لیکوال : سید فخرالدین هاشمي

د تلویزیون په پرده مې تر اعلان اورېدو وروسته په جـذباتي انداز له خولې ووتل :

ـــ بېشکه والله ، افرین دې وي په داسې اداره .

مـدړاکاه چې بالښت ته یې ډډه وهلې وه په حیرانۍ راوکتل ، پوښتنه یې وکړه :

ـــ بیا دې لکه چې بېډۍ میره شوه ، لکه چې ځان ته دې کار پیدا کړ؟

ــ نه ، دا اعلان دې واورېده ؟

ـــ کوم اعلان ؟

ـــ دا اوس چې په تلویزیون کې نشرشو.

ـــ څه یې وویل ، زما خو والله که سـر پرې خلاص شوی وي ؟

ـــ وې ویل چې د افغانستان د چاپېریال سـاتنې اداره غواړې ، د کابل ښارپه چټکۍ سره له ککړې هوا څخه و‌ژغـوري ، د یو لس کلن کاري پلان د جوړولو له پاره یې له ښاریانو مشورې غوښتې .

ـــ څنګه لس کلن پلان ؟

ـــ لس کلن پلان یانې چې دوی به دلسو کالو له پاره خپله پالیسي جوړه وي ، او بیا به د دې پالیسۍ په رڼا کې کارکوي، دایې هم وویل چې که چا ښه مشوره راکړه ښه انعام دې واخلي.

ـــ ته او خدای رښتـیا وایې ؟

ـــ ولې، زه دروغ وایم ،همدا اوس یې په تلویزیون کې اعلان وکړ، قسم خوبه نه راباندې کوې .

له دې سره مـدړ اکاه له خندا شـیـن شواو په خوشالۍ یې راته وویل :

ـــ بس انعام ګټلی بوله ، تیارلس کلن پلان لرم ، ډېربه یې خوښ شي .

مدړاکاه بیا خندي واخیست ، زه یې هم په خندا کړم .

ــــ داڅه وایې مدړاکاه !  ته لس کلن پلان لرې !؟

ـــ سبا به یې دروښـیم .

په سبا مـدړاکاه له خوشالۍ ټوپونه وهل او دانعام په ګټلو خوشاله و. پوښتنه مې ترې وکړه .

ـــ دا څه اورم ، تا څنګه انعام وګاټه !؟

ـــ لس کلن پلان مې ورکړ او خوښ یې شو.

مدړاکاه بیا خندا ته زور ورکړ. ها …ها … ها… ها….

ــــ سمه خبره وکړه ، څه دې ورته وویل ؟

د ملا نصرالدین لس کلن پلان مې ورکړ.

ـــ دملا نصرالدین پلان ، سمه خبره وکړه ، څه مرغۍ کټوې !؟

ـــ ولې تا دملا نصرالدین خبره نه ده اورېدلې ؟

ـــ کومه خبره ؟

ـــ وایې چې په پخوانیو زمانو کې یو پاچا و، پاچا غوښتل چې خپل ګران خره ته خبرې ورزده کړي ، د دې له پاره یې اعلان وکړچې که چا زما خره ته خبرې ورزده کړې ، ښه مست انعام به ورکړم . دا اعلان ملا نصرالدین هم واورېده ، د پاچا دربارته راغی او د پاچا خره ته یې دخبرو  ورزده کولو ټـټـر وواهـه، د ملا کلیوال چې دملا په دې کارخبرشول ، دملا کورته راغلل او ملا ته یې وویل چې دا تا څنګه غلط کار کړی دی ، خر کله خبرې زده کولاشي ، په خپله دې ځان د بلا مخ ته ورکړ ، که خره خبرې زده نه کړې ، باچا به دې په دار راوځړه وي . ملا نصرالدین کلیوالو ته وویل چې ما پاچا ته درې شرطه کېښودل ، بیا مې قرار داد لاسلیک کړ. اول شرط مې دا ورته کېښود چې د دې سخت کار لپاره به ماته لس لکه روپۍ راکوي ، دوهم به ماته لس کاله وخت راکوي او درېیم به خرماته را سپارې چې زه یې له ځان سره کورته بوزم . پاچا مې شرطونه ومنل . اوس خبره داده چې په پـیسو به یې خپل عیش کوم ، په خره به ځولۍ چلوم ، لس کاله ډېر وخت دی ، په لسوکالو کې به یا پاچا مړشي ، یا به خر مړشي یا به زه مړشم ، زما ګټه په کاروه ، دخره ګرنټيیې څوک وهي .

مـدړاکاه داځل له خندا داسې شین شو چې ماویل تشي یې وچاودېدل، په خندا کې یې وویل :  زما لس کلن پلان یې خوښ شو او انعام یې راکړ ، دې ته وایې لس کلن پلان .

*****