د جرمني په مرکز برلین ښار کې د نورو ګڼو ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ دری لوی پوهنتونونه: د برلين تخنيکي پوهنتون، د برلين آزاد پوهنتون او د برلين آمبولټ پوهنتون فعالیت کوي. د برلین تخنیکي پوهنتون ډېری تخنیکي څانګې لري او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو محصلين په کې زده کړه کوي. زموږ ۲۴ کسیز ټیم چې د افغانستان له بېلابېلو اتو پوهنتونونو څخه راغلي یو، هم په همدې پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې د ماسټري پروګرام تر سره کوو. د برلین آزاد پوهنتون هم يوه لويه تحصيلي مرجعه ده او ډېرې څانګې لري چې هلته هم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محصلين شته دي. د ټولنیزو زده کړو په برخه کې د برلین آمبولټ پوهنتون هم فعالیت کوي. په دې پوهنتون کې د شرق پېژندنې انستیتیوت کې د نورو ژبو تر څنګ زموږ د پښتو ژبې يو ډېر پياوړی کورس هم فعال دی، چې د افغانستان له ژبو څخه د دري او بلوڅي ژبو کورسونه هم لري.
د دې پوهنتون د پښتو ژبې په څانګه کې د ښاغلي پوهاند مجاور احمد زیار صاحب په شمول د پښتو ژبې نورو ډېرو څانګپوهانو تدریس هم کړی دی. اوسمهال د پښتو، دري او بلوڅي څانګې مسؤل یو آلمانی چې ډاکټر لوتس ضحاک نومېږي، دی. تر دې مهال په دې پوهنتون کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لسګونو کسانو پښتو ژبه زده کړې ده.
په ۲۰۱۱ کال کې چې کله زموږ پيژندګلوي د دې پوهنتون د پښتو ژبې له زده کوونکو او د څانګې له مشر سره وشوه، دوی خپله لویه ستونزه د سرچینو او کتابونو نشتون په ګوته کړ. په ۲۰۱۲ کال کې په یوه ناسته کې چې په برلین کې د افغاني محصلانو له خوا جوړه شوې وه د ډاکټر لوتس ضحاک سره ژمنه وشوه چې موږ به ورته پښتو کتابونه له افغانستانه راوړو، تر څو په همدې څانګه کې د پښتو ژبې یو کتابتون جوړ شي.
له ژمنې سره سم مو په افغانستان کې له بېلابېلو ټولنو وغوښتل چې د کتابتون لپاره کتابونه راکړي. د نیکمرغه یو شمېر ټولنو زموږ غوښتنې ته لبیک ووایه او ډېر ارزښتمن کتابونه یې راکړل. زموږ ۲۴ کسیز ټیم نژدې ۲۰۰ ټوکه کتابونه په خپل منځ کې ووېشل او برلین ته یې د لېږد چاره آسانه کړه.
د افغان کلتوري ټولنو جرګې، په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې، مصور خپرندوی بنسټ، سپوږمۍ راډیو، کاروان پوهنتون، رفیع کلتوري او مدني ټولنې او د سیدانو کلتوري ټولنې خپل خپاره شوي بېلابېل کتابونه موږ ته وسپارل او موږ په پوره امانت سره نن د همدې پوهنتون د پښتو څانګې د زده کوونکو په حضور کې د څانګې مشر ډاکټر لوتس ضحاک ته وسپارل. زه په خپل وار له یادو شویو ټولنو مننه کوم چې د کتابتون په جوړېدو کې یې لومړی ګام واخیست او په موږ یې اعتماد وکړ او له خپلو ملګرو هم مننه کوم چې د کتابونو د لېږد چاره یې اسانه کړه. دغه کتابتون ته اوس شاوخوا ۳۰۰ ټوکه کتابونه ورکړل شول او تمه ده چې نور ملګري به هم ورته کتابونه راولیږي.
په نننۍ غونډه کې د پښتو څانګې نژدې ټول زده کوونکي راغلي وو او زموږ د ټیم ملګري هم ول. زده کوونکو د افغانستان، پښتو ژبې او کلتور په اړه پوښتنې وکړې او زموږ ملګرو یې ځوابونه وویل. غونډې ته د هالنډ څخه راغلي میلمه ډاکټرسیدنصیراحمد هم خبرې وکړې او زده کوونکي یې د پښتو ژبې زده کړې ته وهڅول او دا يې ورته په ګوته کړه، چې په څه ډول د (BBC) او نورو برېښنايي موادو څنګه ګټه پورته کړې او د غږيز او ليدیز توکيو څخه پوره ګټه پورته کړي او همدا ډول يآده شوه، چې د ژبې د زده کړې لپاره د سيمې له خلکو سره له نېژدې اړيکې هم خپل ګټور اغېز لري او د پښتو لېوالو ته داسې سپارښتنه وشوه، چې د امنيت په چاپېر کې افغانستان ته سفر وکړي او د خلکو له دود او له ژبې سره په سيمه کې آشنايي تر لاسه کړي.
په برلين کې د ياد پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر ضحاک وویل هر کله په رسنیو کې اورو چې آلمان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړه، خو نن د افغانستان خلکو زموږ د پوهنتون سره ډېره لویه مرسته کړې او زموږ محصلان به وتوانېږي چې له دې سرچینو څخه د خپلې ژبې د ښه کولو لپاره کار واخلي.
د همدې څانګې یو بل استاد یوسف خان چې د خیبرپښتونخواه اصلي اوسېدونکی دی، هغه هم وویل چې موږ د کتابونو له نشت سره مخ وو او اوس ډېر شمېر کتابونه تاسې موږ ته راکړل چې زموږ په څېړنو او تدریس اغېز کوي. ده وویل چې دی به هم د کوزې پښتونخوا فرهنګیان وهڅوي چې د کتابتون په بډاینه کې هغوی هم خپله ونډه واخلي.
د پښتو ژبې زده کوونکي د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، ترکیې، آلمان، بېلاروسې او نورو هېوادونو وګړي ول. په زړه پورې دا وه چې په زده کوونکو کې هغه افغانان هم ول چې پښتو ژبه یې مخکې نه وه زده او اوس یې تمه درلوده چې خپله پښتو ژبه نوره هم پياوړې کړي. زموږ دوه هزاره وروڼه چې په افغانستان کې یې ژوند کړی و خو پښتو یې مخکې نه وه زده، دلته د پښتو ژبې په زده کړې بوخت دي. یوه تاجکه خور چې اصلاً د افغانستان ده خو ټول عمر یې په آلمان کې تېر شوی دی هم د پښتو ژبې درس لولي. خو یوه بله زده کوونکې په خټه پښتنه وه، مګر عمر یې په آلمان کې تېر شوی دی چې پښتو ژبه یې له هېره وتلې وه نو هغه هم غواړي چې په پښتو مسلطه شي.
په دې توګه موږ وکولی شول د هغوی سره دوه ساعته مجلس وکړو، کتابونه ورته وسپارو اود نورو همکاریو په اړه ورسره وغږېږو. زموږ دغه کار د کتابتون د جوړېدو لپاره لومړی ګام دی، هیله ده چې نورې هغه ټولنې چې کتابونه خپروي د دغه پوهنتون پښتو څانګې ته خپل کتابونه راولېږي. هغه افغاني ټولنې چې په اروپا او په ځانګړې توګه په جرمني کې فعالیت کوي باید په منظمه توګه خپل خپاره شوي مواددې پوهنتون ته راولېږي. که کومه ټولنه غواړي چې خپل کتابونه دې پوهنتون ته راوليږي زما سره دې اړیکه ونیسي، د لېږد او نورو لارو چارو په هکله به ورته اړینې مشورې ورکړم.
په پای کې هیله لرم چې په آلمان کې د افغانستان سفارت د دې پوهنتون د افغاني ژبو د څانګو سره ځانګړې مرسته وکړي. دا به ډېره ښه وي چې په افغانستان کې د ننه او په بهرنيو ملکونو کې فرهنګي ټولنې، دولتي او غیر دولتي ښوونیزې ادارې او نورې اغیزمنې ادارې د افغانستان څخه د باندې د افغاني ژبو د بډاینې لپاره کار وکړي، تر څو د دې امکان جوړ شي چې بهرنیان زموږ ژبې زده کړي او زموږ د هېواد په اړه څېړنې وکړي. د آباد، خپلواک، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله!
په درنښت
سیدعبدالله ولي زی