دخواشینۍ پیغام
په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم، ارواښاد الحاج نعمت الله خان (کوکچه) په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله و انا الیه راجعون
زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې محترم بشیر مومن، د ده اغلې میرمن ته او د دې د کورنۍ نورو غړواو خپلوانو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای څخه مرحوم ته د فردوس جنت غواړم.
په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود