لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیـرکیا ر
Photos Are Speaking By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA May 4, 2013
یو څو اونۍ وړاندې د ۲۰۱۳ په اپریل کې دوه غم لړلې پـیښې د انسان شعـور بوګنوي. د اپریل په نیمایي کې د امریکې د مسیچـیوسیټ د ایالت په باسټـن ښار کې او له دیـنه یوه اونۍ وړاندې دافغانستان په کونړ ولایت کې زړه بریښوونکې بریدونه وشول. د بل هـر ماشوم په شان، په باسټن ښار کې یو بیګناه ماشوم په دواړه لاسونو کې په یوه تخته کاغـذ باندې یو کـوټلی شعار او د دوه انځور شوو زړونو په منځ کې د بشـریت ستره اړتیا (سوله = پـیس ) لیکلي وو. د هغه په زړه راښکونکي شعار کې دا پیغام خوندي شوی و: «ولس نور مه کړوئ» ( نو مور هـرټـینګ پـیـپـل). ترهه ګري یو بد نومی ټکی دی توپـیر نه لري چې څوک یې په کومو الفاظو او د کومې موخې (هدف) لپاره تعریفوي. څوک چې د خپل برخه لیک او د خپل هیواد د خپلواکۍ لپاره په غورځنګ کې اخته وي ، ځان ترهه ګر نه ګڼي بلکې ځان ته د خپلواکۍ د لارې د سر تیري په ستر ګه کسي. وګورئ په منځني ختیځ کې د اسرایٔیلو او فلسطینیانو کړکیچ ته او په افغانستان کې د پاڅون والو او د امریکې په مشرۍ د ناټو کړکیچ ته. د باسټـن د ماشوم په وینا کې د بشریت چغه لوړه شې ده. ائ، هسک څښتنه! زه زیـرکیار تاته په زارۍ یم: د نړئ د مست خا ن کبـرجـن زړه په هغـه شعار ډک کړه چې د با سـټـن ماشوم د کاغـذ په تخته لیکی و او د سولې په غـږ یې غښتلی کړی و. ائ، هسک څښتنه! د امریکې ولس د هغـې فـرعـوني طبقې له منګولـو راوباسه چې په خوله دعـوه د یوه څه کوي، پټ بل څه کوي، په زړه کې یې دریم څه ګرځي، او ژبه یې دومره تیره ده چې له غټ سړي نه داړونکئ سـپـی جـوړولی شي او له داړونکي سپـي نه غـټ سړی. For photo, see: Dr. Zaman Stanizai, www.stanizai.org [May 4, 2013].