د زمزمې زمزمې: لیکواله بريښنا امیل
زمزمه نیازۍ د ځوانو جذابو او د تنکیو احساساتو د جذباتي زړه، زر خيزه ذهن، شکمن دماغ، پريشانه روح، او د ښایسته ذوق لرونکې شاعره ده .
دا ټول هغه څه دي چې هر ښه شاعر او شا عره یې باید ولري زمزمې ښځينه شاعري کړې ده له ښځينه شاعرۍ نه مې موخه په شعر کې ښځينه احساس دی ځينې خویندې داسې شعرونه ليکي چې که د وینکې نوم ورسره نه وي لیکل شوی نه پيژندل کېږي چې دا ديوې پښتنې خور شعر دی که دیوه پښتون ورور حسینه ګل هغه پښتنه شاعره ده چې دغه پوله يې ونړوله د هغې ( خوته خبرې کوه) شعري جونګ کې هغې ټوله ښځينه شاعري کړې ده.
استاد باجوړی صاحب هم هغه د ښځينه شاعری د پېل بېلګه بولي (( اوس که خلک هر څه وايي خویو وخت به دا انقلاب دا بدلون دا پېل به حسینه ګل ته منسوب وی.
د هر نوی پېل سره مخالفت ډېروي د هر نوي پېل سره نمیګړتیاوې هم وي خو د حسینه ګل په دغه آثار کې نېمګړتياوې نه ښکاري او د ښځينه شاعرۍ ښه بېلګه يې ګڼلای شو))
زمزمه نیازۍ هم دخپل کولتور منفې دودونو پولې نړوي او د خپل زړه خبره داسې کوي.
دا دپښتنو حجرې به ټولې پرې بنډار کړمه
شعر به شم، غزل به شم،د مینې یوه ټپه به شم
ښه په شرنګ مې اروه چې شوخي درباندې راولم
کله چې مې اورې ستا لپاره زمزمه به شم
کېدای شي زمزمې نیازۍ ته ددې دبغاوت له وجې نه ډېر ګواښونه شوي وي ځکه چې پښتني ټولنه داسې روسته پاتې ټولنه ده چې دلته نارینه پکې په ډاډه زړه شعر نشي ويلی.
ښځوته خو ددې ډول خبرو ويل خو بیخي کفر دی په داسې حال کې چې پښتنې پېغلو د تاريخ په اوږدو کې خپل استعداد او شجاعت نړۍ ته ورښولی دی.
لکه زمزمه نیازۍ چې ورته په خپل غزل کې اشاره کړې ده.
هار دپښتنې پېغلې، پښتون زلمي شمله به شم
بیا د میوندۍ پېغلې ملالې خولې ټپه به شم
خپله لوپټه به د پښتون په نوم بیرغ کړمه
سمه خو لا څه په لوړو غرو خوره وره به شم
پښتنې پېغلې هم لکه د پښتنو زلمو په څېرننګ غیرت او شجاعت لري.
چې د بېلګې په توګه یې د يوې اتلې پېغلې ملالۍ یادونه راوړم او په دې بهانه به د شعر عظمت هم وستایل شي (( میوند د قندهار سره نژدې د هغه اوږده سړک پر غاړه یو تاریخي ځای دی کوم چې د قندهار نه فراه او هرات ته غزېدلی دی.
په همدې ځای کې له فرنګیانو سره د پښتنو یو ډېرقوي جنګ شوی دی، چې د بري ویاړيې پښتنو خویندو ورورڼو او ټول پښتون ته منسوب دی.
پرنګیانو په دې جنګ کې سخته ماته خوړلې ده .
داماته پرنګیانو په مشرق کې لومړنۍ لوی شکست بللی دی.
د پښتنو د لښکر مشر په ميوند کې سردار ایوب خان و، چې مزاریې په کوزه پښتونخوا پېښور کې دی. د دغه جنګ یادونه داسې شوې ده .
( د فرنګیانو فوځونه دیوه غره په خوا کې ځای پر ځای شوې ول او دې شاله مخې ښه محفوظ و يوازې د مخامخ حمله پری شونې وه. دپرنګیانو فوځ د پښتنو د لښکر په پرتله ډېر زیات او منظم و. ښه ډېره وسله يې لرله.
په خاص ډول د پرنګیانو توپ خانې ډېرې قوي وې.
پښتنو به پرې مخامخ حمله کوله سپارو به په توپ خانو نیغ راتلل خو توپ خانې به پرشا وتمبول سپاره ټول پښتانه ول پرنګیانو ورته له توپونو سره مورچه شوي ول اخر د پښتنو لښکر ماتې اوخوړه پښتانه ځلمي يې په شا وتمبول د جنګ تماشه د لرې نه يوې پښتنې پېغلې له خپل کوره چې د بام پر سر ولاړه وه کوله ددې پېغلې نوم ملالۍ وه.
ملالۍ چې ولیدل چې د پښتنو لښکر ماتې اوکړه، نو له کوره يې رامنډه کړه د یو زلمي له لاس نه يې بیرغ واخیست او په اوچت او ښکلي اواز يې د زړه له کومې دا لنډۍ ( ټپه) وویله.
که په میوند کې شهید نه شوې ګوره لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه
پېغلې به دا ټپه بیابیا څوځلې تکرار وله او زلمو ته به يې د جنګ غیرت اچولو چې د جنګ نه ولې تښتئ؟ دا دقام پر ننګ جنګ دی.
د پېغلې دې ټپې په زلمو کې د جنګ دپاره دوباره همت او جوش پیدا کړ زلمي راویښ شول. او د پرنګیانو په فوځ يې داسې په جوش حمله وکړه چې پرنګیانو ته يې ماته ورکړه او سخته مرګ ژوبله يې ورواړه وله ځينې پرنګیانو ترینه یله په تيښته ځانونه خلاص کړل.)
مونږ پښتانه د نړۍ بدبخته قام یو په هغو ملکونو باندې چې موږ راج چلاولو نن مو ورته د سوال ځولۍ غوړولې ده.
کوم ملکونه چې زموږ په وړاندې وزېږېدل چې پخوا يې نه نوم او نه نښان و. نن ورځ د اټومي طاقتونه دي سعودي عرب چې اسلام له همغه ځای خپور شوی دی هر کال په کې شلو زورو نه زیاتې انجونې له پوهنتونونو فارغيږي خو زموږ په ملک لوی افغانستان کې هر ونۍ یو یو ښونځی هغه که د هلکانو او که د نجونو وي سوزول کېږي.دا ولې؟ ښځه د کور او یاد ګور بلل کیږي ولې په هیڅ شي کې موږ ورته ونډه نه ده ورکړی.
همدې ټکي ته زمزمې په خپل یو نظم کې ( ته به يې ګورې،دا نړۍ به يې ګوري!) اشاره کړې ده وايي:
تل مې په دغه رټې
تل په همدې راته کړې سپکې سپورې
ښځه مکتب،قلم کتاب، څه کوي
ښځه پیدا ده د خپل کور کارو ته
خو په دې نه پوهېږې!
زما په زړګې نوې هيلې دي شنې
زما زړګی په دې وطن خوږيږي
زما زړګی په دې وطن سوځېږي
پرېږده د خیال وزر مې مه ماتوه
څو به دا ستا په تمه ناسته یمه
نوره زه ستا په تمه نه کښېنمه
دغو تلپاتو تورو شپو ته به رڼا راولم
زه به يې سبا کړم ددې تورې شپې سبا راولم
داسې وزرې به پیدا کړم ځانته
کړم به راکښته ځان ته،ستورو نه یو څو خالونه
راته وران کړي دي دې جنګ او سرولمبو خالونه
نورنو دهغې پښتنې خوی ځان کې نه پرېږدمه
چې په تندي او زنه کيږدي د رنجو خالونه
ګورې به داسې لوی بدلون به شمه
د ازادۍ په نوم خوره به شمه
داسې د سولې ترانه به شمه
یوه په زړه پورې زمزمه به شمه
ته به يې ګورې دا نړۍ به يې ګوري!
چې کله زموږ خور یا مور ناروغه شي ښځينه ډاکټرته یې بوتلل ښه دی او که نارینه ډاکټر ته؟
په خور او لور خو تعلیم زموږ د کولتور په خلاف کار بولو موږ ځانونه د نړۍ ښه مسلمانان هم بولو هغه حقوق چې خدای (ج ) رسول الله (ص ) ښځوته ور کړی دی کوم پښتون به قایل کړو، چې دا ر اسره ومني؟
ځينې خو لا وايي چې که ښځه دومره ښه او نیکمرغه وای نویوه ښځه خو به پيغمبر راغلې وای.
دې ښاغلوته باید وویل شي، چې په ښځو کې پېغمبر نه ده راغلې خو ښځه د پيغمبر مور پاتې شوې ده.
ایا همدې ښځې پيغمبر نه دی زېږولی؟
د همدې ښځې له پښو لاندې جنت نه دی؟
آیا همدا ښځه د نړۍ مور نه ده ؟
په هر صورت په دې موږ تاسې ټول پوهيږو چې دا هر څه ولې کېږي په نورو سيمو کې نوي په معیاري کچه ښونځي پوهنتونونه جوړيږي په پښتنو سیمو کې مو سوزول کېږی.
زما په اند دایو لویه په نړواله کچه جوړه شوې استراتيژي ده چې د پښتون وژنې، او بې سوادي يې ترینه موخه ده .
خو د آرمان به دوی هغه که نړۍ وال دی که شوم ګاونډیان دي او که ایراني لاس پوڅي دی له ځان سره قبرته یوسي .
زه په لومړي سر کې د زمزمې نیازۍ دا زړه وره هڅه ستایم زه په دې باور یم چې زمزمه نیازۍ ديوې پوهې او درنې تعلیم یافته کورنۍ نجلۍ ده ځکه خو يې ورته د شعر ویلو لیکولو زمینه برابره کړې ده او ورسره هم غوږي دي په پښتو ادب کې د میرمنو برخه خورا کمه ده که همدارنګي د زمزمې نیازۍ په څېر نجونې دا تشه ډکه نه کړي.بیا به دا کمه خدای مه کړه بیخی په نشت حساب شي.
ما چې د زمزمې نیازۍ شعرونه ولوستل ، خدای شته په راتلونکي کې ورنه دې یوې ښې سترې شاعرې تمه کېداي شي.
که له زمزمې نیازۍ سره د خپل ولس هېواد مينه نه وای مله او له حالاتو ډېره متاثره شوې نه وی نو شعرونو به یې دا ډول دردونکي نه وی .
د زمزمې په شعر کې د مینې پله خورا درنه ده په دی اړخ باندی به یی زه بل وخت ښه مقاله ولیکم دلته می ورته بیخی اشاره هم نه ده کړی په داسې حال کی چې د زمزمې ټوله شاعري مینه مینه ده
د زمزمې د لا بریاو په هیله.