له ستر متفکر نه يوه ستره ګيله

عبدالله ابک

دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان په ټوليز ډول او پښتانه په خاص ډول د يو ښه مشرتابه يا ليډرشيپ په نه لرلو سره نور د ورکيدو په درشل ولاړ دي!

له دې نه هيڅوک انکار نه شي کولی چې د ولسمشر کرزي حکومت او بهرنيوملاتړو يې د پښتنو د وژنې او ځپنې لپاره ډېرې تباه کوونکې دسيسې جوړې او پلې کړې.

تر نيمو زيات پښتانه يې د طالب او القاعده په منګولو کې ورکړل چې څه په انتحار او انفجار کې تباه شي او پاتې يې بې زده کړې او بې برخليکه شي!
هغه چې په حکومت کې دي هم د غير پښتنو د بېلابېلو فشارونو تر ګواښ لاندې دي. هم ورته د طالب او ټيروريسټ پيغورونه ورکول کېږي، هم د پخوانيو حکومتونو پر سر دوی ته مستبد او فاشستان وايي. د اوسني حکومت يو پښتون وزير ته د يو عادي، فاشټ او ستمي ټلويزيون يو بې سواده ژورناليست داسې خبرې کوي چې  په ليرې پرتو بانډو کې يې څوک خپلې ښځې ته هم نه شي کولی!

ولې پښتون چارواکی د خپلې څوکۍ ساتلو په خاطر خوله ورانه ورانه کوي او نا موزون ځوابونه وايي.

خو يو پښتون ليکوال، ژورناليست او يا مبصر که چېرته د دوی پر يو غل، قاتل، جنايتکار او بد اخلاقه لنډه غر هم کومه پر ځای نيوکه وکړه نو بيا به يې په څرګندو او پټو ګواښونو دومره توبه ګار کړي چې په ژوند کې بيا داسې جرأت ونه کړي!

غير پښتانه هم په حکومت کې واکمن دي، هم د اپوزيشن له لارې امتيازونه اخلي، هم د جنګسالارۍ او لنډه غرۍ په بدل کې پرې ولسمشر کرزی د نورو هېوادونو د استخباراتو له خوا پټې ورکړل شوې پیسې وېشي.

دولس کاله نړيوال فرصتونه د سم مشرتابه د نه لرلو له لاسه ضایع شوه!

په کليو کې داسې شخاص د پښتنو دجهاد مشري کوي چې وېښتان به يې په ملا لګېږي، په لاس کې به يې د چرسو سګرټی وي، لمونځ به نه کوي، له خلکو به په زور ډوډۍ خوري، پيسې به اخلي، اختطاف به کوي او لويې لارې به شکوي خو دا به د طالب په نامه د پښتنو قومندان وي او د يو کلي د هر مشر او کشر د تړلو او خلاصولو واک به ورسره وي!

خو د دې ټولو ناخوالو مسؤولين زمونږ متفکرين دي!

ځکه چې ولس د مشرتابه له تشې سره مخ دی. ټول په يوه خوله چغې وهي چې پښتانه ښه مشر نه لري خو دوی د نورو لپاره فکر کوي او امتيازات له پښتنو غواړي!

دا که يو افغان د نړۍ يا امريکا لپاره ستر متفکر وي نو پر مونږ يې څه؟

ايا مونږ ټول عمر په همدې ووياړو چې د هند سينمايي ستوري يا په نوره نړۍ کې يو شمېر پوهان او متفکرين پښتانه دي؟

ایا مونږ حق نه لرو چې د خپلو متفکرينو له فکره برخمن شو؟

ايا دوی کله هم په دې فکر کړی چې د پښتنو څه حال دی او څه فکر بايد وشي چې له دې ورکې ورځې راووځي؟

خو له دې هر څه سره سره بيا هم پښتانه غونډو ته ډېر خوشحاله دي څو احساساتي خبرې وکړي او نور ورته واه واه واه ووايي!

کنه نو په همدې تېرې ورځې غونډه کې بايد له خپل ستر متفکر ډاکټر اشرف غني نه پوښتنه شوې وای چې:

متفکر صيب د افغانستان او په ځانګړې توګه پښتنو لپاره دې کله هم فکر کړی دی؟

ايا تاسو خدمت همدې ته وايئ چې يا وزير او يا رئيس شئ او کنه نو بايد په امريکا کې و اوسئ؟

ايا تاسو تفکر همدې ته وايئ چې ولسمشرۍ ته کانديد شئ بيا خپل فکر په کتاب او وينا کې څرګندوی او که رايه مو ونه ګټله نو بېرته د همغه فاسد او فاجر، متعصب او غل حکومت مامور شئ؟

ايا سياست همدې ته وايي چې د انتخاباتو په ورځو کې رامنځته شئ او هياهوی جوړه کړئ خو تر انتخاباتو ورسته ولس ته شا ورواړوئ؟

ايا ښه نه وه چې په دې پنځه کاله کې دې د يوې فکري مبارزې لپاره په ولس کې کار کړی وای چې راتلونکو انتخاباتو ته دې خلک چمتو کړي، ويښ کړي او د ځان ملګري کړي وای؟

ښاغلی او دروند متفکر صيب که هيڅ فکر دې نه کاوه نو لږ تر لږه به دې د شمالي ټلوالې له متعصبو، سمت پرستو او فاشستو ستميانو له  لنډه غرانو سياست زده کړی وای چې د انتخاباتو تر بايللو وروسته يې هم خپل ولس او خلک پرې نښودل. په دوامداره توګه يې سياست وکړ. پر حکومت يې خپل نظارت او فشارونه دايمي وساتل، د وطن په هره پېښه او هره پرېکړه کې يې خپله خبره وکړه او خپل غږ يې پورته کړ!

نو ښاغليه متفکره! که له تېرو انتخاباتو راهيسې دې په ولس کې کار کړی وای او په راتلونکو انتخاباتو کې بيا اودريدلی وای نو باور وکړه چې که ولسمشري دې نه وای ګټلې نو يو قوي او پياوړی اپوزيشن دې جوړولی شو خو نه پوهېږو چې تاسو د چا په خاطر او د چا د ګټو لپاره خپل پياوړی فکر استعمالوئ؟

زه خو وايم اوس هم لا دوخته دی!

مټې راونغاړه او د دې په غلا کې اول نومره حکومت له ماموريته تېر شه! راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديد کړه او سر له ننه په ولس کې کار شروع کړه. له خپل تفکره کار واخله او خلکو ته خپله سياسي لاره او مفکوره روښانه کړه!

باور وکړه چې که ولسمشر نه شې نو يو ښه نوم ګټلی شې او قوي اپوزيشن جوړولی شې چې تر دې ماموريته به له حکومته ډېر امتيازات تر لاسه کړې!

او که ستاسو د فکر بې احترامي ونه شي نو سياست وايي همدې ته چې په دوامداره توګه خپله لار ووهې. سياست د روانو اوبو په څېر دی چې تل بهېږي او خلک ترې ګټه پورته کوي! که ډنډ شي نو هم په کې چينجي کېږي او هم خلک تږي کېږي او بلې خوا ته ځي!

په سياست کې ګتل او بايلل دواړه شته خو شا اړول نشته!

کله به ګټه کله زيان وي

که جانان دواړه قبلوي ورسره ځمه!