ممتاز

IMAG0265

د پاکستان سره  د دودیزو شخړو لکه ډیورنډ کرښه، داخلی چارو کی لاسوهنه، د اوبو ویش پرته ۹/۱۱ څخه وروسته نوری داسی شخړی هم پیدا شوی چی د پاکستان او افغانستان اړیکی ورځ تر ورځه ترینګلی کیږی. ددی شخړو څخه د امریکا او افغانستان ترمینځ ستراتیژیک تړون او د امریکا پوځی اډو په هکله د پاکستان ویره ده. ددی برسیره پاکستان نه غواړی چی امریکا خپله ډیره پاملرنه په افغانستان وکړی ځکه چی د پاکستان کړنلاره همدا ده چی خپل اهمیت امریکا ته ثابت وساتی ترڅو د امریکا څخه څه چی کولی شی ترلاسه کړی. له بلی خوا پاکستان دا هم غواړی چی افغانستان او امریکا نیغ په نیغه خپلی کړنی ترسره نه کړی او د همیش لپاره پاکستان د دوی ترمینځ اوسی. په دی کړنلاه کی د پاکستان څو ګټی خوندی لکه:

۱. پاکستان غواړی چی امریکا ته دا جوته کړی چی بی له پاکستانه دده ګټی په افغانستان کی خوندی پاتی کیدلی نه شی او څومره چی کیدلی شی د امریکا څخه ددی په بدل کی چی د هغوی ګټی خوندی کړی ځان ته تر ګټه هم پورته کړی. دلته د پاکستان ګټو څخه عبارت مالی ګټی، دفاعی ګټی او افغانستان د داسی فشار لاندی راوستل چی د ډیورنډ کرښی منلو ته چمتو شی.

۲. د پاکستان د کړنلاری بله موخه په افغانستان کی د یو بی ثباته او ضعیف حکومت شتون دی چی دا به دده د ګټو په مخنیوی کی هیڅ خنډ نه وی.

۳. همدا ډول په تیرو ۱۱ کلونو کی چی هندوستان کوم سیاسی پرمختګ په افغانستان کی کړی ددی مثال د افغانستان په تاریخ کی نه لیدل کیږی او دا هم پاکستان د هضمیدلو وړ نه دی او نه غواړی چی دا لړی همداسی پرمختګ وکړی.

۴. له دی لپاره چی پاکستان خپلو موخو ته ورسیږی داسی حالات او کړیو او لاسپوسو ته اړتیا ده چی دوی پری خپل هدف ته ورسیږی نو ځکه خو پاکستان په جدی ډول د تروریزم مخنیوی نه کوی. که وغواړی د تروریزم جالی به ډیر زر له مینځه یوسی خو په دی کی یی ګټی خوندی نه دی.

له بلی خوا افغانستان له همیش لپاره د پاکستان څخه خفه او ګیله من دی چی زمونږ په داخلی چارو کی مداخله کوی او هر څوک چی وینی نو ګوته یی پاکستان ته نیولی وی. څوک هم دی ځیر نه دی چی دا څلور نوری ګوتی خو مو ځان ته دی. د ۱۹۴۷ څخه راپه دیخوا چی پاکستان جوړ شوی زمونږ یو حکومت هم ددی جوګه نه شو چی ټول اختلافی موضوګانی د خبرو یا ډیپلوماسۍ له لاری حل کړی. مونږ همیش یا خو احساساتی شوی یو او یا هم ویده پاتی شوی یو او هیواد مو د بدبختیو سره مخ کړی. دغه بدبختۍ می په څلورو دورو ویشلی چی په لاندی ډول دی:

د ویدو پړاو (شاهی دور)

دا د شاهی کورنی هغه ۴۰کلنه دوره چی خپه هم ویده وه او د هیواد وګړی هم دا هغه دور دی چی شاهی کورنی د خپل حکومت د دوام لپاره خپله هم ویده او خلک هم.

د داود خان احساساتی پړاو (داودی دوره)

د احساساتو دوره د داود خان دوره چی هیڅ ډول ډیپلوماسۍ څخه یی کار وانخسته چی په پایله کی یی خپله هم ډوب شو او د ملت ناورین شروع هم د ۱۹۷۸ د داود خان د شهادت څخه وروسته شروع شوه.

د حیوانیت او وحشت پړاو (خلق، پرچم، ستم، شغله، ۸ تنظیمونه)

دا دور د ۱۹۷۸ څخه بیا تر ۱۹۹۵ پوری وه چی د افغانستان بیخ او بنیاد په هم دی دوره کی له ګډی وډی شو.

د جهالت دوره ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۱ (طالبان)

ددوی به درته څه وایم خو ټول یی شاهدان یو چی هیواد یی د جهالت کندو ته واچولو.

 

اوسنی دور (چی د پورتنیو ټولو دورونو مجموعه ده)

۹/۱۱ څخه وروسته دا هیواد په یو عجیبه حالت کی دی لکه سلاته چی وی. په دی دولت کی د شاهی دور غوندی ویده هم شته، د داود خان د دور په ډول احساساتی اګرچه کم دی خو شته، د پخوانیو بقایو یوه غټه ډله هم شته، د شر او فساد ډلی هم پریمانه دی، ستم او شغله هم وزری تلی، د جهالت د دوری جاهلین هم تیار ناست دی. دا ټول شته خو له بده مرغه هغه ابدالی ځوان نشته چی پانی پت ته به لاړه او ټول هند به یی دړی وړی کړه. هغه غزنوی ځوان نشته چی ټول هندوستان یی په هیبت اچولی وه. هغه ملالۍ نشته چی د میوند جنګ یی په یوی ټپی ګټلی وه. هغه میرویس خان، سوری، خوشحال خان نشته چی د بریتو له ویری به یی د خلکو لنګونه (ځینی خلک په هند او پنجاب کی د پرتوګ پرځای تړی) غورځیدل.   

نو په داسی یو حالت کی چی مونږ پخپله د دی جوګه نه یو چی خپلی کورنی ستونزی حل کړو او په تیرو ۷۰ کلونو کی ۴۰ کلونه ویده او نور پاتی مو په جنګونو تیر کړل نو بیا ولی:

د نورو ګیلی کوو؟ ولی په دی خپل ګریوان کی لږ سر نه ښکته کوو؟ ولی راته خپل عیب نه ښکاری؟ ولی په ډلو او ټپلو ویشل شوی یو؟ ولی همیش د بل په لاس لوبیدلی یو؟ ولی یو بل ته تن نه ورکوو؟ ولی زر پلورل کیږو؟ ولی همیش دا جنګ په مونږ تپل کیږی؟ جهاد ولی یواځی افغانستان کی فرض شی؟ ولی د تاجک، هزاره، ازبک او د پښتون په نوم ویشل شوی یو؟ ولی همدا مونږ مهاجر کیږو؟ ولی همدا مونږ وژل کیږو؟ ولی همدا مونږ بمباریږو؟ ولی هرڅوک همدا زمونږ پر هیواد تیری کوی؟

زه پوهیږم د دی ولی ځواب ورکول ډیر ګران دی خو ډیر اړین هم دی! لویه خدایه ته مو مرستندویه شی او ددی نا خوالو څخه مو په خیر خلاص کړی. خو دلته می د یو چا وینا را په یاده شوه چی کاشکی ایران، پاکستان او روسیه مو ګاونډی هیوادونه نه وی او په داسی یو جزیره کی افغانستان پروت وی چی ټولی خواوی یی اوبه وی.

په درنښت – ممتاز