره پر دی بی باوریو له عجلو او افراط یی هم  کار واخست ، په هر ملک کی به یی د ګوتو په شما ر بی ځانه او بی وجدانه ځوانان ایزمیان کړل ، د یوی کودتا په نتیجه کی به یی  د هغه ملک سیاسی قدرت د  کمونستانو په لاس  تر لاسه کړو ، او که به اړه وه روسانو به هم  لکه د امریکایانو  په شان په هغه بدمرغه ملک نظام یرغل وکړو او له هرډول وحشت او افراطیت به یی کار واخست چه زمونږ په ګران هیواد کی یی د دوه میلونه بی ګناه انسانانو وینی وبهیولی .

په مسلمانانو کی افراطیت  ـــ کله چه د ځوانو مسلمانو ورونو اولنی او یواځنی ګوند د وخت د فاسد ، بی کفایته او عیاش شاهی رژیم  په مقابل کی رامنځته شو ، دغه وخت کی  د بارنی استعماری هیوادونو هر ډول افراطی  ایزمونو او غلامانو زمونږ په ګران هیواد کی وده کړی وه  کوم چه نه یواځی د فاسد شاهی رژیم مخالف بلکه د اسلامی نظام هم مخالف څه چه دشمنی درلودله ، دا یواځنی وخت وو چه متعهدو مسلمانانو خپلو کی ډیره ښه وروری او فداکاری درلودله .  کله چه سردار محمد داود د کمونستانو سره په ګډه خپل اکا زوی  شاهی رژیم نسکور کړو او څو کلونه وروسته کمونستانود روسانو په مرسته د لیونی سردار څخه هم سیاسی قدرت خپل کړو ،مسلمانان په هجرت کولو مچبور شول  او له هجرت وروسته یی  د کمونستانو مقابل کی سپیڅلی جهاد پیل کړو تردغه وخته دوی په ډیروکمو امکاناتو د کمونستانو او روسانو مقابل کی جنګیدل ، تاسی باور وکړی سره ددی چه دوی دمادی امکانانو او وسایلو له مخی ډیر کمزوری ولی د جنګ د کیفیت له مخی  بریالی وو ځکه د دوی په زړونو کی لویی نه وه  د الله ج مرستی هم ورته جاری وی  ، هغه وخت به هم بی شمیره معجزی مونږ لیدلی او اوریدلی .

تر دی چه لویدیز ته د کمونیزم د ماتیدو هیلی افغانستان کی د مجاهدینو په غیرت او شهامت پیدا شوی چه مخکی یی یواځی د پاکستان استحکام په نظر کی وو افغانستان یی د روسانو نوی قمر منلی وو ، نو همدغه وو چه زمونږ د بدمرغیو کاروان په لیار شو . استعماری هیوادونو له هماغه وخته په دی فکر او پلان جوړولو کی شو چه د مسلمانانو  په لاس که کمونیزم ته ماتی ورکړی مګر د مجاهدینو تر منځ پلانونه باید داسی وی چه  له کمونیزم وروسته اسلامی نظام هم مات شی او د اسلامی نظام پرخای د دیموکراسی سکولریستی نظام زمونږ په ګران هیواد کی په پښو ودروی .

 له ټولو لمړی کار چه یی وکړو هغه زمونږ د مجاهدینو په  ډیرو ګوندونو ویشل وو ، بیا د هرګوند مشرانو ته دمیری مور په شان کیناستل چه کمونستان زمونږ او ستاسی ګډ دشمنان دی مونږ هم تاسی سره د هغو په خلاف مرستو ته تیار یو ، هغوی خو دا له خدایه غوښتل چه څوک ورسره د روسانو مقابل کی مرسته کوی او د اسلامی اصولو له مخی هم کوم ناروا عمل نه وو ،  مګر جهادی مشرانو داخبره هیره کړه چه د کفارو سره په احتیاط  تعامل کوی .  لویدیزو هیوادونو چه  له دوی  د ( هو ) اواز واورید  ، د بی شمیره وسلو او پیسو د بوجیو خولی یی ورته خلاصی کړی او د افراط بازار بیا نرم او ګرم شو . همدغه د مجاهدینو د بدمرغیو پیله وه .

د  استعماری هیوادونو سره بی احتیاطه تعاملات او افراطی  قراردادونه وو چه سرمایداری هیوادونو د کمونیزم مقابل کی د مجاهدینو سره د  مرستو پر ځای  د جهاد قومانده په لاس کی واخستله . د قوماندانانو او رهبرانوتر منځ اړیکی یی قظع کړی ، رهبرانو او قوماندانانو ته  به جلا جلا اقتصادی  او نظامی مرستی ورکړ کید ی او په دی سربیره ځانګړی دستر خوانونه به هم ورکول کیدل، چه په دی وسیله یی  کمونستی او اسلامی نظامونه  دواړه مات کړل ، او له دی وروسته یی  زمونږ خلک د  بلی یوی لسیزی د پاره په نشنلیستی افراطی خپل منځی  جنګونو کی ښکیل کړل  .

کله چه د طالبانود اسلامی امارت خوځښت رامنځته شو  پاټکونه یی ختم کړل ، د مرکزی حکومت بنسټ کیښودل شو ، د ملک ۹۰ برخو څخه زیاد چه د دوی په تسلط کی وو پوره امنیت او هلته شرعی نظام پیاده شو . طالبانو په رشتیا  هم د الله ج او ددی مظلوم ولس په سوله او هوساینه کی بی ساری قربانی ورکړی چه د ټولو لیکلو باندی ډیر وخت نیسی  الله ج دی اجرونه ورکړی او شهیدانو ته دی الله شهادتونه ور قبول کړی  مګر  له بده مرغه طلبانو هم له یو لړ بی وخته  افراطی کارونو کار واخست  لکه د ږیرو ، موسیقی ، په زوره لمونځونو  ، تصویرونو ،  د شځو ، د بت ماتولو او داسی نور او نورو ، چه د اسلامی حکمت له مخی په ارام وخت کی شوی وی ، همدرنګه د دوی په لیکو کی ډیرو کمونستانو او د دیموکراسی پلویانو شتون او نفوذ درلود چه له یوی خوایی دوی ته غلطی توصیی کولی او له بلی خوا یی طالبانو کی ځانګړی خلک درلودل چه همدغه افراطی کارونه به یی پری تر سره کول او د اسلامی امارت رازونه به یی لویدیز ته په لاس ورکول . په دی سربیره  له ټولو لوی بد کار  چه د دوی د ماتی عامل وګرځید د پاکستان دولت ته په خپلو نظامی  رازونو کی  افراطی صلاحیت او افراطی باور کول وو  ، همدارنګه بله  مهمه د مرحوم عصامه د پلویانو کنترول یی په لاس کی نیولی وی نو لویدیز ته به د بهانو ځای نه وی پاتی شوی . دا د طالبانو ځینی افراطی کارونه وو چه د طابانو اسلامی امارت ته یی تاوانونه او زیانونه واړول    ، وایی وروستی فکره کشکی لمړی وی . ومن الله التوفیق                                   —– د دوهمی برخی پای —–