عبدالغفور لېوال
قاسم پرزمکه پښه ووهله
غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده
ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې
هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید
شرم یې جوړ کړ
په کوز کونړ کې یوې پېغلې لمر ته پاس وکتل
یو ګوربت هسک و، خپلې ځالې ته له پاسه ځیر شو
قاسم دخدای دملایکو نوراني موسکا ته غیږ پرانیسته
قاسم دمست کونړ له یخو څپو تږی واوښت
قاسم ددنګ سپین غر په زړه کې حماسې ویښې کړې
قاسم به نن شپه دسپوږمۍ په الاهو ویده شي
په کوز کونړکې به یې پیغلې له چمبو سره ټپو کې ستایي
هر اتڼچي چې راتاویږي ، له څپلۍ خر پ باسي
لکه قاسم چې ګام پر زمکه ږدي ، او غر لړزوي
پېغلو ! دمست کونړ له یخو څپو لپې یوسئ
قاسم لاتږی دی ، لا مینه غواړي .
۱۳۹۲ ثور ۱۲ – کابل